مقدمه
نن- سبا ټولنیزې رسنۍ د انساني ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې دي.
د ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ له امله، نن ورځ هر انسان کولای شي د یوه کوچني سمارټ ټلیفون له لارې خپل فکر، نظر او معلومات له پراخې ټولنې سره په یوه ثانیه کې شریک کړي.
دا اسانتیا، که له یوې خوا د معلوماتو د ژر او آسانه خپرېدو او لیږد لپاره یو ستر فرصت دی، له بلې خوا یې د کاروونکې پر اوږو یې د مسوولیتونو او مکلفیتونو دروند بار هم ایښی دی.
د بیان ازادي او حدود یې؛
بې له کشه؛ د بیان ازادي د هر انسان فطري، اساسي او مدني حق دی.
هر فرد حق لري چې خپل نظر په ازاده توګه څرګند کړي. خو دا ازادي مطلقه نه ده؛ بلکې د ټولنې د اخلاقي، کلتوري او قانوني چوکاټونو په رڼا کې محدوده او مقیده ده.
د نورو انسانانو عزت او عفت اخیستل، شخصي حریم ته یې ننوتل، او د انساني کرامت داغداره کول، یې هغه سرې کرښې دي چې د بیان ازادي په نوم باید په هیڅ حالت کې ترې وا نهٔ وړو !
که چېرې د بیا په نوم دغه ازادي له مسؤلیت پرته وکارؤل شي،
نو په ټولنه کې د ګډوډۍ، ، اختلافاتو ، قومي او سمتي شخړو او د ټولنیز نظام د بېنظمي لامل به وګرځي.
له همدې امله، د بیان ازادي او د مسؤلیت درک باید تل یو له بل سره مل وي.
د ټولنیزو رسنیو اخلاقي کارؤنه؛
ټولنیزې رسنۍ یوازې د اړیکو وسیله نه ده،
بلکې د مختلفو افکارو او ارزښتونو د لېږد یوه مهمه فضا ده.
هره لیکنه، تبصره او انځور چې خپرېږي، د هغه لیکوال د شخصیت استازیتوب کوي.
له همدې امله، اړینه ده چې کارؤونکي یې د لاندې اصولو مراعات وکړي:
• د رښتینو او کره معلوماتو خپرول
• د دروغو، تهمت او بېاساسه تورونو څخه ډډه کول
• د نورو خلکو د شخصیت، عزت او احساساتو درناوی کؤل
• په ځیني مسائلو کې د اختلاف پر مهال د زغم، حوصلې او منطقي استدلال کارؤل؛ د هر لیکوال مسوولیت دی، او دا د ټولنیزو رسنیو سالمه کارؤنه
په حقیقت کې، د هغه لیکوال، راوي او نشروونکې فرد فکري بلوغ او اخلاقي ژمنتیا څرګندوي.
د ټولنیزو رسنیو ناسم استعمال او د شخصي عقدو سړولو فردي خصومتونو مخ ته بیولو، شخصي بدیو د غچ او انتقام لپاره کارونه یې لاندې زیانونه او عواقب لري؛
که ټولنیزې رسنۍ په ناسمه توګه وکارول شي، نو پایلې یې ډېرې زیانمنې دي.
د کرکې خپرېدل،
د ناسمو معلوماتو زیاتوالی،
د خلکو ترمنځ بېباوري،
او حتی ټولنیزې شخړې د همدې ناسم استعمال پایلې دي.
په ځانګړي ډول، دروغجن معلومات او بېاساسه تورونه کولای شي د اشخاصو شخصیت ته جدي زیان ورسوي او بیا د مقابل لورې د غچ اخیستلو په پایله کې ټولنیز نظم ګډوډ کړي.
پایله
چې لیکنه اوږده نه شي؛ په پای کې دا ویلای شم، چې ټولنیزې رسنۍ یو ځواکمنه وسیله ده، چې کارؤنه یې زموږ د اشخاصو په نیت، فکر او اخلاقو پورې تړلې ده.
که موږ دا وسیله په مسؤلانه او اخلاقي ډول وکاروو، نو کولای شو، د پوهاوي، تفاهم، نظم په چارو کې چټکتیا او مثبت بدلون سبب شي!
خو که یې ناسم استعمال وکړو، نو دا به د تفرقې او بېنظمۍ لامل شي.
نو ځکه، اړینه ده چې هر کاروونکی یې د خپلو خبرو ، معلوماتو او کړنو، بشپړ مسوولیت ومني او هڅه وکړي چې ټولنیزې رسنۍ د مینې، خلوص متقابل درناوي او سالم فکر د خپرولو وسیله وګرځوي؛