تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۵ مه) د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (شنبه) له کراچۍ څخه په یوه راپر کې ویلي چې د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د لارو پرلهپسې بندېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو سوداګري درولې ده، سلګونه باروړونکي موټرونه درېدلي او د درمل جوړونې د صنعت د سرچینو په وینا د کابو ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو صادرات له جدي ګواښ سره مخامخ شوي دي.
د راپور په دوام کې ویل شوي، صنعت استازي خبرداری ورکوي چې د تورخم او چمن- سپین بولدک د لارو بندېدا افغانستان ته د درملو صادرات فلج کړي، د تودوخې پر وړاندې حساس درمل مخ په خرابېدو دي او په داسې حال کې چې صادروونکي د نورو مالي ټکانونو د زغملو توان نه لري، پاکستان له درنو اقتصادي زیانونو سره مخامخ کوي.
دوی وايي، افغانستان د پاکستان تر ټولو ستر ځمکني سوداګریز شریک دی او همداراز ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان ته د تګ اصلي ترانزیتي لاره بلل کېږي. هر ځل چې پوله تړل کېږي، پاکستان له دغو هېوادونو جلا کېږي، د سیمه اتصال پروژې زیانمنېږي او هغه څو اړخیزې پانګونې له خنډ سره مخامخ کېږي چې د پاکستان–ازبکستان–افغانستان له رېللارې او نورو دهلیزونو سره تړاو لري.
د پاکستان د درمل جوړونکو د ټولنې (PPMA) غړي توقیرالحق ویلي:
«د پولې تړل اوس دومره تکراري شوي چې پر یوه معمولي چاره بدله شوې ده. دا حالت هغه هېوادونه، چې غواړي زموږ له لارو کاروبار وکړي، دې ته اړ باسي چې د دې لارې پر ځای بدیلې، باوري لارې ولټوي. د پاکستان د درمل جوړولو پر سکتور یې اغېز لا هم ډېر سخت دی.»
نوموړي زیاته کړې:
«نژدې ټول افغانستان ته صادرات درېدلي دي. هغه کانتینرونه چې انټيبیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه درمل او نورې حیاتي دواګانې پکې دي، د پولې په دروازو، بندرونو او ګودامونو کې بند پاتې دي. دې ځنډونو کورني تولیدوونکي نه جبرانېدونکو مالي زیانونو پر لور ټېل وهلي دي. په یوه مورد کې، یوازې د یوې کمپنۍ د ۸۵۰ میلیون روپیو په ارزښت محصولات په تورخم او چمن کې بند پاتې دي، په داسې حال کې چې له پنځوسو څخه زیاتې نورې کمپنۍ هم له ورته تاوانونو سره مخامخ دي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې هر ځل پاکستان بندې کړي او د افغانستان نه یوازې طالب چارواکي بلکې د تېرو حکومتونو چارواکو هم تل شکایت کړی چې پاکستان له خپلو ترانزیتي لارو څخه د افغانستان خلاف د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
خو په لومړي ځل د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې که پاکستان خپلې لارې خلاصې هم کړي، دا ځل به دوی لارې تر هغو خلاصې نه کړي چې له پاکستان څخه یې کلک ضمانت نه وي اخیستی چې بیا به سوداګري لارې له سیاسي او پوځي چارو سره نه تړي او په هر ډول شرایطو کې به لارې نه بندوي.