تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۵مه) د امریکا د کانګرس ۴۴ استازو له بهرنیو چارو وزارت غوښتي، چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله پر پاکستاني چارواکو بندیزونه ولګوي.
اېکس پرېس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لېږل شوي دې لیک کې، پاکستاني چارواکي هلته د بشري وضعیت خرابېدو او ځورونو مسؤل ګڼل شوي دي.
د کانګریس غړو غوښتي، چې د پاکستان پر لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر دې د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله وېزې بندې او شتمنۍ دې ورکنګل کړي.
د کانګرېس غړو ویلي، پاکستان د استبداد پراخېدونکي بحران سره مخ دی او ویلي دي، چې حکومت د مخالفو ګوندونو مشران پرته له کوم تور بندي کوي، خپلواکه خبریالان له ځورونې، ګواښ یا تبعید سره مخ دي او عادي وګړي د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو له امله بندیان کېږي.
کارپوهان وايي، پاکستاني مشران د خپلې بقا او د ملت تېر اېستنې لپاره ځان ته د ښو مشرانو خطاب کوي او نظامیانو ته د «پاک پوځ» کلیمه کاروي، خو برعکس عمل کې د خپل ولس په وړاندې له کرکې ډکه پالیسي مخته وړي او هغه کسان، چې د ملت غږ پورته کوي وژني او یا یې زندانونو ته استوي.
دا بندیز باید تر هغه وخته پورې وی ترڅو یې پښتنو او بلوڅانو بندیان خوشي کړی نه وی او د دوی غوښتنی یی منلی نه وی
پاکستان ۴۵ کاله په افغانستان په کورنۍ جګړه کې حقوق بشر قانون څخه سرغړونه کړی باید نړیوال محکمه یی په اړه ګام پورته کړی
ترڅو پوه شو نړیوال د حقوق بشر قانون ته درناوی لری او ددې قانون تطبیق ته پیاوړی اراده لري
ځکه اوس دا قانون یواځی کاغذ ښکاری