Homeخبرونهد طالبانو د لومړۍ دورې یو مخکښ مشر معتصم آغا جان په...

د طالبانو د لومړۍ دورې یو مخکښ مشر معتصم آغا جان په کندهار کې نیول شوی

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۷ مه) له کندهار څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې د طالبانو یو پخوانی جګپوړی چارواکی، معتصم آغا جان، د طالبانو د استخباراتو له لوري کندهار کته په لاره نیول شوی دی.

د راپورونو پر اساس، اغا جان، چې د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې د دوی یو مطرح مشر او د مالیې وزیر و، شاوخوا پنځه ورځې وړاندې هغه مهال ونیول شو چې له کابل څخه کندهار ته پر لاره و.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د معتصم اغا جان د نیونې په اړه څه نه دي ویلي او پخوا هم دوی د نورو کسانو د نیونو په اړه اعلان نه دی کړی.

د نوموړي د نیونې اصلي لامل روښانه نه دی، خو مخکې تر دې چې طالبانو بیا واک ته ورسېږي، نوموړي له پخواني جمهوري حکومت سره د پخلاینې یو لړ هڅې کړې وې چې له کبله یې د طالبانو په منځ کې لا ډېر سختدریځي عناصر ورته غوسه وو.

خینې راپورونه وايي چې آغا جان مخکې هم دوه ځله د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی و.

مغتصم آغا جان، مخکې تر دې چې طالبانو واک ته ورسېږي، د ۲۰۱۱ په اګست کې د پاکستان په کراچۍ کې له مرګوني بریده ژغورل شوی و او وروسته ترکیې ته لاړ.

پر اغا جان د برید دلیل دا ښوول شوی و چې ده د افغانستان له حکومت سره د روغې جوړې هحه کوله.

نوموړی په وروستیو کلونو کې له استانبول څخه افغانستان ته راستون شوی و او ویل کېږي چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ورته نژدې و.

معتصم آغا جان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو په جوړښت کې مهم رول لوبولی او د طالبانو د اسلامي تحریک د بنسټګر مشر ملا محمد عمر له کورنۍ سره نژدې اړیکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...