Homeخبرونهم. ملتونه: افغانستان کې تېر ۲۰۲۵ کال کابو یومیلیون خوندي زېږونونه شوي

م. ملتونه: افغانستان کې تېر ۲۰۲۵ کال کابو یومیلیون خوندي زېږونونه شوي

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۲۷مه) ملګري ملتونه وایي، په تېر ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې له ۹۸۵زرو څخه ډېر ماشومان زیږېدلي دي.

یاد سازمان پنجشنبه د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې، په همدې موده کې ۳۴،۳ میلیونه ماشومانو د پنځه‌ګونو واکسینونو درېیم ډوز هم ترلاسه کړی چې، دا د ماشومانو د روغتیا د ساتنې په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د سرچینې په وینا سره له دې چې نړیوالې مرستې کمې شوي، خو دغه سازمان لا هم د خپلو مرستندویانو او شریکانو په ملاتړ په افغانستان کې د روغتیا، زده‌کړې او د خلکو د معیشت په برخو کې اساسي خدمات وړاندې کوي.

د سرچینې په راپور کې زیاته شوې چې، یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ۳۴میلیونو څخه ډېرو کسانو ته اساسي خدمات رسېدلیي چې، له ډلې یې ۴۳سلنه نارینه او ۵۷سلنه ښځې دي.

ملګري ملتونه وایي چې له ۴،۶میلیونو څخه زیاتو ماشومانو د زده‌کړو ملاتړ ترلاسه کړی، چې ۵۸سلنه یې هلکان او ۴۲سلنه یې نجونې جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...