یکشنبه, دسمبر 7, 2025
Home+د پوښتنو دویمه برخه: وایي پوښتنې په خپله ځوابونه دي

د پوښتنو دویمه برخه: وایي پوښتنې په خپله ځوابونه دي

شاه محمود میاخېل

په افغانستان کې د پېښو د تاریخي کرونولوژي په اساس مې دا لاندې شل پوښتنې د ۱۳۲۴ل کال نه راپدیخوا مطرح کړیدي چې دا هره مرحله د تاریخ یوه برخه ده. یوه دوره بله دوره نه سپینولې شي او نه تورولې ځکه د تاریخ په هره دوره باندې مؤرخین جلا قضاوت کوي چې شباهتونه او توپیرونه څه و.

  1. هوایي بمبارې په اول ځل په ملکي اوسیدونکو باندې چیرته او د چا په حکومت کې وشولې؟
  2. د دیموکراسې لسیزې ګټې او تاوان څه و؟
  3. سردار محمد داود خان د کومو صیب منصبانو په مرسته کودتا وکړه او عوامل یې څه و؟
  4. میوند وال او ملګري یېکله، څنګه او ولې اعدام شول؟
  5. د خلق دیموکراتیک ګوند ولې او د چا په مرسته کودتا وکړله؟
  6. د سردار محمد داود خان، د هغه د کورنۍ او نږدې ملګرو اوهمداشان د محمد موسی شفیق قاتلین څوک و؟
  7. د کونړ د کرهالې او نورو سیمو او زندانونو کېبې له محاکمې د ډله ایزو قتلونو، قاتلین څوک و؟
  8. روسان ولې افغانستان ته راغلل او څوک یې په قدرت کینوه او ملګري یې څوک و؟
  9. د ګلیم جم، عصمت مسلم، جبار قهرمان ملیشې او هم په  میدان وردګ، مشرقي او نورو سیمو کې د اول ځل لپاره ملیشې چا او ولې جوړې او دغه ملیشو څه ډول جنایتونه کړیدي؟
  10. مجاهدین څنګه رامنځتهشول او څه یی وکړل؟
  11. زیات افغانان ولې مهاجراو دربدره شول؟
  12. د کابل ورانیدل او د نوېیمې لسیزې د داخلي جنګونو د ۶۰زره کسانو قاتلین څوک و؟
  13. طالبانو څنګه قدرت ونیوه اوچا ورته زمینه مساعده کړله؟
  14. د ناتو او امریکا راتګ ته چا زمینه مساعدهاو ولې یې په افغانستان حمله وکړله؟
  15. د جمهوریت د دور لاسته راوړنې او ننګونې څه وې؟
  16. د طالبانو دویم ځلراتګ ته څرنګه او چا زمینه مساعده کړله؟
  17. اوس بیا افغانستان په کومه خوا روان دی؟
  18. د دې ټولو تحولاتو داخلي، سیمه ایز او نړیوال فکتورونه څه واو دي؟
  19. ایا د دې ټولو پېښو نه افغانانو او په خاصه توګه ځیني پخوانیو خلقیانو، مجاهدینو، طالبانو، جمهوریتانو، دیموکراتانو او د دوی اول او دویم نسل سر سپردګانو، څه عبرت اخستېدی که نه؟
  20. ایا غواړو چې په ماضي کې و اوسیږو که د حال او راتلونکې لپاره څه فکر لرو؟
  21. ایا په قومي، سمتي او ژبني روایتونو سره یو ځای کیدلې شو او کنه، یا ملي وحدت یوازې په ملي روایتونو رامنځته کیدلې شي؟

د دغه ټولو پوښتنو لپاره که ځوانان سمه مطالعه وکړي، بیا کولې شي چې ځوابونه هم پیدا کړي او  سم قضاوت وکړي. همداشان ټول افغانان باید د خپلې مبارزې، هلو ځلو  او څرګندونو نهایي هدف ځآنته وټاکي چې نهایي هدف څه دی او هدف ته د رسیدلو لار یا تګلاره څه ده؟

زما په اند، په کاذبو روایتونو ولس او یا یو بل مصروفه ساتل څه ګټه نه لري بلکې ملي انګیزه نوره هم ضعیفه کوي او همدا د استخباراتي جګړې یوه مهمه برخه ده چې ولس په کاذب غرور، د کاذبو قهرمانانو د تلینونو په لمانځلو او په خپلو منځو کې د یو بل سرهپه ټکولو مصروفه کړي.

زما خپل شخصي قضاوت دا دې چې تیر ټول رژیمونه، حکومتونه او نظامونه د طالبانو په شمول ناکام و او په کل کې افغانان یو ناکام ملت دی. که مونږ د تیرو ناکامو  دورو د دفاع لپاره بیا سنګرونه نیسو، یو بل وژنو، یو بل ته کنځلې او یا د یو بل په ضد بې اساسه اتهامونه واردو، یو بل نفې کوو، پخپله ملي نفاق او د بهرنیانو لاس وهنو ته زمینه مساعدیږي.

که څوک غواړي چې تاریخي پېښې د راتلونکې نسل لپاره د عبرت په خاطر ولیکي، هغه جلا خبره ده او مهمه ده، خو فیسبوکي قضاوتونه، تاویلې ما ویلې، د یو بار مصرف لوښو غوندې ډیره ګټه نه لري فقط د ورځې وخت پرې تیریدلې شي او بس.

شاه محمود میاخیل، د جمهوري غوښتونکو خوځشت د سیاسي اړیکو مسوول او د ننګرهار پخوانۍ والي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب