جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونههند افغانستان ته د ۱۰۰۰ خیمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو د...

هند افغانستان ته د ۱۰۰۰ خیمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو د ورسپارلو خبر ورکړی

تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ ‏د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، له امیرخان متقي سره د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر د هېواد ختیځ کې د زلزلې پر وضعیت خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دې ټيلیفوني خبرو کې جی شنکر د هند حکومت په استازیتوب له افغان زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې او د ۱۰۰۰ خېمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو د ورسپارلو خبر ورکړی دی.

هند امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی، چې د هېواد ختیځ زلزله ځپلو سره به د درملو او خوراک برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.

متقي د هند له مرستې او خواخوږۍ هرکلی کړی او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړ دی.

له دې وړاندې د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي هم په افغانستان کې د مرګونې زلزلې له امله افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې وه او اړینو ممکنه مرستو ته یې چمتووالی ښودلی و.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب