تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۷ که) رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د منځني ختیځ د عرضې د کمېدو له امله له روسیې او بېلاروس څخه د تېلو واردات په څرګند ډول زیات کړي دي.
د سوداګریزو سرچینو له قوله، د روان کال په لومړۍ ربع (جنوري تر مارچ) کې افغانستان او د منځنۍ اسیا سیمې ته د تېلو لېږد تر ۵۰ سلنې ډېر لوړ شوی، چې ډېری یې په زېلګاډي کې لېږل شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې ټول واردات شاوخوا ۳.۳۴۷ میلیون ټنو ته رسېدلي، چې دا د سیمې د انرژۍ د عرضې په لړ کې د پام وړ بدلون ښيي؛ هغه بدلون چې د سیاسي او بازار موندنې تحولاتو له امله رامنځته شوی دی.
افغانستان د وارداتو د زیاتوالي له پلوه تر ټولو چټک بدلون تجربه کړی، ځکه له روسیې او بېلاروس څخه یې واردات د تېر کال پرتله څلور برابره شوي او شاوخوا ۵۳۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.
دا زیاتوالی ښيي چې افغانستان ورځ تر بلې د شمالي لارو پر سونتوکو تکیه ډېروي، په داسې حال کې چې اقتصادي فشارونه او د تېلو تقاضا لا هم لوړه ده.
وروسته له هغه چې اروپایي ټولنې په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې پر نفتي محصولاتو بندیزونه ولګول، مسکو خپل صادرات نورو بازارونو ته واړول، چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم پکې شامل دي.
په همدې وخت کې، د منځني ختیځ د عرضې کمېدو او د سوداګرۍ د بڼې بدلونونه د دې لامل شوي چې سیمه پر روسي او بېلاروسي تېلو ډېره متکي شي.