پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeروغتیاد واکسین د خاصیت د زیانمنېدو چاره وشوه

د واکسین د خاصیت د زیانمنېدو چاره وشوه

تاند – نن (پنجشنبه) د واکسیناسیون د نړیوالې اوونۍ وروستۍ ورځ ده. په دې مناسبت د واکسین د خوندیتوب په اړه یو ښه خبر لرو.

د افغانستان په ګډون په ګڼ شمېر وروسته پاتې هیوادونو کې د واکسین یوه ستونزه دا ده چې ساتل یې اسانه نه وي او هر ځای په اسانه وړل کېدای نه شي. ځینې واکسینونه باید د تودوښې په ځانګړې درجه کې وساتل شي کنې خپل خاصیت له لاسه ورکوي.

د دې ستونزې د کمولو لپاره له نانو ټکنالوژۍ څخه په استفادې یو ډول پلستر جوړ شوي چې ډېرې کوچنۍ ستنې لري او د هغو له لارې د انسان بدن ته واکسین لېږي.

دا پلسترونه د جنوبي استرالیا پوهنتون څېړونکو جوړ کړي دي.

ویل کېږي چې دا د وړو ستنو پلسترونه د انسان د بدن مهمو او حیاتي برخو ته درمل په لا سرعت پیچکاري کوي.

د دې ستنو بله ښېګڼه دا ده چې درد نه لري او د دې ترڅنګ چې تر عادي واکسین یې ساتنه اسانه ده، لګښت یې هم لږ دی.

دا پلسترونه باید د واکسینونو په شان په فریزر کې ونه ساتل شي او جانبي منفي اغېزې هم نه لري.

د پلستر هره ستن په واکسینو لړل شوې او یوازې د پوستکي په برسېرنه برخه کې دننه کېږي. د دې لپاره چې دا ستنې د پوستکي لاندې له عصبونو سره نه لګېږي، درد هم نه لري.

د پلستر له ستنو څخه د انسان بدن ته انتقالېدونکي مواد ژر په وینو کې حل کېږي.

د ملګروملتو د روغتیا نړیواله اداره هر کال یوه اوونۍ د واکسین په نامه لمانځي. په دې اوونۍ کې، چې د اپریل په ۲۵ نېټه پیلېږي. د واکسین پر اهمیت خبرې کېږي څو د واکسین په اړه عامه پوهاوی زیات شي.

1 COMMENT

  1. مع الاسف همدا اوس په سلګونو ماشومان د واکسین له لاسه په کابل او ولایاتو کی بستری او مړه شوی ..
    آیا وزارت صحت او نورو ادارو دی غلطی او بی کفایتی ته پام شوی او که دوی هم د ملت په وژنه کی خپل سهم زیاتوی ترڅو له دښمنه امتیاز واخلی او د ملت وژنی قهرمان شی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب