جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏هند او پاکستان، د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره...

‏هند او پاکستان، د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره مرستو ته چمتووالی ښودلی

تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي په افغانستان کې د زلزلې او مرګ ژوبلې له امله ژور خپګام ښودلی.

مودي د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ په دې «سخت وخت» کې د زلزلې له امله د قربانيانو کورنیو او ټپیانو ته تسلیت ویلی دی.

هغه زیاته کړې ده، چې د هند حکومت چمتو دی، چې له اغېزمنو افغانانو سره هر ډول ممکنه بشري مرستې وکړي.

اخوا بیا د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله د پاکستان د خلکو او حکومت په استازیتوب ژور خپګان څرګند کړی دی.

شهباز شریف د دغې زلزلې له امله چې د پاکستان په ځینو سیمو کې هم محسوس شوې ده، د افغان قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او تسلیت یې وړاندې کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې په دې د «غم شېبو» کې له افغانانو سره ولاړ دي او د پاکستان د حکومت د هر ډول ممکنه مرستو د برابرولو د چمتووالی ډاډ یې ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ، کونړ، ننګرهار او لغمان کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب