جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپخوانیو ولسمشرانو حامدکرزي او اشرف غني له زلزله ځپلو سره پر ګډو...

پخوانیو ولسمشرانو حامدکرزي او اشرف غني له زلزله ځپلو سره پر ګډو اقداماتو او بېړنیو مرستو ټینګار کړی

تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني او حامدکرزي ختیځ کې د زلزله ځپلو له کورنیو سره خواخوږي ښوذلې او د بېړنیو مرستو د رسېدو ټینګار یې کړی دی.

‏ولسمشر غني، د دغې مرګونې زلزلې له امله زیانمنو کورنیو او هېوادوالو ته تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو او «مړو» ته د الهي رحمت د پېرزوینې دعا کړې ده.

غني په خپل پیغام کې پر خپلمنځي لاسنیوي او د مرستو سربېره، د لویو ناورینونو پر وړاندې پر منسجمو کړنو ټينګار کړی.

هغه په ټولو هېوادوالو غږ کړی چې د تېرو ناورینونو په څېر چې لاسونه یې یو کړي وو او مرستو ته یې دانګلي وو، نن هم د یو بل ترڅنګ ودرېږي او ګډ اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر، حامد کرزي په کونړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر او د هېواد په نورو سیمو کې د تېرې شپې زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي له ټولو خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او نړیوالو مرستندویه ادارو هیله کړې، چې زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

حامدکرزي د زلزلې له امله ټپیانو ته د روغتیا هیله کړې او د وژل شویو هېوادوالو کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

د هېواد ختیځ کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا زلزله تېره شپه د هېواد په کونړ، ننګرهار، لغمان او یو شمېر نورو سیمو کې وشوه، چې د ریشتر په کچه ۶.۰ درجې اټکل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب