تاند(یکشنبه، د مرغومي/ جدې 29 مه) په برازیل کې د یوې څېړنې پایلو څرګنده کړې چې ماشې ولې د پخوا پرتله اوس د انسانانو پر وینه ډېره تکیه کوي.
د ریو ډې جنیرو فدرالي پوهنتون او د اوسوالډو کروز انسټیټیوټ څېړونکو د برازیل د اتلانتیک ځنګل په دوو طبیعي زېرمو (ریزورټونو) کې د رڼا جالونه (Light Traps) ولګول او د ماشو ۵۲ بېلابېل ډولونه یې وڅېړل.
د څېړنې پایلې ښيي چې ماشې اوس انسانانو ته ډېر لومړیتوب ورکوي. څېړونکي وایي چې د ځنګلونو د بېدرېغه وهلو له امله د ماشو لپاره د طبیعي وینې سرچینې کمې شوې دي، له همدې امله هغوی زیاتره انسانان چيچي.
په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې څومره چې حیاتي تنوع (بیولوژیکي تنوع) کمیږي، هومره د ماشو د انسانانو په نښه کولو تمایل زیاتېږي. علت یې دا دی چې د انساني فعالیتونو له ډېرېدو سره نور ژوي کم شوي، چې له امله یې د ماشو د بقا او خوړو سرچینې محدودې شوې دي.
ساینسپوهان وایي چې که د ماشو د خوړو عادتونه ښه وپېژندل شي، نو د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره اغېزمن تدابیر نیول کېدای شي.
ماشې نه یوازې په چیچلو د خارښت له کبله د انسان د تکلیف سبب کېږي، بلکې د ګڼو خطرناکو ناروغیو د لېږد وسیله هم دي، چې پکې ملریا، ډینګي او چکنګونیا شامل دي. له همدې امله د انسانانو چیچلو ته د ماشو د تمایل زیاتېدا د عامې روغتیا لپاره جدي پایلې لرلای شي.