Homeخبرونهد ایران د جنايي جرمونو پولیس: له جګړې راهیسې تر ۳۵۰۰ ډېر...

د ایران د جنايي جرمونو پولیس: له جګړې راهیسې تر ۳۵۰۰ ډېر غله نیول شوي

تاند (جمعه، د وري/ حمل ۲۸ مه) د ایران د جنايي جرمونو د پلټنې د پولیسو مشر ویلي چې د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې تر ۳۵۰۰ ډېر غله نیول شوي، چې له دې ډلې ۷۱ تنه د پولیسو په مستقیمو ډزو ویشتل شوي او بیا ژوندي نیول شوي دي.

د پولیسو د جنايي څانګې مشر، محمد قنبري، د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۷) له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې وویل، دا کسان په داسې حال کې نیول شوي چې د جګړې پر مهال په هېواد کې د غلا پېښې شاوخوا ۲۵ سلنه کمې شوې دي.

نوموړي د هغو کسانو په اړه نور جزییات ورنه کړل چې د پولیسو په ډزو ټپیان شوي، خو د پولیسو د عمومي قومندان احمدرضا رادان پخوانۍ څرګندونې یې یادې کړې، چې ویلي یې و د جګړې د شرایطو له امله د غلو پر وړاندې د «ډزو امر» صادر شوی دی.

د ده په وینا، په دې موده کې له نیول شویو غلو څخه تر ۵ زره ډېر نقلیه وسایط هم بېرته ترلاسه شوي دي.

د ۱۳۷۳ لمریز کال د «د وسلو د کارولو قانون» له مخې، امنیتي ځواکونه یوازې هغه وخت د اور (ډزو) حق لري چې د غلا پېښه د خلکو ژوند ته جدي ګواښ وي، لکه په وسله‌واله غلا یا خطرناک مقاومت کې، او بله مؤثره لاره د مجرم د درولو لپاره موجوده نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...