له نن څخه ۸ کاله پخوا د ۲۰۱۴ کال د اپریل په ۱۷ مه د شلمې پېړۍ د یوه تر ټولو ستر لیکوال او د ادب د نوبل د جایزې د ګټونکی ګیبریل ګارسیا مارکیز عمر پای ته ورسېد. دا کولمبیايي لیکوال د مړینې په وخت ۸۷ کلن و.
مارکیز د ۱۹۲۷ د مارچ په ۶ مه د کولمبیا په اراکاتاکا کې زېږېدلی و.
د ګابريل ګارسيا مارکز له لوړو ژورو ډک ژوند او اثار
ګل رحمن رحماني
نوبل ګتونکى او د نړۍ دمشهور شهکار اثر” د تنهايۍ سل کلونه ” کابريل ګارسيا مارکز ژوند دنړۍ د نورو ډېرو سترو انسانانو غوندې له لوړو ژورو ، محرميتونو او ستونزو ډک دى، ډېر ستر ليکوالان او پوهان په ستونزو ، درد او محروميت کې لوى شوي ، فکر يې پوخ شوى ، دوژند واقعيتونه يې درک کړي او ځان يې پېژندلى دى .
دی د خپل ژوند له ترخو او ستومانيو څکلو وروسته دخپلې تجربې له مخې راته وايي :” دخوشحاله ژوند اوسېدو راز په دې کې نه دى ، څو هغه کار، چې خوښېږي مو تر سره يې کړو ، بلکې په دې کې دى، چې خپل تر سره کوونکي کار سره مينه ولرو .”
کولمبيايي ليکوال ګابريل ګارسيا مارکز د ١٩٢٨ لمريز کال د مارچ په شپږمه دکولمبياد سانتامارا سيمې په ارا کاتاکا کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې ، نيکه يې ځکه دهغه وخت له دود سره سم دهغه روزنه پرغاړه واخيسته، چې د ګابريل مور او پلار خورا غريبان وو. نوموړى دلاتيني امريکا په هېوادونو کې د ګابيتو په نامه مشهور دى، چې د وړوکي ګابريل مانا لري.
ګابريل په ماشومتوب کې دخپل بابا او نيا په خرافاتي داستانونو روږدى و، سره ددې ، چې په څنګ کې يې ورته نورې ښځې هم موجودې وې، خو ګارسيا مارکز ډېر وروسته وويل، چې دوى اوس هم دهغوى خرافات او اندونه هغه مهال وېروي، چې دخپل کور له صندلۍ سره يوازې کښېني.
د ګابريل په روان کې دهغه دنيا او بابا خرافاتي فکرونو او کيسو دومره اغېز کړى و، چې ده ترې ځان بېلول وروسته هم اسانه کار نه و ، دې په دې اړه يو ځاى داسې ليکي “احساسوم ، چې ټولې ليکنې مې له خپلو نيکونو څخه په اخيستو تجربو ولاړې دي .”
اوه کلن و، چې نيکه له نړۍ سترګې پټې کړې. دنيا دسترګو ليد يې هم ورځ تر ورځې کمېده ، نو له همدې امله سوکرې ته ولاړ، څو له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شي ، هلته دده پلار ديوه درمل جوړونکي په توګه په کارونو بوخت و.
سوکرې ته له تګ سره يې خپلې رسمې زده کړې پيل کړې، د ماګدالنا سيند پر غاړه د بارانونکيولا بندري ښار يوه روزنتون ته دهمدې موخې له پاره واستول شو. هلته ديوه خندونکي شاعر او کاريکتاتور کښوونکي زده کوونکي په نوم مشهور شو ، سره ددې چې مارکز کوم ورزشکار نه و، خو ډېرجدي چلند به کاوه ، له همدې امله دخپلو ټولګيوالو ترمنځ په پاخه او غښتلي سړي مشهور شو.
په ١٩٤٠زېږديز کال کې په ١٢ کلنۍ کې په دې وتوانېده، چې دممتازو زده کوونکو له پاره دځانګړي شوي ښوونځي تحصيلي بورس تر لاسه کړي، دغه ښوونځى د ليکئو ناکيونال په نامه يادېده او د يسوعيون له خوا اداره کېده ، چې د بوګاتا په دېرش مترۍ کې د زيپاکويورا په ښار کې و .خو دغه سفر يې له يوې اونۍ زيات وخت وانه خيست او بېرته راستون شو ، هغه له بوګوتا سيمې سره چندان مينه نه درلوده ، دکلمبيا په پلازمينه کې يې لومړيو شپو ورځو زړه ورتنګ کړ، غمجن شو، خو دهغه تجربو دده له شخصيت سره مرسته کوله.
مارکز خپلې لومړنۍ ليکنې په ١٩٤١ لمريز کال کې د Juventude په ورځپاڼه کې خپرې کړې، ياده ورځپاڼه دښوونځي زده کوونکو ته ځانګړې شوې وه . په ١٩٤٧ کال کې يې د دبوګاتا پوهنتون د دحقوقو په څانګه کې زده کړې پيل کړې.
دډېرو هغه محصلينو غوندې، چې په پوهنتون کې يې خپل ځان ازمايلى او بيا ورته دپوهنتون زده کړې او چارپيريال ډېر وړوکى ښکاره شوى ، نو ګارسيا هم يو له همدغسې کسانو څخه و او دې ته ځېر شو چې دپوهنتوني په ځانګړي ډول د حقوقو له مطالعې سره چندان لېوالتيا نه لري او هغه کس ته ورته شوى، چې خپله دنده په جبر او زور سر ته رسوي .په همدې ترتيب د هغه دسرګردانيو موسم پيل شو، ټولګيو ورته چندان اهميت نه درلود، له ځان او درسونو سره يې عفلت کاوه، په ښار کې به يې چکر وهل او دحقوقو دمطالعې پر ځاى به يې شاعري کوله .
په ارزان بيه هوټلونو کې به يې ډوډۍ خوړله ، سيګريټ به يې څکاوه ، دهغه مهال له ډېرو شکمنو او تورنو شيانو لکه سوسياليستي ادبياتو، وږو هنرمندانو او ورځپاڼه ليکونکو سره يې مينه وه ، ځوان شو ، خو تر ټولو يوه مهمه ورځ هغه وه، چې يو کوچنى کتاب يې ولوست ، ژوند يې واوښت ، دژوند ټولې کرښې يې د ورغوي په يوه ټکي کې راټولې شوې .
دغه کتاب مسخ نومېده او ليکوال يې کافکا و ، هغه يې تر اغېز لاندې راوست ، ځوان مارکز پوه شو، چې اړتيا نه لري څو له يوې مستقيمې داستاني کرښې، يوې روښانه طرحې ، يوې تلپاتې او زړې موضوع څخه دادبياتو پيروي وکړي ، هغه په دې اړه وايي :(( ما فکر نه کاوه ، چې څوک د دمسخ کتاب په څېر د شيانو ليکلو اجازه ولري .که زه پوهېدى ، نو له دې وړاندې به مې په ليکلو پيل کړى و، له کافکا نه را اوچت شوى فرياد زما د نيا دغږ انګازو ته ورته و، هغې به چې کله راته دخپل عادت له مخې داستانونه ويل ، نو ډېر جنجالي او ستونزمن څېزونه به يې په ممکنو حقيقي غږونو کې راته بيانول .))
دا لومړى څه وو ، چې ګارسيا يې دادبياتو لوستلو ته وهڅاوه ، له دې وروسته يې په خپله ټوله لېوالتيا سره مطالعې ته مخه کړه ، څه به يې چې لاس ته ورتلل ، نو لوستل به يې . هغه دداستان ليکنه پيل کړه او بالاخره خپل لومړى داستان يې د درېيمه استعفا په نامه په ١٩٤٦ زېږديز کال کې وليکه او په ال بوگوتا ورځپاڼه کې خپور شو .په دې توګه ګارسيا دتخليقي ادبياتو په نړۍ کې لومړى قدم کېښود او کلونه وروسته يې يادې ورځپاڼې ته له لسو زيات داستانونه وليکل .
په ١٩٦٥ زېږديز کال کې يې په خپل مشور رمان (( تنهايۍ زر کلونه )) ليکلو بآندې پيل وکړ او په ١٩٦٨ کال کې يې پاى ته ورساوه ، چې د ډېرى کرکه کتونکو پر وينا دهغه په شهکارو اثارو کې شمېرل کېږي .په ١٩٨٢ کال په سويډن دادبياتو نوبل جايزې دټاکنې کمېټې د رايو په اتقاق ياد رمان دنوبل جايزې له پاره مستحق و ګاڼه او ياده جايزه يې مارکز ته ورکړه .
ياد اثر په کم وخت کې دنړۍ ډېرو ژبو ته هم وژباړل شو.مارکزد( جادويي ريالېزم) ادبي سبک له مخکښو ليکوالو څخه دى ، که څه هم نه شو کولاى دهغه ټول اثار په دغه سبک برابر وبولو، خو کره کتونکي ددې سره سره دهغه اثارو ته په پام سره دهغه په اثارو دجادويي ريالېزم نوم ږدي او دا هغه نوم دى ، چې هغه هېڅکله نه مانه او ورسره جوړ نه و .
مارکز دنړۍ دمشهورو ليکوالو پر کتار کې راغى، په تدريس بوخت شو ، په مکسيکوسيټي ، کارتاګنا، کورناواسا ، پاريس او بارانکبوليا کې يې فرهنګى او سياسي فعاليتونه وکړل .
هغه خپل وروستي داستانونه په ١٩٩٤ لمريز کال کې په (مينه او نور شيطانان ) ټولګه کې خپاره کړل، دغه لړۍ ته يې په ١٩٩٦ لمريز کال کې د( دانسان تښتونکي راپور)په خپرولو دوام ورکړ، دهغه وروستۍ اثر په ورځپاڼه کې برخې برخې خپور شو ،چې په کلمبيا کې يې دنشه يي توکو دکارونې بې رحمانه تجربې بيان کړې .ياد اثر يې په مخکښې ورځپاڼې کامبيو کې خپور کړ.
هغه په ١٩٩٩ کال کې دلاتيني امريکا دکال دشخصيت په نامه وپېژندل شو، په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې دکلمبيا خلکو له هغه څخه غوښتنه وکړه ، چې ددې هېواد دولسمشرۍ مقام ومني ، خو هغه ددوى دا غوښتنه رده کړه .
د مارکز بله ځانګړتيا دا وه ، چې دداستانونو ترڅنګ يې خپلې خاطرې هم ليکلې ، دهغه د ( اوسېدل دبيا ويلو له پاره ) رمان لومړى ټوک په ٢٠٠١ زېږديز کال کې خپور شو ، چې بې له ځنډه له همغه لومړي چاپ سره په لاتيني امريکا کې داسپانيايي ژبو کتابونو تر ټولو زيات پلورل شوى اثر وبلل شو ، ددې کتاب لومړى ټوک تر ١٩٥٥ کال پورې رانغاړي، خو دمارکز په وينا ، چې دويم ټوک يې په ” دتنهايۍ سل کلونه ” را چورلېږي .
خو له بده مرغه ، چې له دې نه وروسته يې په ١٩٩٩ کال کې را پيدا شوي ناروغي زياته شوه ، د نوموړي په بدن کې په همدغه کال د لمفاوي غذو سرطان تشخيص شو او دهمدغه ناروغۍ له امله يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
نوموړي خپل زيات شمېر اثار نړۍ ته په ميراث پرېښي ، چې دهغه دنوبل ګټونکي اثر د ( يوازېتوب سل کلونه) تر څنګ يې ځينې نور يې د ” د انديرا جنجالونه او دهغې سخت زړې نيا ” ، ” شيلي ته د ميګل ليتين پټ سفر” ،” له مينې او نورو شيطانانو )،” دوبا دکلونو مينه “، ” غريب زيارت کوونکي “،” ژوند دبيا ويلو له پاره “، ” لوى کور” ، ” دکارسيا مارکز ښکلي داستانونه” ، ” ديوازېتوب دورځې يادښتونه” او داسې نور دي .
هغه تر مرګ وړاندې لاندې کرښې په ټوله نړۍ کې ديوه ليکوال دوروستۍ ليکنې او وصيت په ډول پرېښې دي، چې دهغه دنثر د بېلګې په توګه به يې سره ولولو:
که چېرته خداى ديوې شېبې له پاره داهېر کړي، چې زه بوډا شوى او يوه شېبه نور هم ژوند راکړي ، شايد ډېر هغه څه ، چې زما په فکر کې دي ونه شم ويلى ، بلکې ټول تامل به مې دهغه څه په اړه وي ، چې وايم يې ، ډېرو څېزونو ته به ارزښت ورکړم، خو دغه ارزښت به دهغوى دارزښت پر بنسټ نه ، بلکې دهغوى دمعنې له مخې وي .خوب به مې کم کاوه ، تر ډېره به په خوبونو پسې تلم ، سره ددې، چې ښه پوهېدم که هره دقيقه سترګې پټوم، نو ٦٠ ثانيې رڼا له لاسه ورکوم .
کله مې چې خلکو مخه نيوله ، نو ما به تګ ته دوام ورکاوه ، کله چې نور ويده کېدل ، نو زه به ويښ پاتې کېدم ، کله چې نورو خبرې کولې ،نو زه به غلى پاتې کېدم او په خپل ټول توان به مې له دغه کارونو خوند اخيسته .
که خداى راته يوه شېبه ژوند را کاوه، په ډېره ساده ګۍ سره به مې جامې اغوستې، خپل وجود مې دلمر په لور برابراوه او روح به مې بربنډ کړى و .
خدايه ! که مې زړه درلود، نو په کې شته نفرتونه مې د يخ پر يوه ټوټه ليکل ، د لمر د راختو انتظار به مې کاوه .له اوښکو مې تږو ګلونو ته اوبه ورکولې ، څو داغزيو درد او دګلپاڼو مچکې احساس کړم .
اې خدايه ! که چېرته لږ نور هم ژوندى وى ، نو هېڅکله به مې نه وه پرېښې ، چې يوه ورځ دې پرته له دې تېره شي ، چې خلکو ته ووايم ، څومره زياته مينه درسره لرم ، راځئ ، چې سره مينه وکړو .هرې ښځې او سړي ته به مې دا عقيده ورکوله ، چې سره محبوبان وه اوسي او تل به مو له مينه وړي ژوند سره مينه پاله .
ماشومانو ته به مې وزرونه ورکړي و ، خو ددې اجازه به مې ورکړې وه، چې خپله الوت وکړي ، بوډاګانو ته به مې ور زده کړي و ، چې تاسې نه مرى ، خو هغه وخت ، چې مرګ خپله را وغواړى ، ستاسي مړينه په زړبودۍ کې نه په هېرولو کې ده .
اې انسانانو ! ما دا ټول له تاسې زده کړي، ما دا ټول له تاسې زده کړي، ما دا زده کړي، چې هر انسان که غواړي دغره پر څوکه ژوند وکړي ، پرته له دې چې وپوهېږي، اصلي ښادۍ کومې دي ؟ دغره د عظمت او ستروالي درک کول دي .
ما زده کړي ، کله چې نوى زېږېدلى ماشوم په لومړي ځل دخپل پلار ګوته په نازکو لاسونو کې نيسي ، نو د تل له پاره په يوه دام کې نښلي .
ما ياد کړي، چې انسان يوازې هغه وخت حق لري، چې خپل هم بڼي ته له پاسه وګوري، کله چې بايد دهغه سره مرسته وکړي، څو په پښو ودرېږي. ما له تاسې نه زيات شيان زده کړي ، چې شايد نور ډېره کارونه ونه لري ، ځکه کله چې دلته هغوى ته ځاى ورکوم ، نو بايد له ترخو سره مړ شم .
دګاربريل د څو عالمانه ويناوو ، بېلګې هم په لاندې ډول دي :
– دخوشحاله ژوند اوسېدو راز په دې کې نه دى ، څو هغه کار، چې خوښېږي مو تر سره يې کړو ، بلکې په دې کې دى، چې خپل تر سره کوونکي کار سره مينه ولرو .
– حقيقي ډارن له الوت نه وېرېږي، بلکې هغه ډارن دى، چې په وېره سره الوت زده کوي .
-دمينې سره مبارزه وکړ، خو هېڅکله به ګدايي نه کوي .
-له تاسره ستا دشخصيت په خاطر مينه نه لرم ، بلکې مينه مې دهغه شخصيت له امله ده ، چې له تا سره يې ديو ځاى کېدو پر مهال پيدا کوم .
-که ته فکر کوي، چې يو کس ستا د توقع سره سمه مينه له تاسره نه لري، نو دا په دې مانه نه ده ، چې له تاسره يې بيخي مينه نه شته .
-ريښتني دوست هغه څوک دى، چې ستا لاس ونيسي ، خو زړه دې درک کړي .
-دزړه تنګۍ تر تولو سخته او بده بڼه داده ،چې دهغه په څنګ کې وې او پوهېږې، چې هېڅکله به هغه ته ونه رسېږې .
-ته شايد په ټوله نړۍ کې يو کس وې ، خو دځينو کسانو له پاره ټوله نړۍ يې .
-هېڅکله خپل وخت له هغه چا سره مه تېروه ، چې له تاسره وخت تېرولو ته حاضر نه وي .
-راتلونکې داسې څه نه ده، چې انسانانو ته دې په ميراث پاتې شي ، بلکې داسې يو څه دي، چې خپله دى يې جوړوي .
-دانسان لس سلنه ژوند هغه څه دي ، چې تصادفي پېښېږي ، خو ٩٠ سلنه بيا داسې ده چې انسان دهغې پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي.
-دانسان تر ټولو ښه دوست کتاب او تر ټولو بد دښمن يې د پټو سترګو پيروي ده .
-وړوکي تصميمونه بايد په مغر، خو لوى هغه يې بايد په زړه کې ونيول شي .
-له مينې پرته قرباني ورکول کېږي، خو له قربانۍ پرته مينه هېڅکله نه کېږي .
-ژوند له ځان سره دښو کارتونو ساتل نه ، بلکې له بدو کارتونو سره لوبه ده .
-دانسان تر هغه وخته خپلې وده او کمال ته دوام ورکوي، چې فکر کوي نه دى رسېدلى، خو کله يې چې درسېدو فکر وکړ، نو له افت سره مخې کېږي .
-هېڅوک هم ستا داوښکو وړتيا نه لري او که څوک دا وړتيا لري ، نو هېڅکله بيا ستا داوښکو تويولو سبب نه ګرځي .
-هر وخت داسې کسان شته ، چې تا ځوروي، نو په داسې حال کې په نورو اعتماد وکړه ، يوازې ځير اوسه ،څو په هغه کس چې ته يې ځورولى يې بيا اعتماد ونه کړي.
ګابرېل ګارسیا مارکز څه ډول لیکل کول؟
ګابرېل هغه لیکوال و چې ناول يې ورځپاڼې ته د مقالې لیکلو په څېر ګاڼه. کلمبیایی ناول لیکونکی، خبریال، ناشر او سیاسي شخصیت ګابرېل جوزي ګارسیا مارکز د ۱۹۲۷ کال د مارچ په شپږمه د کلمبیا د سانتامارا سیمې په ګابرېل هغه لیکوال و چې ناول يې ورځپاڼې ته د مقالې لیکلو په څېر ګاڼه. […]
ګابرېل هغه لیکوال و چې ناول يې ورځپاڼې ته د مقالې لیکلو په څېر ګاڼه. کلمبیایی ناول لیکونکی، خبریال، ناشر او سیاسي شخصیت ګابرېل جوزي ګارسیا مارکز د ۱۹۲۷ کال د مارچ په شپږمه د کلمبیا د سانتامارا سیمې په
ګابرېل هغه لیکوال و چې ناول يې ورځپاڼې ته د مقالې لیکلو په څېر ګاڼه.
کلمبیایی ناول لیکونکی، خبریال، ناشر او سیاسي شخصیت ګابرېل جوزي ګارسیا مارکز د ۱۹۲۷ کال د مارچ په شپږمه د کلمبیا د سانتامارا سیمې په ارکاتاکا کلي کې زېږېدلی و. هغه د لاتینې امریکا په خلکو کې د ګابو یا ګابیتو په نوم شهرت درلود او د کلمبیا له جمهور رئیس سره تر جنجال او شخړې وروسته په مکسیکو کې اوسېده او د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې ومړ. دغه لیکوال چې په ۱۹۸۲ کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه خپله کړې وه، په خپلو اثارو کې يې خیال او واقعیت سره غوټه کول او تل د قدرت د خاوندانو او د هغوی د تر لاس لاندې خلکو موضوع يې د علاقې وړ وه.
که څه هم د ګابرېل ټول اثار خپل مینه وال لري، خو سل کاله يوازیتوب، د وبا د کلونو مینه، له مخکې د یوه اعلان شوي مرګ راپور او څوک قومندان ته لیک نه لیکي د هغه له مشهورو اثارو ګڼل کېږي.
ګابرېل ګارسیا مارکز د ۱۹۸۱ په مني کې له پاريس ریویو مشهورې خپرونې سره په مرکه کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې بیان کړې ده:
تل مې دا ویلي چې زما کار د یوه ورځپاڼه لیکونکي کار ته ورته دی. پخوا چې د ورځپاڼه لیکلو په برخه کې مې څه نه خوښېدل کاري شرایط يې وو. له بل لوري ما باید خپل فکر او لېوااتیا هم له ورځپاڼې سره برابر کړي وای. اوس چې مې د یوه ناول لیکونکي په توګه کار کړی او مالي خپلواکي ته رسیدلی یم، کولای شم چې په پراخ مټ يوه موضوع وټاکم او خپل نظر بیان کړم.
لیکل راته سخت شوي دي، دا که ورځپاڼې ته څه لیکل وي او یا هم د ناول لیکل. هغه وخت چې مې په ورځپاڼه کې کار کاوه، کلماتو ته به مې پام نه و، خو اوس داسې نه دی. هغه وختونه مې د ورځې درې کیسې، دوه درې یادښتونه او د فلمونو نقدونه لیکل. همدا چې به شپه شوه او ټول خپلو کورونو ته تلل، زه پاتې کېدم او خپل ناول مې لیکه. د ټایپ د ماشين غږ مې خوښېده، د باران غږ ته ورته دی. که دغه غږ له کاره لوېده نور نو ما څه نه شوای لیکلای.
اوس مې د ورځني کار محصول کم دی. په یوه ښه کاري ورځ کې یعنې د سهار له نهو د ماسپښين تر درې بجو هغه ډېر څه چې لیکلای شم، یو څلور پنځه کرښې پاراګراف دی چې په سبا ورځ يې بیا څېرې کوم او له منځه وړم.
زما په نظر، دا چې اوس د ګڼو خلکو لپاره لیکل کوم، دا موضوع د دې سبب شوې چې د یو ډول ستر ادبي او سیاسي مسوولیت احساس وکړم. غرور هم لرم، نه غواړم له هغه کار نه چې پخوا به مې ترسره کاوه، وروسته پاتې شم.
که په کار وي چې یوه ځوان لیکوال ته څه نصیحت وکړم، ورته وايم، د هغه څيز په اړه لیکل وکړي چې ورته پېښه شوې ده؛ ډېر ځله په راحتۍ سره دا تشخیصولای شو چې یو لیکوال د هغې پېښې په اړه چې ده ته ورپېښه شوې، څه لیکلي او که د هغې پېښې په اړه چې اورېدلې يې ده.
هر څه د (اوديپ) له لاسه دي، تل د ساري ناروغيو لیوال وم. په منځنیو پېړيو کې د داسې ناروغيو په اړه مې ډېر څه لوستي دي. ساري ناروغي زما د اثارو دایمي موضوع ده او هر ځل په يوه بله بڼه، مثلا په (شوم ساعت) کې لیکونه ناروغ دی. کلونه مې دا فکر و چې په کلمبیا کې تاوتریخوالی د ساري ناروغۍ په څېر ميتافزیکي اغېز درلود. د (سل کاله یوازیتوب) له لیکلو مخکې، د ټولو مرغانو د وژلو له ناروغۍ نه مې د (له شنبې يوه ورځ وروسته) په نوم داستان کې ګټه واخسته. په (سل کاله یوازیتوب) کې مې له عامې هېرجنتیا استفاده وکړه چې یو ډول ادبي چل و، په اصل کې د عام خوب اپوټه دی.
ادبیات د ترکاڼی په څېر دي. په دواړو کې تاسې له واقعیت سره مخ یاست او خام مواد مو کلک لرګي غوندې يو څيز ته ورته دي. دواړه له چل او تکنیک برخمن دي. رښتيا سحر او جادو ته ځای نشته يوازې ډېر زیار او زحمت ته اړتیا ده.
رښتيا کوم کار چې واقعا زما خوښېږي او غواړم ترسره يې کړم، یوه ورځپاڼه ډوله پاڼه ده چې په بشپړه حقیقي او رښتيا وي، خو چې لکه د (سل کاله یوازیتوب) غوندې بشپړه خيالي ښکاره شي. څومره چې مې عمر تېرېږي او د تېرو وختونو خاطرې مې ذهن ته راځي، ډېر دا فکر کوم چې ادبیات او ورځپاڼه لیکل یو بل ته ورته دي.
شخصیت په هر ناول کې يو کولاژ دی. د هغو کسانو کولاژ چې ته يې پېژنې او د هغوی په اړه دې څه اورېدلي او يا څه لوستلي دي. زما د اثارو یو مضمون د قدرت یوازیتوب دی. کله چې ځانګړي قدرت ته ورسېږئ له واقعیت سره اړیکه له منځه ځي او دا د یوازیتوب ډېره بده بڼه ده. یو ډېر قدرتمن، یو دیکتاتور په لذتونو کې ډوب دی او شاوخوا يې د ټولو راټولو کسانو هدف له واقعیت نه د هغه لرې کول دي. هر څه د هغه د بېلولو لپاره دي.
په لومړیو کې له سوژې او خلاقیت نه ډک پک وم. خو دا وړانديز راته وشو چې د لیکلو تکنیک زده کړم، ځکه که وغواړې چې پر سوژې د تکیه کېدو له لارې مخته لاړ شې، پاتې لاره نه شې وهلی. که په ځوانۍ کې پر دې نه پوهېدم، نه مې شوای کولای چې له لیکلو مخکې د داستان جوړښت ولیکم. د داستان جوړښت کاملا یوه فني مسئله ده او که ژر مو زده نه کړ، نو هېڅکله يې زده کولای نه شئ. کله چې حرفه يي لیکوال شوم، تر ټولو غټه ستونزه مې کاري پلان و. خبریالي یعنې د شپې کار. کله چې ناول لیکلو ته مې مخه شوه، څلوېښت کلن وم. د سهار له نهو د ماسپښين تر درې بجو پورې چې بچیان مې له ښوونځي راتلل، لیکل کول. دا چې په ډېر کار روږدی وم او تر غرمې وروسته مې کار نه شو کولای د وجدان په عذاب اخته وم. د مازیګر له مخې لیکلو ته تمبه شوم، خو ومې لیدل هغه څه چې دغه وخت کې لیکم باید سبا ته يې له سره ولیکم. نو پرېکړه مې وکړه چې له سهاره تر ماسپښينه لیکل وکړم.