دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکالمونهامريکا بايد د بن غميزه راغبرګه نه کړي

امريکا بايد د بن غميزه راغبرګه نه کړي

استاد شهسوار سنګروال

هغه مهال، چې امريکا وغوښتل له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي، د دوشنبې ورځ1397کال د چنګاښ 25 مه، چې د 2018 کال د جولاې له 16مې سره برابره وه ، نيويارک ټايمز او سېډني مارنېنګ هيرالډ ورځپاڼو په يوه راپور کې د امريک اپه ستراتېژي کې وروستی بدلون د افغانستان د اوږدې جګړې د پايته رسوولو لپاره يوه بله هڅه پيل کړه.

ولسمشرټرمپ خپلوجګپوړوچارواکواو دېپلوماتانوته سپارښتنه وکړه،چې له طالبانوسره دمخامخ خبروهڅه وکړي …امريکاله دې دمخه ددرې اړخيزوخبرووړانديزکړی وو،خوطالبانوځکه ونه مانه،چې ټينګار يې په دې وو،چې له کابل سره نه،بلکې غواړودواشنګتن له ادارې سره وغږيږو…ولې له دينه دمخه مايک پامپېوله ډله ييزورسانېوسره ويلي ووامريکاحاضره ده،چې دافغانستان دحکومت اوطالبانوترمينځ خبروکې ګډون وکړي .

نيويارک ټايمزورځپاڼې ددې خبرې پخلی وکړ،چې دامريکا استازی له دې دمخه پاکستان ته تللی وواوپه دې هيله چې دامريک اوطالبانوترمينځ دمخامخ خبروزمينه برابره کړي …بيا جګپوړې دېپلوماتې ؛الېس ولز؛په همدې تړاوسېمه کې څوورځې تېرې کړې،دافغانستان اوپاکستان له موهموچارواکوسره يي خبرې وکړې .

ددې ټولوخبروپاېله داشوه،چې دطالبانواوامريکايي استازوترمينځ خبرې په رسمي بڼه پيل شوې ،چې دجولاې په 21مه (2018) د طالبانويوه مرکچي ان،بي،سي نيوزخبري اژانس ته ووېل،چې طالبانواوامريکايانوګډې خبرې کړيدي اوداخبرې په داسې مهال وشوې،چې دوه ورځې دمخه دامريکا هوايي ځواکونودکندوزپه چاردرې ولسوالۍ خونړي بريدونه کړي وو .

دجولاې په18مه د طالبانويوه لوړرتبه چارواکي معتصم اغاداومنله،چې په قطرکې له امريکايي چارواکوسره خپلې ابتدايي خبرې کړيدي .

دجولاې په 23مه داليس ويلزپه مشرۍ په دوحه کې دطالبانوله سېاسي استازوسره خبرې وکړې اودطالب استازومشرشېرمحمدستانکزي وړانديزوکړ،چې نومونه يې له تورلست نه لرې شي اودقطردفترپه رسمېيت وپېژني …

دامريکا دبهرنېيوچارووزيرپامپېيو،وروسته له دې ليدنواوکتنونه وويل،چې له دې وروسته به زلمی خليلزاددامريکا دبهرنېيوچارووزيردځانګړي سلا کارپه توګه دافغان حکومت اوطالبانوترمينځ دسولې دخبرورهبري وکړي …

زلمي خليلزاد نه9پړاوه خبرې له طالبانوسره دافغانستان دسولې په تړاوترسره کړې…اودادی اوس يي دسولې دهوکړې وروستی متن له ځان سره کابل ته راوړی دی،چې له ټولوخواووسره شريک کړي …مسوده يې دلوستلولپاره ورکړې ،خومسوده يې ورته نده سپارلې،چې له ځان سره يې وساتي …تردې وړاندې نوموړي ددې خبرې پخلی کړی،چې دهوکړې متن به لومړی ټرمپ لولي اوبيا به لاسليک کېږي …

افغان ولس په دې هيله،چې په افغانستان کې سراسري سوله ټينګه شي،نه داچې يوځل بيا دبن غميزه راغبرګه شي .همداخليلزادوو،چې هغه مهال يې دبن په کنفرانس کې دطالبانوپه ځواک سترګې پټې کړې …اوهمداکرزی وو،چې ملاعمرترې دسېاسي پلوريالېزم غوښتنه وکړه اودواړودامريکا دخوشحالولولپاره وويل،طالبان ترهګردي…!؟

ددې لپاره چې تېرې تېروتنې اواتلس کلنه غميزه بيا راغبرګه نشي اوداډول خونړئ پېښې دافغانانوژوندونه ګواښي،يوځل دبن پريکړوته سرورښکاره کوواوڅوبېلګوته يي تم کېږو :

١-د بن کنفرانس و پتېله چې د لنډ مهاله ادارې مشرتابه بايد د ډسمبر په ۲۲ نيټه (۲۰۰۱ کال) واک ترلاسه کړي.

٢-د لنډ مهالې ادارې رهبري له يوې لنډ مهالې ادارې نه جوړه ده چې د ریيس لخوا اداره کېږي.

٣- يو ځانګړی خپلواک کميسون به هم بېړنۍ لويې جرګې ته لار پرانيزي او همدا ډول ستره محکمه به د لنډ مهاله ادارې لخوا مينځته راخي.

٤-په رسمي توګه د واک له لېږد سره جوخت، لنډ مهاله اداره به ډېر ژر د هېواد چارې په غاړه اخلي، په دې ډول به د ملګرو ملتو چوکۍ اشغالوي، د نورو بهرنيو اړيکو نماينده ګي او په ټوله کې په نړيوال کنفرانسونو کې برخه لري.

٥- د شپږو مياشتو په موده کې به بېړنۍ لويه جرګه جوړېږي د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لخوا به پرانستل کېږي او بيا به دغه جرګه د يوه انتقالي مقام رهبري ټاکي چې يوه پراخ بنسټه انتقالي اداره را مينځته شي. د تصويب له نېټې وروسته دغه اداره به د دوه کالو په موده کې يوه نماينده حکومت ته چې د اذادو ټاکنو لخوا به مينځته راځي لاره پرانېزي.

٦- د لنډ مهالې ادارې مقام به هغه مهال خپل کار پای ته رسوي چې د لويې جرګې لخوا، انتقالي اداره مينځته راشي.

٧- د انتقالي ادارې لخوا به د اتلسو مياشتو په موده کې لويه جرګه را بلل کېږي چې د اساسي قانون په تسويد کې برخه واخلي، خو د دې بهير لپاره به د دوه لومړنيو مياشتو په موده کې د ملګرو ملتو په مرسته د اساسي قانون د تسويد يو کميسون هم جوړېږي.

له دې سربېره د قضايي سيستم قانوني جوړښت د نوي اساسي قانون تر جوړېدو تر لنډ مهاله پېره له هغو تعملاتو به استفاده کوي چې د انتقالي ادارې له موافقو سره په ټکر کې نه وي… نو په دې بنسټ د افغانستان قضايه قوه خپلواکه ده (۵) ستره محاکمه او د محکمو نورې څانګې چې دانتقالي ادارې لخوا جوړېږي، د قضايي قوې برخه ګڼل کېږي.

په دې تړاو، د ملګرو ملتو په مرسته، انتقالي اداره به يوه قضايي کميسون ته دنده وسپاري چې کورنۍ قضايي سيستم د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا کې د ملګرو ملتو د معيارونو مطابق جوړ کړي.

بيا د افغانستان په باره کې د ملګرو ملتو او د غونډې ګډونوالو له عليحضرت محمد ظاهر شاه څخه وغوښتل چې د لنډ مهالې ادارې رياست په غاړه واخلي. ولې هغه و نه منله.

په دې لړ کې دې ټکي ته هم ګوته ونيوله شوه چې د لنډ مهالې ادارې هېڅ غړی نشي کولی چې د لويې جرګې د بېړنۍ غوندې په جوړولو کې د کميسون غړيتوب تر لاسه کړي.

د لنډمهالې ادارې رييس او يا د ده په غيابت کې د ده مرستيالان کولی شي غونډه جوړه کړي او بيا د غوندې اجنډا مجلس ته وړاندې کړي… پرېکړې به د رايو په اکثريت کېږي.

لنډ مهاله اداره واک لري چې د سولې، نظم او د ښې ادارې لپاره فرمانونه صادر کړي.

لنډ مهاله اداره واک لري چې پولي سستم ورغوي او نوې پيسې چاپ او خپرې کړي.

لنډ مهاله او انتقالي اداره به د ملګرو ملتو په مرسته  د مهمو چارواکو لست او نوملړ برابر کړي چې په مهمو دندو لکه واليان، ولسوالان او نورو اداري مقاماتو لپاره وګماري چې د مرکزي بانک په شمول د هېواد ټولې چارې ښې سنبال کړي.

همدا راز د بشر د حقوقو او د هېواد د نظم او ښې ادارې لپاره هم ژمنه وشوه او دا هم ور زياته شوه که څوک سرغړونه وکړي جزا به ور کړ شي.

د افغانستان د سياسي حل لپاره د هغو افغانانو، نوملړ چې د ملګرو ملتو د استازو په ګډون د يو لړ پرېکړو لپاره را ټول شوي ول، دا دی:

ستار سيرت، امين ارسلا، عبدالرحيم وردګ، مېرمن افضلي، سيد حسين انوري، سيد حامد ګيلاني، رحمت الله موسی غازي، عبدالحکيم، همايون جرير، عباس کريمي، مصطفی کاظمي، عزيز الله لودين، احمد ولي مسعود، اصف محسني، محمد اسحق نادري، محمد ناطقي، عارف نوازي، يونس قانوني، زلمی رسول، ميرويس صادق، محمد جليل شمس، همايون تندر، سيما ولي، عزيز الله واصفي، باچا خان ځدران.

پر افغانانو سربېره د ملګرو ملتو استازي لخدر ابراهيمي هم ګډون درلود.

ملګرو ملتو د لنډ مهالې ادارې په بهير کې خپل يو استازی د افغانستان د روان بهير لپاره وټاکه، چې له موافقه ليک نه څارنه وکړي.

ده د بېړنۍ جرګې د جوړېدو کار هم څاره او د بشر د حقوقو چارې هم. دغه استازي ښوونېزې او روزنيزې چارې د ټولنيز شعور د ودې او پرمختګ لپاره غوره ګڼلې او وخت ناوخت به يې لنډ مهالې ادارې ته سلا ورکوله.

د همدې کسانو په شتون کې (۲۰۰۱ ز کال د ډسمبر پنځمه) د کنفرانس غړو د يوه مصلحت له مخې حامد کرزی د مؤقتي حکومت د رييس په توګه وټاکه.

پداسې حال کې چې د جرمني صدر اعظم، لخدر ابراهيمي او يو شمېر نور بهرنيان حاضر ول، دغه سند لاسليک شو. د دې سند له لاسليک نه وروسته د افغانستان په سياسي تاريخ کې يوه نوي سياسي ژوند ته لاره اواره شوه.

بېړنۍ لويه جرګه:

د افغانستان خلکو د بن کنفرانس نه د ښو هېلو تمه درلوده ولې پېښو وښوده چې ښې پايلې ترلاسه نکړې، داسې کسان يې واک ته ورسول چې د کابل په خپلمينځي جګړو کې ښکېل ول.

که څه هم د بن کنفرانس د ملګرو ملتو د عمومي منشي کوفي عنان په پيغام پرانستل شو، د ملګرو ملتو استازي لخدر ابراهيمي او د المان د بهرنيو چارو وزير هم ويناوې وکړې، له ټولو خوا وو وغوښتل شول چې د افغانستان د سياسي او اقتصادي ودې لپاره له دغه فرصت نه ګټه واخلي.

لکه څرنګه چې د بن په کنفرانس کې د ملت ريښتينو استازو او د هېواد ناپيلو کسانو برخه نه وه اخستې، دا رنګه د بېړنۍ لويې جرګې د رابللو په کمېسون کې هم تر ډېره بريده د هېواد ملي شخصيتونو او د خلکو خواخوږو ونډه نه درلوده.

بيا هم تخنيکي چارې داسې پيل شوې چې د بېړنۍ لويې جرګې د رابللو خپلواک او ځانګړی کميسون باید د مؤقتي حکومت له جوړېدو يوه مياشت وروسته جوړ شي.

کميسون چې بايد د يو شمېر علمي بنسټونو له مخې جوړ شوی وی جوړ نشو، خو بيا هم يو کميسون چې ۲۱ غړي يې درلودل، د همدې موخې له مخې چې بېړنۍ لويې جرګې ته کوم ډول کسان را وبلل شي په کار پيل وکړ.

ټولو خواوو په خپلې وروستۍ پرېکړې د هېواد د اساسي قانون د تسويد په هکله د بېړنۍ لويې جرګې د رابللو لپاره دغه معيار او ميکانيزم په پام کې ونيو:

-په بېړنۍ لويې جرګې کې د استازو شمېر که هغه ځايي دي يا کوچيان، چې په هېواد کې استوګن دي بايد په ګوته شي.

-جرګې ته د هغه کډوالو د استازو رابلل چې په پاکستان، ايران او يا نورو هېوادونو کې مېشت دی.

-په بېړنۍ لويه جرګه کې د دين د علماوو، روښانفکرو، سوداګرو، د ښځو او د بشري حقوقو د استازو ګډون.

-د بېړنۍ لويې جرګې خپلواک او ځانګړی کميسون د لويې جرګې له را بللو لږ تر لږه لس (۱۰) اونۍ د مخه، د جرګې د نېټې پيل او ځای، د مودې په تړاو په ټاکلو سره خپور او نشر شي.

-بېړنۍ لويه جرګه به د انتقالي دورې د دولت رييس ټاکي.

د دې ټولو هڅو پايله دا شوه چې د هېواد ټول وسلوال به هرومرو د لنډ مهالې ادارې تر کنترول او واک لاندې وي.

د لنډ مهالې ادارې او د بېړنۍ لويې جرګې هڅې به دا وي چې د ملګرو ملتو پرېکړو او د بشر حقوقو ته ژمن وي. دا ځکه چې افغانستان پخپله هم د ملګرو ملتو غړی دی.

لنډ مهاله اداره ژمنه ده چې د نړيوالې ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې ودرېږي، له ګاونډيو اونړيوالو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري.

لنډ مهاله اداره او د بېړنۍ لويې جرګې خپلواک کميسون بايد د ښځو استازيتوب د بېلابېلو مذهبونو، نژادونو او لږکيو ونډه په بېړنۍ لويه جرګه کې په پآم کې ونيول شي.

لنډ مهاله اداره مکلفيت لري چې خپل ټول کړه وړه د امنيت شوری له پرېکړو (د نوامبر ۱۴ نېټې ۲۰۰۱ کال) سره همغږي کړي.

د بېړنۍ لويې جرګې له سپارښتنو سربېره له ملګرو ملتو نه هم وغوښتل شول چې د افغانستان ملي واکمني، د خاورې تماميت، د افغانستان ملي يووالی او همدا راز د بهرنيو هېوادونو نه لاسوهنه، د افغانستان په کورنيو چارو کې تضمين کړي.

همدا ډول سپارښتنه وشوه چې د افغانستان په بيا رغاونه کې بايد د نړۍ هېوادونه ونډه واخلي.

د عمومي ټاکنو لپاره نومليکنه، د افغانستان سر شمېرنه، د هېواد د مجاهدينو د اتلانو پېژندنه، د ملګرو ملتو په مرسته د شهيدانو او معلولينو د کورنيو لپاره د مرستې صندوق، د ترهګرۍ او مخدره توکو د لمنځه وړلو لپاره هاندې هڅې، له بزګرانو سره مادي او تخنيکي مرستې، دا ټول هغه څه وو چې د بن په کنفرانس کې يادونه شوې وه.

د بن د خبرو مصوبه چې يوه ورځ وروسته لاسليک شوه د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته وسپارل شوه. د ډسمبر په «۲۰» نېټې د امنيت شورا پرېکړه وکړه چې پنځه زره سوله ساتي به هم لېږي.

د ډسمبر په ۲۲ نېټې (۲۰۰۱ کال) چې د ۱۳۸۰ کال د جدې له لومړۍ نېټې سره برابره وه د واک د لېږد نېټه هم په ګوته شوه.

د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې، د ګاونډيو هېوادونو استازيو، د ترهګرۍ ضد ائتلاف او يو شمېر ګڼو افغانانو په ګډون د حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهاله دولت په ټاکلې نېټې واک ترلاسه کړ، په کار يې پيل وکړ اود نړۍ هېوادونو هم اعلان وکړ چې د حامد کرزي تر مشرتابه لاندې به د افغانستان د بيا رغاونې، د سولې او بشپړ امنيت لپاره به هر اړخيزه مرسته کوي.

د لنډ مهالې ادارې په تشکيل کې دغو وزارتونو ته ځای ورکړ شوى و:

د دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت، د پلان وزارت، د سوداګريزو چارو، معادن او صنايع، د وړو صنايعو وزارت، د اطلاعاتو کلتور، مخابراتو، د کار او ټولنيزو چارو، حج او اوقافو، د شهيدانو او معيوبینو، ښوونې او روزنې، لوړو او مسلکي زده کړو، روغتيا، فوايد عامه، د کلو د پراختيا، ښاري پراختيا، د بيا ودانولو، د برښنا او اوبو، د کډوالو، کرهڼې، اوبو لګولو، قضايي چارو، د ګرځندويه او هوا پېژندې وزارت، د قبايلو چارو او د ښځو چارو وزارتونه.

د لنډ مهالې ادارې ستونزې او انګېرنې:

لکه چې وويل شول، کله چې لنډ مهالې ادارې ته واک ولېږدېده، ملګرو ملتو، د نړۍ شتمنو هېوادونو، لوېديځوالو، د ناټو غړو هېوادونو، جاپان امريکې او پخپله د امريکې جمهور رييس ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به سياسي، اقتصادي او هر ډول ټولنيزې مرستې نه ځانونه و نه سپموي.

ولې دېر ژر څرګنده شوه چې کورنۍ او بهرنۍ مافيا لاسونه يو کړل، له افغانانو سره يې نړيوالې مرستې داسې لوټ کړې چې ډېر ژر د ميلونونو ډالرو څښتنان شول.

د همدې ناوړه مديريت او د حکومت د ناکارۍ له امله لکه څنګه چې د ژنيو تړون له ماتې سره مخ شو، دا رنګه د بن کنفرانس هم سمې پايلې نه درلودې.

سيمې او نړۍ انګېرله چې په دغو نړيوالو مرستو به په افغانستان کې د بې کورۍ ستونزه حل شي. د شهيدانو او معلولينو کورنيو سره په ځای مرسته وشي، د ښځو د بشر د حقوقو درناوي ته به لاره پرانستل شي، ولې لکه څومره چې فکر کېده هغسې ونشول.

دولتي مافيا په لنډ وخت کې دومره پياوړې شوه چې د مافيا څو سوو کسانو د افغانسان د دېرش (۳۰) ميلوني وګړو په ستوني پښې کېښودې او پخپله د همدې فساد او لوټ له لارې مېلونونه ډالر ترلاسه کړل.

حامد کرزی په دې خوشاله و چې د هېواد جمهور رييس دی، ولې دې ته ژمن نه و چې د فساد مخه ونيسي. له ده نيولې تر مرستيالانو، کابينې غړو، ولسي جرګې، ستره محاکمه، په ټوله کې حکومت، مقننه او قضايه قوه، جهادي رهبران ټوپک سالاران، دا ټول په چور او لوټ کې له دولتي مافيا سره يو لاس ول.

نه يوازې په کور کې د ننه اختلاس، رشوت او هر ډول فساد ته لار پرانستل شوه، دا رنګه کورنۍ مافيا له نړيوالې مافيا سره يو ځای په افغانستان کې په چور لاس پورې کړ، دا چې ولې په افغانستان کې د غميزې پسې غميزې يو د بل پسې مينځ ته راغلې، لاملونه يې د شوروي د سرو لښکرو او د ناټو په سر کې د امريکا د وسلوالو ځواکونو بريدونه ول چې د افغانستان جګړه څو لسيزو ته وغځېده. موږ د مخه د شوروي اتحاد د بريد په تړاو اوږدې خبرې په تېرو څپرکو کې وکړې، غوره به وي چې د امريکا او د ناټو د غړو هېوادونو، بريدونو ته هم سر ور ښکاره کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب