ليکنه؛ عبدالوحید وحيد
که څه هم اوس مهال په نړيوال سياست او د سيمې په سياسي ترمينالوژي کې خورا ژور او مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي، د اتصال خبرې کيږي، د ولسونو ترمنځ د اړيکو په جوړولو کې د اسانتیاو رامنځته کيدو نوښتونه دوام لري او اقتصاد د سياست محور ګڼل کېږي، خو متأسفانه د پاکستان له خوا له افغانستان سره اړيکې، انساني ارزښتونه او سوداګري لاهم د فشار د ابزارو په توګه د پخوانيو زړو، له وخته تيرو او ناکامه شويو ستراتیژیو په منګولو کې بندې پاتې دي.
البته د خواشيني ځاى دا دى چې د پاکستان له خوا د ډيورنډ په فرضي کرښه باندې له افغان اقتصاد سره د لوبې کولو، له افغانانو سره د سپک چلن او افغانستان ته په تکراري توګه د اقتصادي زیانونو رسولو تسلسل افغانستان مجبور کړ چې په يو اړخيزه توګه د ډیورنډ په کرښې د تګ راتګ دروازو بندولو په مقابل کې تازه پرېکړه وکړي چې تر هغه به دغه دروازې نه پرانیستل کېږي ترڅو چې پاکستان د راتلونکي لپاره د یو اړخیز بندښت د نه تکرار کلک تضمین وړاندې نه کړي. دا پرېکړه یوازې د غصې له امله ناڅاپي غبرګون نه دی، بلکې د یوه اوږده سپکاوي ډک چلن او اقتصادي زیان ګاللو په وړاندې د ملي وقار د خوندیتوب او د متقابل درناوي لپاره د غوښتنې څرګندونه ده. د کلونو په اوږدو کې، پاکستان د دروازو له بندولو څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی دى. هر ځل یې افغان سوداګرو او کروندګرو ته په سلګونو مليونه ډالرو مالي زیانونه اړولي دي او افغانستان یې په سیمه ییزو مارکېټونو کې د بې باوره هيواد په توګه وړاندې کړى دى.
د همدغه لیدلوري پربنسټ ، د افغانستان تازه دریز یو مهم او ژور پیغام لري: هيڅ هېواد ته اجازه نه ورکول کېږي چې اقتصادي لارې د سیاسي ګواښ د وسیلې په توګه وکاروي. هغه دروازې چې د خلکو د اړتياو، سوداګريزو چارو، درملنې، خوراکي توکو او ورځني ژوند د تګ راتګ لپاره جوړې شوې وې، د هيڅ حکومت د مزاج او کورنيو ستونځو د پټولو لپاره نه قرباني کيږي. افغانستان غواړي دغه قاعده بدله کړي چې تجارت حق نه، بلکې یو امتیاز دی چې نورو ته د خپلو ګټو لپاره ورکول کېږي. دا هغه اصولي دريز دی چې په نړیواله ترمينالوژي کې ورته «متقابل احترام» او «د قواعدو پر بنسټ تعامل» ویل کېږي.
البته دغه پرېکړه د ځان بساينې په معنى نه ده. د افغانستان لپاره دروازو بندې پاتې کيدل یوازې هغه وخت اغېزناک ګڼل کېږي چې ورسره په موازي ډول نور بدیلونه هم وموندل شي. د مرکزي آسیا دهليزونو ته پراخه مخ اړول، د ایران له لارې په چابهار بندر باندي لا زیات تمرکز کول، د هوایي دهلېزونو فعالول، د کورنیو مارکېټونو پیاوړي کول، او د صادراتو تنوع هغه لارې دي چې افغانستان ته د فشار د کمولو او خپلواک دریز خپلولو لپاره نور ځواک او انرژي ورکوي. که دغه موازي لارې جدي وده وکړي، د ډیورنډ پر لارو د پاکستان فشار په اتوماتيک ډول خپل اثر له لاسه ورکوي، افغانستان د مجبوریت له ښکته کوونکي مقام څخه د انتخاب عزت ورکوونکي مقام ته رسيږي او همدغه باید زموږ هدف وي.
له بلې خوا، د افغانستان وروستۍ پرېکړه پاکستان ته هم یو روښانه پیغام لري: افغانستان نور د هغو احساساتي سیاستونو قرباني کېدل نه غواړي او نه هم د هغه تش په نامه احسان تر بار لاندي ژوند کول غواړي چې هر ځل د یوې پېښې، یوې نیوکې یا د یوې کورنۍ ستونزې پټولو لپاره جواز ګرزول کيږي او د میلیونونو خلکو ژوند څنډې ته کوي. پاکستان که غواړي د سیمهییز اقتصاد برخه پاتې شي، باید د اعتماد جوړولو قواعد ومني. دا سیمه نور هغه نه ده، نه خلک هماغسي دي چې پاکستان يې فکر کوي. سوداګريز مارکېټونه د ګواښونو له ادرس څخه نه بلکې د باور پر بنسټ چلېږي.
د ډیورنډ کرښې په تړاو د افغانستان سیاست له لسيزو راهیسې له انفعالي دریزونو څخه سرچینه اخيستې ده؛ داسې دریزونه چې د ملي ارادې د ممثل په ډول نه، بلکې رامنځته شويو پېښو ته په عکسالعمل ولاړ وو. کابل ډېر وخت د فشار، احساساتي فضا، یا سیمهییزو تحولاتو په ځواب کې غږ پورته کړى دى، خو د اوږدمهاله او حسابشوي تګلارې نشتون د مسائلو ملي وزن کم کړ. د هویت او جغرافیې پر بنسټ د افغانستان حق تر ډېره د شعارونو تر چوکاټ پورې بند پاتې شو. انفعالي پرېکړې، متضادې او له کورنۍ اجماع څخه د بېبرخې کېدو له امله يې اهمیت له لاسه ورکړى وو. نن اړتیا دا ده چې هېواد د انفعالي سیاست له روان ګرداب څخه راووزي او د خپلواک چلن لپاره درې اساسي اصول خپل کړي: روښانه حقوقي دریځ، ملي-سیاسي اجماع، او د نړۍ د قانع کولو لپاره ثابت، هوښیار او رغنده دیپلوماټیکه تګلاره. یوازې هغه مهال افغانستان کولاى شي چې د ډيورند کرښې مسئله له احساساتي پيچلتيا څخه د تاريخي او عيني واقعيتونو ډګر ته راوباسي او د یو ملت د مشروع حق په توګه یې نړۍ ته د منلو وړ وګرزوي ، چې سیاست یې د عکسالعمل پر ځای د نوښتونو، مسؤولیت منلو او ملي ستراتیژي په بنسټ ولاړ وي.
په پای کې، د ډيورنډ په کرښه باندې د پاکستان لخوا تړل شوي دروازې اوس د افغانستان له پريکړې سره سم تړلې پاتې ساتلو اوسنۍ پرېکړه د افغانستان لپاره د یوه نوي فکر پیل دی؛ داسې فکر چې وایي د یوې دروازې تړل یوازې د تګ راتګ محدودول نه دي، بلکې د ملي حیثیت دفاع او د اقتصادي زيانونو د مخنیوي هڅه ده. افغانستان په دغه دریز غواړي نړيوالو او ګاونډيانو ته وښئې چې د سویلي اقتصادي دهلېزونو د برخه ګرزيدو لپاره متقابل احترام شرط دی. که پاکستان په رښتیا غواړي د سیمې له اقتصادي تودوخې څخه برخه واخلي، نو باید دغه حقیقت درک کړي چې هر ځل یو اړخیز بندیز نه یوازې افغانستان، بلکې خپله پاکستان هم د انزوا لور ته بیايي.
افغانستان اوس د امتیاز غوښتنه نه، بلکې د حق غوښتنه کوي. او دا حق هغه وخت بشپړېږي چې دواړه هېوادونه د درناوي، شفافیت او پایدارو دوه اړخيزو هوکړو له مخې د ګډې راتلونکې لپاره تعامل ته مخه وکړي.
پاکستان تیره ورځ وویل چې ملګرو ملتونو د تکراری غوښتنو په اساس افغانانو د مرستو رسیدو لپآره د تورخم دروازه پرانیزو (عجیبه نده)
مګر همدې ملګری ملتونو اړوند سازمانو په پاکستان غږ وکړ چې افغان مهاجرو سره بد چلند څخه لاس واخلی مګر دوی ونه منله ځکه په هغه وخت کې ملګری ملتونه دوی ته ارزښت نه درلود نن خپلې ګټي چې ترانزیت کیږی مهم دی
بله دا چې دوی زموږ د سبزیو په وخت کې دروازی بندی کړی او زموږ افغان سوداګرو ته زیات مالی زیان ورسوو
چې بیا ملابرادر اعلان وکړ چې افغان سوداګر په دری ۳ میاشتو کې خپل تړونونه او حسابونه له پاکستان سره تصفیه کړی مطلب دا چې موږ افغانان نور له پاکستان او دوی خصمانه سیاستونه په تنګ راغلی یو
د کرزی په وخت چې ترانزیت اتکا تنها په پاکستان وو او دولتی تجربه کمه وو نو تل به چې سیاسی ستونزه پیدا شوه نو دوی به لاری بندی کړی او بیا به دلته غوغا جوړه شوه او سوداګرو په خوراکي توکی نرخ لوړ کړل او ولسونو به چیغی کړی چې کرزی صاحب پاکستان سره جوړ راشه نوکرزی به مجبور شو د پاکستان ټول غوښتنی که مشروع یا غیر مشروع ومنلی
نو تل دوی کار کولو چې آخر غنی ورته وویل چې تل لپاره یی بندی کړی تاسو دروازی بندی کړی تاسې به یی په خپله خلاصوی چې بیا همغه شان وشو اوس تازه طالبانو هم د غنی له سیاست کار واخیست اوس به پاکستان پخپله دروازه خلاصوی
کچیری دوی دروازه خلاصوی موږ باید خلاصه نکړو خیر په وچو سابو او کچالو په ګزاره وکړو خو نړیوال تضمین اړین ده
لکه امریکا، چین یا نړیوال بانک یا اسیایی بانک یا IMF ځکه کچیری بیا پاکستان دا کار کوی نو د افغان سوداګرو اقتصادی زیان غرامت به همدا هیوادونه راکوی ځکه ضمانت یی کوی بل دا چې یاد هیوادونه بی له ګټي د چا تضمین نکوی یا بانکونه یا یاد سازمان
ځکه همدا اوس آي ام آف له لوری پاکستان قرضه ورکوی په ګټه سره نړیوال بانک یا اسیایی بانک قرض ورکوی په ګټه
کله چې یاد هیوادونه یا بانکونه یا یاد سازمان زموږ تاوان غرامت راکوی نو دوی به له پاکستان ګټه غواړی نو بیا پاکستان ته دوه چنده تاوان رسیږی یو دا چې غرامت پیسی به هم ورکوی او دوی ګټه به هم ورکوی
نو یی لاره ده چې پاکستان کنټرول کیږی بله لاره نشته
مننه وروره!
پاکستان د ملګرو ملتونو غوښتنې یوازې هغه وخت مني چې د خپلې ګټې يې پکې منعکس شوې وي. کله چې د مهاجرو د حقونو خبره وه، ملګري ملتونه ورته هېڅ ارزښت نهدرلود، خو نن چې د خپل ترانزیت ستونځه ويني، د خپلو مېوو وخت يې دى او اقتصادي فشار ورباندې زیات دی، نو دروازه په بیړه پرانیزي او نوم د انساني همدردي ورباندې ږدي. دا دوهمخی تعامل څرګندوي چې د پاکستان ستونځه د اصولو نه، بلکې د حساب او ګټو ده.
اوس چې افغان حکومت هم د غني د وخت په څېر د مقابل لوري سیاست تمرینوي او د یو اړخیز فشار پر ځای متقابل فشار کاروي، پاکستان مجبوره شوی چې خپله پلمه پرېږدي او دروازه خلاصه کړي. البته ښه به داوي چې افغانستان باید خپل موقف محکم وساتي:
د پاکستان لخوا په يو اړخيزه توګه د بیا بيا دروازو تړلو له زيان څخه د خپل اقتصاد د ژغورنې لپاره موږ باید د دروازو بندولو او پرانستلو په برخه کې له دوه اړخيز تړون له لاسلیک او له نړیوال تضمین پرته خپله لاره خلاصه نهکړو. نړیوال تضمین لکه د امریکا، چین، نړیوال بانک، آسیایي بانک یا IMF په دې معنا دی چې که پاکستان د تړون خلاف کړنه وکړي، د افغان سوداګرو اقتصادي زیان به هماغه تضمین کوونکي ورکړي او هغوی به دا پیسې له پاکستان څخه د سود سره واپس اخلي.
دغه میکانیزم پاکستان د دوامدار فشار لاندې ساتي او د ترانزیت تړل ورته ګران تماميږي. په اوسني شرایطو کې د پاکستان د کنټرول تر ټولو قوي او عملي لاره همدا ده.