ـ څلورم ټوک ناچاپ
د ټاکنو بهیر برخه
پر سپینه لمن تور داغ
له لمر ختو سره سم مې ځان لویې کلا ته ورساوه، د لمر وړانګې د لویې کلا له برجونو راښکته شوې وې او د سپیدارو پانې یې شرنګولې، دا شرنګا زړه بوګنونکې وه، پاڼو رډ رډ را کتل، خو پر ستونو یې هوا منګولې ایښې وې، له دېوالونو هم ساه الوتې وه.
ستړو ستومانه هډونو په منډه منډه خپل پلونه د کلا د لمرپرېوتو ډډې ساړه سیوري ته ورسول.
پر لرګینه چوتره کتاب په لاس سړی سپینې جامې پر تن ناست و او په تورو کرښو یې خپلې سترګې نڅولې، اوتو کړی ښویه ځادر یې دا ځل د اوږې پر ځای له غاړې را چاپېر کړی و، غږ غوږ یې نه خوت، د کتاب په تورو کرښو کې ډوب و، وړاندې ترې ودرېدم، له کلا سپڼ هم نه خوت، داسې برېښېدله چې د کوم توپان ښکالو یې تر غوږ شوې ده، هوا مې پر ستوني خوله ولګوله، ټوخی یې خولې ته راوست. د تورو ټکو سوداګر تر سترګیو لاندې را وکتل:
– وه ازمون پاچا!؟ راځه!
ورغلم، ده کتاب کېښود، سترګۍ یې لېرې کړې، روغبړ یې راسره وکړ، ما ور ته وویل:
– ډاکټر صاحب! زه وختي راغلی وم، په همدې چمن کې ګرځېدم را ګرځېدم، نه مې غوښتل چې ستا او د کتاب تر منځ دېوال شم.
– تا ته دې خدای خیر درکړي، کتاب خو کتاب دی نو…
ـ ستا شوق مې در خراب کړ؟
ـ ته پوهېږې چې له کتابه پرته ګوزاره ګرانه ده.
ـ دا نور خو…
ـ نور خو نور دي نو…
ـ نور یوازې په را ټولولو کې دي.
ـ کاش نور ماړه شوی وای؟!
ـ دا لوږه داسې مرداره لوږه ده چې د انسان ټول حواس وږي کوي.
ـ همدې لوږې دا وطن غریبۍ ته کېناوه.
ـ یوازې غریبۍ ته نه، پوروړی یې هم کړ.
هغه د کتاب په منځ کې ګوته کېښوده. ستړی ستومانه اسویلی یې وایست، لکه پر اوږو یې چې غر پرېوتی وي. ما ور ته وویل:
– ډاکټر صاحب! د مطالعې په وخت کې چې څوک مزاحم شي، نو بیا هېڅ شی خوند نه ورکوي. مزاحمت ډېر بد تمامېږي.
هغه کتاب ښيي څنګ ته کېښود، لاسونه یې له زنګنونو را چاپېره کړل:
– ازمون پاچا ته بد نه تمامېږې، تا سره خو خبرې شته، ستا خبرو ته غوږ نیول هم پکار دي.
– مننه! خو بیا هم …
د هغه په څېره کې ستړیا څپې وهلې، رنګ یې الوتی او خوله وچه وه، سوړ اسوېلی یې وایست، مخ یې سپېدارو ته واړاوه، لاندې شونډه یې په غاښونو ټینګه ونیوله، لکه کوم سخت درد یې چې پر بدن خوله لګولې وي، په وچ ستوني کې یې دا خبره را تاوه او له ټوخي سره را ووته چې:
– ازمون پاچا!؟ زه نن د افغانستان لپاره په سپینه لمن یو تور داغ ږدم!؟
سر یې پر زنګون کېښود، شېبه ورک و. ما یې سترګو ته کتل چې سپرغۍ ترې اوري، د هغه له خولې تاوده اسویلي راوتل، خبرو ته مې تلوسه نوره هم زیاته شوه، ګوندې د مشوړې سر وښيي، د هغه سکوت خوله لګولې وه، له ځانه سره مې وویل:
– ویې پوښتم که څنګه!؟ نه نه یې پوښتم، صبر وکړه، پخپله یې راته وایي. بیا په دې سوچ کې شوم، سپېره مړی معاون دې شي، څوک پیدا کېږي نه، ښايي څوک یې پیدا کړی نه دی، ورځې هم را لنډې شوې، دده یو عادت دا و چې کله به پرې فشار راغی، نو کتاب ته به یې مخه کوله. ما یې په څېره کې ستوماني لوسته، څه خبره خو شته؟!
ده د ټغر یو تار په لاس کې ومروړه، غاښونه یې پر لاندنۍ شونډه کېښودل:
– اف، ما ډېر کوښښ وکړ چې ددې وطن د جنګسالارانو او مافیایي کړیو په ضد مبارزه وکړم، خو …
له (خو) سره یوه شېبه تم شو، سترګې یې تکې سرې واوښتې:
ـ نن د زمانې جبر په مخه کړی یم.
له ځانه سره مې وویل:
– دا جبر به څه وي چې دی یې په مخه کړی او پر سپینو جامو تور داغ ږدي!؟ ده خو کله هم د نا امیدۍ او نهیلۍ خبرې نه کولې چې دا څه پېښه ده!؟ دا سړی خو خبره دومره نه اوږدوي؟ دی خو ډېر لنډ ګنډ او جدي غږېږي، نن لکه شاعر یا کیسه لیکوال، سړی همداسې په تلوسه کې پرېږدي! دی خو به څه کیسه نه لیکي؟! کوم ناول خو به یې نه وي لوستی؟! دا وطن له کیسو خالي نه دی؟ حتمي څه کیسه شته؟! دی یې د ویلو جرائت نه کوي.
د هغه مخاطب کېدو مې تلوسه نوره هم را وپاروله:
– ازمون پاچا!؟ ته پوهېږې چې نن څه ډول ورځ ده!؟
ـ ورځ خو تازه شروع شوې ده، لا ټوله په مخ کې پرته ده!
ـ خو زه نن تاته په دې شنه سهار کې یو بد زېری درکوم.
– بد زېری!!
غونی مې زیږ شو:
ـ خدای دې خیر کړي ډاکټر صاحب! خواشینی ښکارې!؟
– خواشینی نه یم، توطیې او دسیسې تر دې را ورسېدې چې زما په سپینه لمن تور داغ کېږدي.
– د څه شي تور داغ؟ ته خو چا ته…
ما لا خبره بشپړه کړې نه وه چې هغه د خپلې خبرې سر ونیو او مخ یې د سپیدارو پاڼو ته واړاوه:
– له دوستم سره خبره خلاصه شوه.
دې زېري زما په خوله کې خبره دومره وزبېښله او تاوه راتاوه کړه چې لاړه جینجاړه ژاوله ترې جوړه شوه، هغه ډاکتر اشرف غني او دا معامله؟ څنګه؟ او یا څنګه؟ ته اړتیا پېښه نه شوه، له دوستم سره خبره خلاصه شوه، ددې خبرې په اورېدو مې له پښو ځمکه وتښتېده ، په ځان پوه نشوم چې اوښلنې سترګې مې څنګه د کلا له دېوالونو پناه شوې!!