تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۲۷ مه) د ایران له جګړې وروسته اوس د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکو الوتنو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی. اټکل کېږي چې هره اوونۍ نژدې ۲۰۰۰ الوتکې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
د هوايي چلن د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، طالبان له هرې الوتکې څخه ۷۰۰ ډالر فیس یا حقالعبور اخلي، چې له امله یې اوسمهال په اوونۍ کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کېږي، او په کال کې دا عاید له ۷۰ میلیونو ډالرو اوړي. دا د داسې هېواد لپاره د پام وړ عاید بلل کېږي چې د هوايي خوندیتوب په برخه کې محدود خدمات لري.
هوایي شرکتونه په عملي ډول بله لاره نه لري، ځکه چې له اروپا څخه اسیا ته د الوتنو لارې محدودې شوې دي. په شمال کې د اوکراین جګړې او په جنوب کې د منځني ختیځ نښتو هوايي دهلېزونه تنګ کړي، نو ځکه ډېری الوتکې اوس د افغانستان او سعودي عربستان له فضا تېرېږي.
د فضا د کارولو عادي فیسونه
په نړیواله کچه دا عادي خبره ده چې هېوادونه د خپلې فضا د کارولو لپاره فیس اخلي، چې ورته د الوتنې یا مسیر فیس ویل کېږي. دا فیسونه معمولاً د واټن او د الوتکې د وزن پر بنسټ ټاکل کېږي.
په اروپا کې دا فیسونه د «Eurocontrol» یا ارويايي کنټرول له خوا راټولېږي او بیا د بېلابېلو هېوادونو د هوايي خوندیتوب د ادارو په منځ کې وېشل کېږي. د بېلګې په توګه، د سویس «Skyguide» ادارې تېر کال له همدې لارې ۶۲۳ میلیونه سویسي فرانکه عاید ترلاسه کړی و، چې د هوايي فضا د څارنې په څېر چارو کې لګول کېږي.
په افغانستان کې ثابت فیس
د اروپا برعکس، افغانستان یو ثابت فیس اخلي چې د الوتکې له وزن او واټن سره تړاو نه لري، بلکې د هرې الوتکې لپاره جلا ټاکل شوی دی. دا فیس له ۲۰۱۷ کال راهیسې عملي شوی دی.
په ورته وخت کې، د سعودي عربستان په اسمان کې هم د تېرېدونکو الوتکو شمېر زیات شوی دی، خو هلته فیس د وزن او واټن پر بنسټ محاسبه کېږي او په اوسط ډول د هرې الوتنې لپاره شاوخوا ۸۰۰ ډالره دی.
فیس پرته له بشپړه خدماتو
راپور وايي، هغه څه چې دا موضوع جدي کوي دا ده چې افغانستان د هوايي ترافیک فعاله کنټرول سیسټم نه لري. د افغانستان په فضا کې پیلوټان اړ دي چې په خپله له یو بل سره د لوړوالي، موقعیت او سرعت په اړه معلومات شریک کړي.
الوتنې باید مخکې له مخکې د برېښنالیک له لارې ثبت شي، او بیا له همدې لارې فیس هم راټولېږي. عموماً الوتکې د شاوخوا ۱۰ زره مترو په لوړوالي کې الوتنه کوي، څو د توغندیو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.