Homeخبرونه‏اسټرالیا په افغانستان کې د حاکم نظام پر څلورو لوړ رتبه چارواکو...

‏اسټرالیا په افغانستان کې د حاکم نظام پر څلورو لوړ رتبه چارواکو بندیز ولګوه

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۵مه) اسټرالیا د بشري حقونو د سرغړونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو له امله، افغانستان کې د طالبانو د حکومت څلور لوړرتبه چارواکي د مالي بندیزونو او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر، پیني وانګ ویلي چې یاد کسان افغانستان کې د ښځو او نجونو په ځپلو، د اقلیتونو په ځورولو او د قانون د حاکمیت او ښې حکومتولۍ په کمزوري کولو کې مستقیم رول لري.

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، بندیزونه د طالبانو پر درېیو وزیرانو او د دې ډلې د سترې محکمې پر رییس لګېدلي دي.

په دې کسانو کې د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني شامل دي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي دا اقدامات د اسټرالیا د نویو قانوني صلاحیتونو پر اساس شوي، څو له دغې لارې د بشري حقونو د سرغړونو له امله پر طالبانو فشار زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...