پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونه‏دوحه کې د دوحې کلني نړیوال فورم ۲۳م پړاو نن پیل شو

‏دوحه کې د دوحې کلني نړیوال فورم ۲۳م پړاو نن پیل شو

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۵مه) د رسنیو د راپورونو له مخې د قطر پلازمېنه دوحه کې د دوحې د کلني نړیوال فورم ۲۳م پړاو نن پیل شو.

سږ کال د فورم رسمي شعار “عدالت په عمل کې او له ژمنو تر پرمختګ” دی.

د دوحې فورم موخه د نړیوالو مشرانو، سیاستوالو او کارپوهانو لپاره د بحث او ډیالوګ سټېج برابرول دي.

د مالوماتو له مخې دا چاره د دې لپاره ترسره کېږي، څو د شخړو د حل، سولې او د نړیوالې همکارۍ لارې چارې وڅېړل شي.

په دې فورم کې د نړۍ د مشرانو، لوړپوړو ډیپلوماټانو او نړیوالو سازمانونو استازنو د استازو ترڅنګ، د طالبانو استازو هم ګډون کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...