تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.
بقايي د ایران د حکومت له ادرسه په هېواد کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او تسلیت یې وړاندې کړی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره د هر ډول مرستو او همکاریو لپاره چمتووالی لري، څو د اغېزمنو خلکو ژغورنه او مرسته کې لاسنیوی وشي.
کابل کې د ایران سفارت هم د دغه هېواد د ولسمشر، مسعود پزشکیان له قوله په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ، کونړ، ننګرهار او لغمان کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.