پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+موږ ته ولي غوسه یا قهر راځي؟ 

موږ ته ولي غوسه یا قهر راځي؟ 

راټولوونکی: احسان الله ژمن

د انسان په منفي احساساتو کي غوسه یا قهر تر ټولو ډېربد شی دي. د قهر احساس هغه وخت منځته راځي چي؛ د انسان بدن په فزیکي یا سمبولیک شکل له خطر سره مخ سي. د بېلګي په ډول؛ بې انصافي ورسره وسي، بد چلند ورسره وسي، د یو شي د لاسته راوړلو مخنیوی یې وسي…

یاد حالتونه د مغز په یوه ځانګړې برخه کي چي لمبیک سیستم نومېږي درک کېږي او په همدې برخه کي برېښنایي جریان منځته راوړي. دغه جریان په بدن کي په دوو بېلابېلو لارو په چټکۍ سره بدلون منځته راوړي.

د لومړي بدلون په پایله کي بدن د Catecholamine په نوم ماده جوړوي.

دغه ماده د څو دقیقو لپاره د انرژۍ یوه جوفه تیاروي چي د یوې حملې له پاره بسنه کوي، هدف یې د انسان جنګ یا تېښتي ته چمتو کول دي.

که د انسان د مغز مخکنۍ برخه (Prefrontal Cortex) د قهر د قابو کولو هڅه ونکړي نو، یاده انرژي په تشدد بدلېږي. دغه عمل پدې تعلق کوي چي د انسان ماغزه د حریف په اړه څه ډول اټکل کوي. که زورور وي نو څه نه ورته وایي، ځان باسي خو که کمزوری وي نو حمله ورباندي کوي.

د دوهم بدلون په صورت کي د پښتورګو دپاسه غدې څخه کیمیاوي مواد راوزي او انرژي تیاروي.  دغه انرژي کېدای سي تر څو ورځو دوام وکړي او له همدې لاري د انسان ماغزه د استراحت له حالته وځي او جګړې ته چمتو کېږي.

بدبختانه دغه انرژي موږ تاسي کله کله مجبوروي چي غوسه پر یو شي راغلې وي خو زور له بل شي څخه باسو.

له غوسې څخه د خلاصون لاري چاري کومي دي؟ 

  • د دې لپاره چي د انرژۍ لومړی جوپه په تشدد بدله نه سي نو د قهر په اول وخت کي چاته ځواب مه ورکوئ.
  • په زړه کي تر لس پوري حساب وکړئ، ژوره ساه واخلئ.
  • د قهر د پایلي په اړه فکر وکړئ.
  • د قهر له ځای څخه ځان وباسئ او که انلاین له چاسره لګیا یاست نو کمپیوټر یا موبایل مو بند کړئ.
  • ورزش وکړئ، له نژدې ملګرو سره د مسئلې په اړه خبري وکړئ.
  • هغه چاچي تاته قهر دروستی وي، په زړه کي بخښنه ورته وکړئ.
  • تر هر څه مخکي د غوصې حالت وپېژنئ، له ځان سره ووایاستچي زه غوصه یم او د ځان د آرامولو په لټه کي سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...