جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهننګرهار، کونړ او لغمان کې د زلزلې د قربانیانو شمېر نژدې ۴...

ننګرهار، کونړ او لغمان کې د زلزلې د قربانیانو شمېر نژدې ۴ زرو ته ورسېد

تاند / دوشنبه د وږي – سنبلې ۱۰مه/ په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې دتېرې شپې د زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۳۶۲۹ رسېدلی او لاهم دا ارقام وروستي نه دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې پېښه لا اوښتي مرګ ژوبله وروستۍ شوې نه ده.

نوموړی د هر ولایت د مرګ ژوبلې ارقام په داسې ډول بیانوي:

کونړ:
ذبیح الله مجاهد وایي په کونړ ولایت کې ۸۰۰ تنه مړه شوي اودغه راز ۲۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي.

نوموړی د پېښو محل نورګل ولسوالي، څوکۍ ولسوالۍ، وټپور ولسوالۍ،ماڼوګي ولسوالۍ اوچپه دره. د مجاهد په وینا د نورګل ولسوالۍ مزار دره سیمه کې مرستندویه ټیمونه رسېدلي خو لا د اوښتې مرګ ژوبلې راپور نه دی شریک شوی او په خبره یې ښایي تلفات زیات شي.

ننګرهار:
ذبیح الله مجاهد وایي په ننګرهار کې ۱۲ تنه مړه شوي او ۲۵۵ تنه ټپیان شوي دي، چې د پېښې محل د دې ولایت دره نور ولسوالي ښودل شوې ده.

لغمان:
مجاهد زیاتوي، چې په لغمان کې څوک مړه شوي نه دي خو په خبره یې ۵۸ تنه په الینګار ولسوالۍ کې ټپيان شوي دي. او ترڅنګ یې په زیات شمېر کورونه هم ړنګ شوي دي.

تېره شپه د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان هېوادونو ځینې سیمې ولړزولې.

د دغې زلزلې مرکز د لغمان ولایت الینګار ولسوالي او د ځمکې لاندې ۲۳ کیلو مټري ښودل شوې.

دغې پېښې په کور دننه اود باندې خلک دردولي او د خواخوږۍ پيغامونه شریک شوي دي. د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي، او اشرف غني ترڅنګ پاکستان او هند هم له قربانیانو سره د خواخوږۍ پيغام شریک کړی او مرستو ته یې چمتووالی ښودلی دی.

طالبانو بیا زلزله ځپلو سیمو ته بېړنیو مرستو د رسولو امر کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب