یکشنبه, دسمبر 7, 2025
Homeخبرونهد اسټرالیا بندیز ته غبرګون؛ امربالمعروف وزارت وايي، دا اقدام ښيي چې...

د اسټرالیا بندیز ته غبرګون؛ امربالمعروف وزارت وايي، دا اقدام ښيي چې دوی خپله حقوق نه پېژني

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۵مه) د امربالمعروف وزارت ویاند د استرالیا له لوري د دوی د کابینې پر غړو بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي چې، دا کومه نوې خبره نه ده.

سیف الاسلام خیبر زیاته کړې چې، په تېرو څلورو کلونو کې هم ورته بندیزونه لګېدلي، او دا ددې ښکارندویي کوي چې دوی خپله د بشر حقونو ته ژمنتیا نه لري.

خیبر وايي، د یاد وزارت هڅې د دې لامل شوې چې افغان ټولنه کې ښځو د حقوقو ترلاسه کولو جرات تر لاسه کړی په خبره یې، دغه جهتونه داسې فکر لري چې خپل فرهنګ او کلتور زموږ په ټولنه تطبیق کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه اسټرالیا د طالبانو د امربالمعروف وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیرشیخ عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې پر رییس شیخ عبدالحکیم حقاني مالي او سفري بندیزونه لګولي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت داسې مهال د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي چې، د دوی تر واک ته رسېدو را وروسته کابو ۵ کاله کېږي چې، په افغانستان کې ښځې د زده کړو ترڅنګ له زیاتو حقونو بې برخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب