د یوویشتمې پیړۍ د معلوماتو په نړۍ کې او په خاصه توګه د نړۍ د ټولنیزو رسنیو په حمام کې، هره ورځ د ژوند او سیاست په ډګر کې، په زر ګونو موضوعات د بیلابیلو موخو لپاره په بیلابیلو طریقو شریکیږي. د ژوند او کار د بوختیاوو له امله، اکثره وخت د ټولنیزو رسنیو کاروونکي، د ثقه او غیر ثقه معلوماتو تر منځ توپیر نه شي کولی. منفي ګرا کسان همیشه د نورو د خبرو نه یوه یا دوه جملې د کانټیکست نه په غیر رااخلي تر څو د یو چا شخصیت وژنه وکړي او خپل فالوران د پنځو روپو مانیټایزیشن لپاره اضافه کړي.
په دې توګه، په ټولو هیوادونو کې د ټولنیزو رسینو انفلویسران د پنځو روپو د ګټلو لپاره همیشه منفي او جنجالي موضوعات مطرح کوي ځکه جنجالي مسایل مثبت او منفي قطبونه جوړوي او د خبرو بازار پرې تود ساتل کیږي.
د مشورې او سیاسي ملي دریځ ترمنځ مغالطه دا ده چې مشوره ملي او سیاسي دریځ نه دی ځکه مشوره نصحیت دی او نصحیت کله تاثیر لري او کله یې نه لري. خو ملي او سیاسي دریځ که مقابل لورې یې ومني د مشورې بڼه لري او که یې ونه مني بیا د مشورې بڼه نه لري او د اپوزیسیون په سترګه ورته کتل کیږي.
له بلې خوا زیاتره کسان چې خپل فکري تولید، واضح ملي دریځ او تګلاره د ملي ګټو په رڼا کې نه لري، د نورو خبرې کټ او پیست کوي. یا ځینې کسان چې د کوم ځآی نه پروژه اخلي، د تمویل کوونکو منبعو د سوژو په اساس، سهار یو قسم او ماښام بل قسم دریځ نیسي او همیشه په خپل موقف کې متزلزله وي. ځیني د هاها کسان په عین وخت کې خپلې خبرې په خپله ردوي ځکه د فکر یا حافظې کاسه یې تشه وي.
که څه هم خپل سیاسي ملي دریځ مو په بیلابیلو ډولونو په کراتو تکرار کړی دی، خو په دغه لیکنه کې یو ځل بیا یې تکراروم او دا په دې معنا نه دی چې چاته وضاحت یا مشوره ورکړم.
په ملي او سیاسي دریځ کې Consistency یا دومداره ثبات مهم دی. له جمهوریت څخه مخکې، د جمهوریت په وخت کې او هم د جمهوریت له سقوط نه وروسته زما لیکنې، سیاسي او ملي دریځ واضح و او دی. له اکثره افغانانو سره چې زه په داخل او بهر کې غږیدلې یم او یا د هغوی نظرونه مې اخیستلي دي، هغوی هم په همدې فکر او نظر دي. د څو مهمو موضوعاتو په هکله په لنډ ډول لیکم چې؛
- د جمهوریت د سقوط نه مخکې د اکثریت قاطع افغانانو که په حکومت کې دننه و او یا بهر، همداشان د سیمې او د افغانستان په مسایلو کې ذیدخلو بهرنيو هیوادونو نظر دا و چې د افغانستان مشکل د جنګ له لارې نه حل کیږي او باید له طالبانو سره د سولې خبرې ترسره شي. د جمهور رئيس حامد کرزي او جمهور رئيس محمد اشرف غني په حکومتونو کې د سولې د خبرو لپاره لوې جرګې دایر شولې، د سولې اجندا یې تاید کړله او میکانیزمونه جوړ شول. یعني آکثریت مطلق افغانان په دې فکر و چې د طالبانو سره باید د سولې خبرې تر سره شي ترڅو جنګونه ختم او افغانستان کې ثبات رامنځته شي.
دا چې د سولې د خبرو د لارې مثبت تغییر رامنځته نه شو، جدا بحث دی، خو د سولې د خبرو د ناکامې په نتیجه کې جمهوریت سقوط او د طالبانو موجوده حاکمیت رامنځته شو. که د سولې خبرې ناکامې شولې، طالبان هم ګټونکي نه دي ځکه د افغانستان بشري قوه او منابع ضایع او د طالبانو حاکمیت د انزوا حالت سره مخامخ دی. د هر کال په تیریدو سره د افغانستان ستونځې زیاتې شوې او کمې شوې نه دي. د سولې د خبرو د ناکامې پایله، د افغانستان، افغانانو او د طالبانو لپاره او حتی د افغانستان د ګاونډیانو لپاره ښه نشوله یعنې ټولې خواوې بایلونکي شول. که د سولې خبرې کامیابې شوې وې، ټولې خواوې به ګټونکې وې.
- اوس هم وایو چې جنګ د مسایلو د حل لار نه ده. که جنګ د مسایلو د حل لار نه وي نو بیا د جنګ په عوض طبیعي خبره ده چې باید د مقابل لورې سره ډیالوګ یا خبرې تر سره شي. د تیرو ناکامو تجربو نه باید عبرت واخستل شي چې د یو بل نفې کول د هیچا لپاره ګټور نه تمامیږي. نه د طالبانو ټول مخالفین، طالبان نفې کولې شي او نه طالبان ټول ملت نفې کولې شي. د طالبانو سره د سولې پروسه هم تر هغې نشي پيل کیدلې چې تر څو د ملي او ولسي مشروعیت لپاره طالبان داسې یوه لویه جرګه نه وي راغوښتلې چې ولس پکې خپل ځان وګوري. لویه جرګه به د افغانستان د راتلونکې لپاره پریکړې کوي. دا چې دا لویه جرګه کله دایریږي، هغه جدا خبره ده خو د جنګ بله هره لار د افغانستان د بربادې او بې ثباتې لار ده.
- ځیني په دې فکر دي چې د طالبانو سره خبرې نتیجه نه ورکوي. طالبان لویه جرګه، اساسي قانون او ټاکنې نه مني. مونږ هم پوهیږي چې هغوي دا ډول ولسي مشروعیت تر اوسه نه دی منلې، خو په دغه شکل دوام هم نشي کولې. که دوام هم وکړي، وضعیت به د یو کال نه بل کال ته بدتر وي او باالاخره د طالبانو د سقوط سره به دا ځل د افغانستان د ملي هویت جنازه هم ټولیږي.
- هغوي چې د جنګ پلوي او د سولې د خبرو مخالف دي، داسې استدلال کوي چې د سولې خبرې نتیجه نه ده ورکړې. دا سمه ده چې د سولې خبرو نتیجه نه ده ورکړې خو که تر اوسه جنګونو هم نتیجه نه ده ورکړې بلکې د افغانستان ستونځې د هرې دورې د جګړو سره مغلقې شویدي. په دې بحث نه کوو چې د جنګ لپاره زمینه، امکانات، سیاسي تشکیلات، رهبري، انګیزه، عقبه او نور شرایط برابر دي او که نه؟ ایا راتلونکې جنګونه به د افغانستان د ثبات لپاره وي او یا د نورو د مؤخو او رقابتونو د لاسته راوړلو لپاره؟ په دې خاطر بیا هم د جنګ نه سولې ته ترجیح ورکول بهتره لار ده.
د جمهوریت د سقوط نه وروسته، د ۲۰۲۱زکال د اکتوبر په میاشت کې یوه مقاله ولیکله چې د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت لخوا خپره شوله او په هغه مقاله کې مې لیکلي و چې د طالبانو لپاره جنګ اسانه، خو حکومتولي ورته مشکله ده. که د طالبانو پالیسي د تیرې دورې غوندې او یا د تیرې دورې نه په بدتر شکل دوام وکړي، طالبان نشي کولې چې ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او د ملي او نړیوال عدم مشروعیت په رڼا کې افغانستان د امنیتي، اقتصادي اوسیاسي ستونځو سره مخامخ کیږي. پنځه کاله وروسته ګورو چې طالبان د انزوا په حالت کې دي. مشران یې د ملګرو ملتونو په تور لست کې زیات شوي، کم شوي نه دي. امنیتي او اقتصادي ستونځې په داخل او هم ګاونډیانو سره د هر کال په تیریدو سره اضافه شوېدي. پدې خاطر، د طالبانو په شمول، د ټولو افغانانو لپاره معقوله او منطقي لار، د واقعي لوی جرګې دایریدل دي چې افغانستان د انزوا د حالت نه ووځي.
- طالبان شاید دا فکر وکړي چې د دوی مخالفین هغوی چې د جنګ سندرې وایي او یا هغوي چې د طالبانو د حکومتولۍ د کړنو سره مخالف دي، منظم، منسجم او واحده رهبري نه لري، نو طالبان نشي چیلنج کولی. دا سمه ده چې دوی منظم، منسجم نه دي خو په عین حال کې ډیرې او حتی اکثریت مطلق افغانان او حتی د طالبانو په منځ کې ډیرې کسان د موجوده وضعیت سره موافق نه دي چې افغانستان دې د انزوا په حالت کې وي، د ښځو په لوړو زده کړو دې بندیز او تعلیمي سیستم دې د کیفیت او کمیت له اړخه خراب او افغانان دې د فقر او بیکارې سره لاس او ګریوان وي. یوازې م زر ما ټوله د ملا وي او نور تعلیمیافته کسان په حکومت او سیاست کې برخه ونه لري. د طالبانو مشرتابه خپل ځانونه ولس ته مسوول ونه ګڼي.
د دغه بد وضعیت بدیل خامخا پیدا کیږي. که د خرابې حکومتولۍ لپاره بدیل نه پیدا کیدلې، نو طالبانو ته هم نوبت نه رسیده. که موجوده جنګي او یا سیاسي اپوزیسون، چې اکثره یې ښه سابقه نه لري، بدیل نه وي، بل بدیل به پیدا کیږي او هغه بدیل به د طالبانو او د افغانانو لپاره د بد نه بدتر حالت وي. په جمهوریت کې هم ما اکثره مشرانو ته ویل او په ۲۰۱۶زکال کې مې یوه مقاله ولیکه چې د پژواک خبري اژانس لخوا خپره شوله چې جمهوریت رېښې مه قطع کوي او که جمهوریت سقوط کوي، د جمهوریت بدیل تاسي نه یاستې او د جمهوریت بدیل طالبان دي. هماغسې وشول. اوس هم طالبانو ته په ډاګه وایم چې ستاسي بدیل خامخا پیدا کږي نه به تاسې اوسي او نه به دا موجوده پراګنده جنګي او غیر جنګي اپوزیسون.
- د افغانستان اصلي مشکل همدا دی چې کله یو ګوند، یا جنګي ډلو او یا یو شخص قدرت نیولې، نور یې نفې کړیدي او په مقابل کې ولس راپاڅیدلې چې د ثور د کودتاه نه وروسته تاریخ، ښه ثبوت دی چې د خلقیانو، مجاهدینو، طالبانو او حتی جمهوریت چې هم ۵۰/۵۰ انحصار د قدرت پکې و، نتیجه ورنکړله. اوس هم د تیر په څیر، د طالبانو د نفې او انحصار د قدرت سیاست نتیجه نه ورکوي او که سبا بله ډله هم د نفې او انحصار د قدرت سیاست په نظر کې ولري، څه نتجیه نه ورکوي.
- په ملي دریځ کې لکه د پاکستان د حملو او د کابل په پایتخت بمباري، د ملکي کسانو وژل او ملي تاسسیات په نښه کول، د نړیوالو قوانینو نه ښکاره سرغړونه او بشري جنایت دی. د پاکستان دا جنایت مونږ په کله غندو او مخالفت یې کوو. ځیني چې وایي د پاکستان مخالفت د طالبانو حمایت دی، دا کسان اصلا ملي دریځ نه پیژني او عقدوي څرګندونې کوي. همیشه په ملي مسایلو کې د دنیا هر ملک کې خپل داخلي اختلافات شاته پرېښودل کیږي. د پاکستان مخالفت د طالبانود حکومتولې د کړنو د حمایت په معنی نه دی.
- ځینې پروژوي کسان وایي که د پاکستان د لارې هم طالبان چپه کیږي، دوی خوشاله دي او حمایت یې کوي. دا زمونږ دریځ نه دی. مونږ هیڅ تغیر د اسلام اباد او حتی د نورو هیوادونو د لارې نه غواړو ځکه هغه د افغانستان او افغانانو په ګټه به نه وي. د طالبانو سره زمونږ مخالفت د هغوي د حکومتولې د کړنو په اساس دی نه کومه شخصي عقدوي مخالفت دی. که بله ډله او یا پخواني لوبغاړي چې بده سابقه لري، د هغوي سره زمونږ مخالفت پخوا هم و او اوس هم دی.
- ځیني کسان کتلوي قضاوتونه کوي چې په طالبانو کې هیڅ ښه خلک نشته دی او د طالبانو ملاتړي ټول په فکري لحاظ بد خلک دي. د طالبانو سره باید خبرې ونشي. مونږ د دا ډول کتلوي قضاوتونو سره مخالف یو ځکه په هره ډله کې ښه او خراب شته. که هره خوا ادعا وکړي چې په خلقیانو، مجاهدینو، جمهوریتیانو، طالبانو، داخل او بهر میشتو افغانانو کې هیڅ ښه کسان نشته او ټول خراب دي، دا نه منطق مني او نه واقعیت لري. که داسې وي نو بیا خو په افغانستان کې هیڅ ښه خلک نشته دی. په هره ډله کې ښه او خراب شتون لري.
اصلا دا خبره چې یو کس ووایي چې دی د بل هرچا نه زیات په افغانستان زوریږي او د نورو ټولو کسانو تګلاره غلطه ده، سمه نه ده. هر افغان چې حس د وطندوستې لري، د خپلې وسې په اندازه کار کوي. د سیاسي جریانونو، حکومتونو او جنګي ډلو سره د خلکو یو ځای کیدل په بحراني حالاتو کې بیلابیل دلایل لري. د هرچا تګلاره او فکر د وطن د ثبات، سوکالۍ او ابادې لپاره فرق کوي. مونږ به خپل نظر وړاندې کوو او د خپل نظر مخالفینو ته کنځلې، توهین او غیر اخلاقي او غیر مؤدبانه الفاظ هیڅکله نه استعمالوو. که نور یې مونږ ته استعمالوي، دا د هغوي د اسلامیت، افغانیت، انسانیت او اخلاقو پورې اړه لري. د غیر مؤدبانه الفاظو استعمال، نه سیاسي مبارزه ده، نه اسلامي او افغاني فرهنګ او کلتور. مونږ د خپل سر دښمن ته هم کنځلې نه کوو. د کنځلو کلچر هم د بهر نه د افغانانو په منځ کې رواج شویدی.
- ځیني بیا دا فکر کوي چې طالبان هیڅ تغیر شوی نه دي او نه یې فکر تغیر کوي. دا سمه ده چې د دوی پالیسي تغیر شویده نه ده خو د ډیرې فکرونو کې تغیر شتون لري او هغه په بیلابیلو ډولونو څرګندوي. د دې علت دا دی که پخوا د ځینو په فکرونو کې تغیر نه لیدل کیده خو اوس لیدل کیږي. دا طبیعي پدیده ده چې د انسانانو فکر، نظر او لرلید د واقعیتونو په اساس تغیر کوي. هر څوک دې په خپل ځان کې فکر وکړي چې د عمر په تیریدو او د تجربو لاسته راوړلو په نتیجه کې یې فکرونه څومره تغیر کړیدی؟ که د چا فکر تغیر نه وي کړې، بیا هغه کسان د جماداتو په قطار کې حسابیږي.
د پورته دریځ په رڼا کې، مونږ به د سولې، تفاهم او ډیالوګ خبرې کوو تر څو د ټولو خواو جنګي فکرونه په سوله ایز فکرونو بدل شي. سوله، تفاهم او ډیالوګ څوک د هم فکره کسانو سره نه کوي بلکې د مخالف فکر او مخالف لورې سره کوي. که مونږ د سولې خبرو یادو، دا د طالبانو د کړنو د تاید په معنی نه ده او نه د طالبانو سره د مخالفت په پلمه، هغه مخالفین چې د ملي فکر خلاف دي، تایدو. مونږ نه د چا د ټاپو نه ویریږو، نه د چا نه د خپل نظر، فکر، او مبارزې پاداش او شاباسې غواړو او نه د ټولنیزو رسنیو د هاها سره خپل فکر او دریځ بدلوو. که خیر خپلو خلکو او وطن ته نشو رسولې، شر هم هیڅکله نه غواړو چې خپلو خلکو او وطن ته ورسوو.
شاه محمود میاخېل
د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د بهرنیو اړیکو مسوول