یکشنبه, دسمبر 7, 2025
Homeخبرونهذ مجاهد: د کابینې پر غړو د اسټرالیا بندیزونه بې دلیله او...

ذ مجاهد: د کابینې پر غړو د اسټرالیا بندیزونه بې دلیله او غیرعادلانه اقدام دی

تاند ( شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۵مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د استرالیا له لوري د طالبانو د کابینې غړو بندیزونو بې دلیله او غیرعادلانه اقدام بولي.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د دوی کابینه استرالیا سره هیڅ راز راکړه ورکړه نه لري او اړتیا یې هم نه ویني.

مجاهد زیاته کړې، هېوادونه دې ناسمو معلوماتو او بې پایلې دریځونو پر ځای د افغانستان عیني واقعیتونه درک او د تعامل لاره غوره کړي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې هېوادونه دې د افغانستان په اړه واقعبینانه قضاوت او له غیرعادلانه پرېکړو او اقداماتو ډډه وکړي.

نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې استرالیا د طالبانو کابینې په څلور وزیرانو مالي او سفري بندیزونه لګولي دي.

1 COMMENT

  1. تاسې چې چا په رسمیت نه یاسته پپيژندلې نو د تاسو او د يوه عادې مسافر فرق څوک نه کوې تااسې لا تر اوسه په د شرت نه ياسته پوه سوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب