Home+د پوهې ارزښت | حمیدالله فیضي

د پوهې ارزښت | حمیدالله فیضي

د پوهې اصلي معنا پوهیدل، درک کول او هغه مهارتونه او هغه مهارتونه چې د ژوند د تجربو څخه ترلاسه کیږي په کل کې ټولو ته پوهه وایي. پوهه داسې یو ځواک دی چې برخمن کسان ترې د ژوند ټولو بریالیتوبونو ته رسیږي او د نورو په پرتله یې په ټولنه کې ځای ځای ګی معلوم وي او ژوند په آسانتیاوو کې پرمخ بیایي.
له پوهې سره کولای شو د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه ښه پریکړه وکړو، ستونزې حل کړو او شاه خوا خلک مو له ښکلیو نظریاتو څخه ګټه پورته کړي او د پرمختګ پر لور روان شي.
پوهه مرسته کوي چې دنیا درک کړو او په فردی توګه وده وکړو. پوهیالي یا زده کړه ایز خلک پر مشکلاتو برلاسي کېږي، په ټولنه کې د باور وړ کسانو په څیر ژوند کوي، په ژوند کې له ډیرو خوشحالیو څخه برخمن وي او پرخپل شته والي ویاړي.
کامیابي هم نیغ په نیغه له پوهې سره اړیکه لري، تاسو د پوهې په وسیله د ژوند په چارو کې بېلا بېل بریالیتوبونه ترلاسه کوئ او د کامیابۍ په وسیله خپلو موخو ته رسیږئ او اهدافو ته له رسیدو سره سم تاسو په خپلو هڅو او چارو ویاړ کوئ، چې د ټولو پایله پوهه ده، له دې فرصتونو څخه جوتیږي له پوهې پرته د بریالیتوبونو ترلاسه کول ناشونې دي.
پوهه زده کړه درکوي چې د ستونزو پر وړاندې د مبارزې لار څنګه وټاکو او مشکلات له منځه یوسو او د یوه پرمختللي او ارامه ژوند لپاره زمینه برابره کړو. همدا رنګه د پوهې له لېارې کولای شو ځان وپيژندو په خپل چاپیریال کې د خلکو مرسته وکړو او دخلکو د مرستې او معاونت له لارې د الله (ج) رضا ترلاسه کړو.
پوهه د اسلام له سترو غوښتنو او د هغې ترلاسه کول یې له عبادت څخه غوره مذهبی دنده ګڼل شوې ده. په اسلام کې په ګڼ شمېر آیتونو او روایتونو کې د پوهې ارزښت ته اشاره شوې ده او د پوهې کرنه یې د دین او تقوا د بنسټ، د ځواک او پرمختګ د سرچینې، بصیرت او پوهاوي، د ایمان او تقوا د پیل او تعلیم د پیغمبرانو د لوړو اهدافو په توګه معرفي کړې ده.
همدا رنګه د پوهې پټول اسلام لویه ګناه ګڼلې ده. دغه‌راز اسلام هغه دین دی چې پوهې ته وده ورکوي او انسان د پوهې ترلاسه کولو ته هڅوي.د پوهې د ترلاسه کولو په برخه کې د اسلام دا مثبت چلند او ځانګړې سپارښتنې او په وار وار ټینګار د ښوونکي درجه د او د زده کوونکي ناسته او ولاړه یې عبادت ګڼلی دی.
د اسلامي تاریخ په زرینو دورو کې له زده‌کړې او تدریس سره د مسلمانانو لیوالتیا، د لویو مادي او معنوي لاسته‌راوړنو لامل شوې ده. په قران کریم کې ډیرۍ ځایونه یې تعلیم او تعلم ته اشاره کړې ده او د یوه آیت ژباړه دی چې وایې “ووايه (اې پېغمبره!): ایا برابر دي هغه کسان چې پوهېږي (علم لري) او هغه کسان چې نه پوهېږي (علم نه لري)؟ بېشکه، يوازې د عقل خاوندان نصيحت مني.”
په همدې حال کې ویلی شو، چې د اسلام دین د علم او پوهې دین دی. هغه دین دی چې د یو هوسا ژوند لپاره د علم زده‌کړه د بشر له مهمو اړتیاوو څخه ګڼي. دا په داسې حال کې ده، چې د نورو فکري مکتبونو څخه هیڅ یو د پوهې او پوهاوي ترلاسه کولو، یا په ژوند کې د پوهې او بصیرت راټولولو باندې دومره ټینګار نه‌دی کړی؛ لکه څنګه چې اسلام کړی دی.
په دې مډرنه نړۍ کې پوهه تر ټولو ارزښتمنده پدیده ده، ځکه پرته له پوهې په دې نړۍ کې ژوند کول ستونزمن دي او باید له مډرنو پدیدو د ژوند سره آشنا یاست او بیا وکولای شې د ټکنالوژۍ دې نړۍ کې د ژوند له آسانتیاوو څخه ګټه واخلئ.
له بېلا بېلو څیړنو څخه څرګندیږي چې پوهه یو داسې ارزښت یا قدرت دی چې د کارونو د ترسره کولو لپاره انسانانو ته ځواک ورکوي څو خپل کارونه په ښه، کره او اکاډمیکه توګه ترسره کړي.
په چارو کې د پوهې ارزښت نیغ په نیغه له پایلو سره تړاو لري که چېرې کارونه د پوهې او درک په وسیله ترسره شي وار له واره یې پایلې ډیرې مثبتې او د درک وړ وي. څرګنده خبره ده کومې چارې چې د پوهې په وسیله ترسره کیږي، لګښت یې کم پایلې مثبتې او همدا رنګه ګټه او منفعت سلنه یې پورته وي او کومې چارې چې پرته له پوهې ترسره کېږي،د ډیریو پایلې منفي لګښت یې ډیر او تاواني یا نقصاني وي.
که په ټوله کې وویل شي چې پوهه یوه داسې پروسه نه ده چې یوازې ښونځي، پوهنتون، مدرسې او یا هم د عمر پورې تړاو ولري، بلکې دا یوه نه ختمیدونکې پروسه ده چې انسانان کولای شي د خپل پرمختګ په موخه له ورځپاڼو، مجلو، تحقیقي مقالو، کتاب لوستلو، کیسو لوستلو، راپور لوستلو، ټولنیزو شبکو له لنډو لیکنو لوستلو او آن له مستندو فلمونو او ویډیو ګانو له لیدلو او په علمي محافلو کې له ګډون کولو یا سیمینارونو څخه ترلاسه شي. د پوهې په ترلاسه کولو سره ستاسو په ژوند، حرکات او چلند کې مثبت بدلون راځي او خلک ستاسو د خبرو او مجلسونو او ستاسو د وینا لیواله کېږي.
په ټوله کې باید وویل شي چې د پوهې خاوندان د نورو په پرتله خوشحاله، مثبت او آسانه ژوند لري او د ژوند له ټولو فرصتونو څخه ښه ګټه اخلي او خپل ژوند د وړو وړو څیزونو او مشکلاتو لپاره تر پوښتنې لاندې نه وړي او تل هڅه کوي چې ژوند کې اړیکې پراخې وي او د ټولو خلکو سره د خپلې پوهې له لارې هم مرسته وکړي او هم د مشکلاتو په حل کې له خپلو دوستانو څخه ګټه واخلي.
سرچینې:

https://www.linkedin.com/pulse/what-value-knowledge-richard-stewart
https://www.quora.com/What-is-the-significance-of-knowledge-in-life-Is-it-more-beneficial-to-be-intelligent-without-knowledge-or-knowledgeable-without-intelligence
https://www.rep.routledge.com/articles/overview/epistemology/v-3/sections/the-value-of-knowledge-

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...