جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر تهران ته سفر کوي

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر تهران ته سفر کوي

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۵ مه) د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د وزیر، ندا محمد ندیم په مشرۍ یو رسمی پلاوی ایران ته په سفر روان دی.

تسنیم خبري اژانس نن په دې اړه په یوه راپور کې ویلي چې د دې سفر اصلي موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د علمي او پوهنتوني اړیکو پراختیا، د تعلیمي تجربو تبادله او د علمي او څېړنیزو همکاریو جلبول ښودل شوي دي.

د دې سفر په ترڅ کې به د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر له اړوندو ایراني چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي او همداراز به د ایران یو شمېر پوهنتونونه او علمي مرکزونه له نژدې وویني.

تمه ده چې دواړه لوري د استادانو او محصلانو د تبادلې، ګډو څېړنیزو پروګرامونو او د لوړو زده‌کړو د کیفیت د لوړولو په برخه کې پر یو لړ همکاریو هوکړو ته ورسېږي.

دا سفر همداراز د سیمې او نړیوالې کچې د علمي همکاریو د پروګرامونو د ارزونې لپاره یو فرصت بلل کېږي، چې په افغانستان کې د تعلیمي ظرفیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابرولی شي.

افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د لوړو زده‌کړو او علمي همکاریو په برخه کې له ګڼو محدودیتونو او ننګونو سره مخامخ شوی دی. ډېری پوهنتونونه او تعلیمي بنسټونه د ظرفیت لوړولو او د نړیوالو علمي تجربو ترلاسه کولو ته جدي اړتیا لري.

خو تر دې هم ښايي مهمه دا وي چې ندامحمد ندیم به په خپل ګاونډي او اسلامي هیواد، ایران کې وویني چې څرنګه نجونې لوړې زده کړې کوي او ښځې د ټولنې په ټولو برخو کې د فعالیت اجازه لري.

ایران لومړنی اسلامي هیواد دی چې ولس یې د اسلام په نوم پاڅون کړی او د اسلامي انقلاب په نتیجه کې یې اسلامي نظام جوړ کړی دی.

3 COMMENTS

  1. جناب وزیر تعلیمات عالی !
    موږ په کافی اندازه متخصص استادان درلودل ،کاشکی د هغوی په قدر پوه شوی وی خو کفران نعمت وشو ؛اوس دوباره معیاری استادان پیدا کول او جلب اعتماد، کلونه علمی کار غواړی دپوهنتون استاد جوړول علی الاقل شل کاله یواځې درس غواړی دلته دوه یا دری کاله دوری پوهنتونو کی رواج نلری .
    بله اهمه مسئله دا ده چي تر څو لیسې یا ثانوی دوره معیاری نشی د معلم او درسی موادو په لحاظ، نو لوړو تعلیماتو ته تګ به مثمر او
    کارآمد نتیجه ونلری .
    دریم مهم ټکی دا دی چي زموږ با تجربه استادان د نصاب په جوړولو کی ښه تجربه لری او ښه مجرب مومنان هم دی د علومو احکام یی د معتبرو فقهاوو د امت په نظریاتو او فیصلو ولاړ او د اوسنی نړیوالو علماوو په نظریاتو او مشورو هم خبر دی کوم چي د تاسو د مدارسو له صلاحیته وتلی خبره ده او اهل کار ملګری کار آسانه کوی او دا مهمه فریضه نباید ترک شی .

  2. سلامونه دکتور همت صاحب
    بالکل ستا یادونه پرځای ده . زه به اسلامی امارت دا مشوره ور کړم چې یوشمیر دندیم شپانه په څېر بیسوادو ته دحکومت په نورو برخو کې مقام ورکړی او ودې نازوی خو یو بیسواد ته څنګه په کوم اسلامی جواز مهمه وظیفه سپاری چې نه یې ظرفیت لری او نه اهلیت! شخصیت هم ګونګ!
    که لیست یې غواړی ستونزه نشته اسلامی امارت دې د اسلامی اصولو او عدالت برخه نه اهانتوی!

  3. ممکن د ایران د دولت هدف د ملا ندیم د سفر څخه دا وی چی طالبانو ته په نرمه او عینی توګه دا ور وښئی چی په علمی مرکزونو کی د ښځینه غړو ګډون یو اشد اجتماعی اړتیا ده البته تهران به کابل غوندی نه وی چی ښځینه استادان او کارکوونکی د ملا ندیم او ملګرو څخه مخ پټ کړی بلکه ممکنه ده چی په قصدی ډول ښځی طالبی هیئت ته لازم توضیحات وړاندی کړی څو د طالب د تحجر تابو ور ماته کړی.
    بله جالبه پوښتنه چی زما ذهن ئی اشغال کړی دی دا ده چی یو کابل مخکی د طالب لخوا د کابل او ولایاتو د ټولو علمی مرکزونو څخه په ایران کی چاپ شوی ټول علمی او حتی مذهبی کتابونه لیری شوه خو نن ورځ همدا طالب د علمی تبادلاتو! په موخه تهران ته سفرونه کوی.
    څوک وائی چی په نړی کی فقط ۸ عجائب شته دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...