یکشنبه, دسمبر 7, 2025
Homeخبرونهننګرهار؛ په زړو وسپنو کې د چاودونکې وسیلې په چاودنه کې درې...

ننګرهار؛ په زړو وسپنو کې د چاودونکې وسیلې په چاودنه کې درې تنه ووژل شول

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۵ مه)  په ننګرهار ولایت کې د شنبې په ورځ یوې چاودنې د درو تنو ژوند واخیست.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تایید کړې چې دا پېښه د شنبې په ماسپښین د کامې ولسوالۍ د «غازي» په سیمه کې شوې ده.

د ولایت د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې کارګرو زړې وسپنې (وسایل) ماتول او ټکول او نه‌پوهېدل چې په یوه فلزي ټوټه کې لاهم فعاله چاودېدونکې ماده شته. په دې پېښه کې درې واړه کارګر ځای پر ځای وژل شوي دي، خو تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي.

چارواکي وايي، دا سیمه لا هم د څو لسیزو جګړو د پاتې ناچاودو توکو له امله سخته ککړه ده، او د زړو فلزي توکو راټولول، سره له دې چې ډېر خطرناک دي، د خلکو د ژوند او کاروبار په یوه برخه بدل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې د کار نشتوالی او پراخه بېوزلي خلک، حتی ماشومان، دې ته اړ باسي چې پرېښودل شوي پوځي توکي راټول کړي او د خرڅلاو له لارې د خپلې کورنۍ لګښت برابر کړي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرامونو لپاره د مرستو کمېدا د ملکي تلفاتو د چټکې زیاتېدا سبب شوې ده.

د ملګرو ملتونو اړوند ادارې اټکل کوي چې هره میاشت شاوخوا ۵۴ کسان د ماینونو او د جګړې د پاتې ناچاودو توکو له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي، او که دا مرستې بیخې ودرېږي، دا شمېره لا زیاتېدای شي.

د ژمي له رانژدې کېدو او د بشري مرستو له کمېدو سره، د افغانستان په یو شمېر سیمو کې کورنۍ له لا سختې بېوزلۍ سره مخامخ دي، چې دا وضعیت د دې سبب کېږي چې خلک، له مرګوني خطر سره سره، بیا هم د زړو وسایلو راټولولو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب