تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۶مه) وزوسته له دې چې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو په واشنګټن ډي سي کې برید وشو، دې هیواد د کډوالو د امنیتي پلټنې لپاره یوه نوې ځانګړی څانګه جوړه کړې ده، څو د امنیتي ارزونو بهیر لا پیاوړی کړي او د راتلونکو ګواښونو مخه ونیسي.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې (USCIS) اعلان کړی چې یوه ځانګړې امنیتي څانګه یې رامنځته کړې، چې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د لا سختې څېړنې لپاره به کار کوي. د دې ادارې په وینا، نوې جوړه شوې څانګه به د هغو کسانو دوسیې وڅېړي چې د ترهګرۍ، جرمي فعالیتونو او یا هم د ملي امنیت د احتمالي ګواښ په اړه پرې شک کېږي.
دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې د امریکايي چارواکو په وینا د نوومبر په ۲۵مه نېټه د رحمان الله لکڼوال په نوم په افغانستان کې د سي آی اې او د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه همکار افغان سپینې ماڼۍ ته نژدې د امریکا د ملي کارډ پر دوو سرتېرو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یوه دواړه سخت ټپیان شول او وروسته یوې سرتېرې سا ورکړه. تراوسه هیڅ داسي کومه نښه نه ده موندل شوې چې وښيي لکڼوال له کومې سختدریځې ډلې سره ارتباط درلود. نوموړي په افغانستان کې له امریکایانو سره ۱۰ کاله کار کړی و. خو د دې لپاره چې نوموړی افغان و د هغو ګڼو امریکايي پوخیانو خلاف چې په جګړې کې د برخې اخیستو له کبله یې ورته کارونه کړي یا یې خانونه وژلي، د هغه روحي ستونزې له پامه غورځول کېږي.
USCIS د جمعې په ورځ، د ډسمبر په ۵مه، ویلي چې دا نوې څانګه به چارواکو ته دا وړتیا ورکړي چې د کډوالۍ په سیستم کې رامنځته کېدونکو خطرونو ته په چټک او اغېزمن ډول ځواب ووايي.
د دې ادارې مشر، جوزیف اېډلو، ویلي چې وروستۍ خونړۍ پېښې، په ځانګړي ډول د یوه بهرني کس لهخوا د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د ډزو پېښه، دا په ډاګه کوي چې د کډوالو د پلټنې پیاوړتیا څومره بېړنۍ ده. د هغه په خبره، نوی مرکز به د ملي امنیت د ساتنې او د خلکو د خوندیتوب لپاره پرمختللي وسایل برابر کړي.
اېډلو زیاته کړې چې د بایډن د حکومت پر مهال، پر ادارې فشار و چې د تابعیت او کډوالۍ پروسې چټکې کړي، پرته له دې چې د امنیتي پایلو پوره ارزونه وشي. د هغه په وینا، اوسني حکومت دا تګلاره بدله کړې او د درغلیو او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې لا سخت محافظتي تدابیر نیولي دي.
USCIS همداراز ویلي چې کله نوی امنیتي سیستم په بشپړ ډول فعال شي، نو د پلټنو ټول پټ او ښکاره ميکانيزمونه به پکې شامل وي، چې په هغو کې به مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) هم کارول کېږي، څو د کډوالۍ د عریضو په اړه هر اړخیزې پرېکړې وشي.
د ټرمپ حکومت د واشنګټن له پېښې وروسته د افغانستان ترڅنګ د ۱۸ نورو هیوادونو اتباعو ته د مهاجرت پروسه درولې ده.
پر لکڼوال د لومړۍ درجې د قتل او د قتل د هڅې رسمي تورونه لګېدلي دي. هغه د قتل تورونه رد کړي دي.