تاند – مخکې له دې چې زنګ لرونکي ساعتونه زموږ د ورځني ژوند برخه شي، انساني ټولنو د ټاکلي وخت د ویښېدو لپاره بېلابېلې او کله ناکله ډېرې نوښتګرې لارې چارې کارولې. په ډېری مخکنیو صنعتي ټولنو کې، د خوب او ویښېدو د تنظیم تر ټولو مهم عامل د لمر د رڼا طبیعي څرخ و.
د انسان د بدن د شپې او ورځې ریتمونه، چې د سهارنۍ رڼا تر اغېز لاندې جوړېږي، له خلکو سره مرسته کوله چې د شپې ویده شي او د لمر له راختو سره ویښ شي. سره له دې، د پخوانیو زمانو ژوند یوازې د طبیعي رڼا تابع نه و؛ بلکې ګڼو کاري، مذهبي او ټولنیزو فعالیتونو دا اړتیا پیدا کړې وه چې خلک د ویښېدو د وخت د ټاکلو لپاره له دقیقو وسیلو کار واخلي.
په تاریخ کې د وخت د اندازه کولو او د خلکو د ویښولو لپاره بېلابېل وسایل جوړ شوي وو. په پخواني چین کې له «وخت ټاکونکو شمعو» څخه کار اخیستل کېده؛ پر دې شمعو به د وخت د تېرېدو نښې اېښودل شوې وې، او کله به چې ټاکلې برخې ته رسېدې، د فلزي میخونو په لوېدو سره به یې په لوښي کې غږ پیدا کاوه.
همداراز، «د خوشبویۍ ساعتونه» د عود یا بتۍ د ورو سوځېدو له لارې کار کاوه او په فلزي لوښي کې د کوچنیو فلزي ګولیو په غورځېدو سره به یې د خبرتیا غږ تولیداوه. په لرغوني یونان کې یو ډول اوبلن ساعت، چې «کلپسیدرا» نومېده، هم کارېده؛ په دې کې به د اوبو د بهېدو او د هوا د فشار په بدلون سره د شپېلۍ په څېر غږ پورته کېده او خلک به یې ویښول.
په منځنیو پېړیو کې د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره، میخانیکي ساعتونه رامنځته شول او ځینو یې د تنظیم وړ زنګونه هم لرل.
په ورځني ژوند کې طبیعي نښو هم د ویښېدو په برخه کې مهم رول درلود. د چرګ بانګ، د لمر ختو پر مهال د مرغانو چڼهار، او په اروپا کې د کلیساوو د زنګونو غږ د ورځې د پیل عامې نښې وې. په ډېری کورونو کې نوکرانو دا دنده لرله چې د کورنۍ غړي په مناسب وخت کې ویښ کړي.
په بریتانیا کې د صنعتي انقلاب له پیل سره، په فابریکو کې د کار لپاره د وخت دقیق تنظیم ته اړتیا لا زیاته شوه. له دې کبله چې زنګ لرونکي ساعتونه لا هم ګران او کم پیدا کېدل، نو د «ناکر اپر» په نوم یو ځانګړی مسلک رامنځته شو. دا کسان به د شپې او سهار مهال په کوڅو کې ګرځېدل او د لښتو، سیخونو یا ځانګړو لرګیو په وسیله به یې د خلکو کړکۍ ټکولې. ځینو به بیا د کوچنیو نلونو له لارې د مټر دانی پر ښیښو ویشتلې، څو خپل پیرودونکي ویښ کړي.
دوی به تر هغه وخته خپل ځای نه پرېښود، څو چې به یې د کور له دننه ځواب نه و ترلاسه کړی. دا مسلک د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې په ډېرو صنعتي ښارونو کې دود و، خو وروسته له هغه چې زنګ لرونکي ساعتونه ارزانه او عام شول، دا کار هم په تدریجي ډول له منځه ولاړ.