دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو وزیر د افغانستان د شتمنیو د کنګل...

د ایران د باندنیو چارو وزیر د افغانستان د شتمنیو د کنګل د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني د افغانستان د هغو شتمنیو د فوري خلاصېدو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د امریکا له خوا کنګل شوې دي.

باقري کني دغه څرګندونې په هغه ليک کې وکړې چې د افغانستان لپاره د سيمه ييزو تماسونو د ډلې د دوهمې غونډې په پيل کې چې د شنبې په سهار په تهران کې پيل شوه، ولوستل شو.

په دې غونډه کې باقري کني د چين، روسيې، پاکستان او ايران د ځانګړيو استازو پر مهم رول ټينګار وکړ. هغه خوشبیني څرګنده کړه چې دا خبرې اترې به د افغانستان د ګاونډیو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د سوله ییزې هماهنګۍ لپاره د رغنده وړاندیزونو لامل شي.

باقري کني څرګنده کړه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو نژدې درې کاله تېر شوي دي. د دوی له وتلو سره سره، افغانستان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

نوموړي د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د ځینو پرمختګونو یادونه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې ډېری ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي. نوموړي دغه مسایل د تاریخي بې غورۍ او  د نه پرمختګ له کبله وبللې او د افغانستان د شتمنیو کنګل دوام یې د دغه هېواد د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ وباله.

باقري کني په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د نوښتونو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو او د مسکو په فارمټونو کې د ایران فعال ګډون ته اشاره وکړه، چې د افغانستان د باثباته حکومت د رامنځته کولو لپاره د سیمې د ګډ مسوولیت په اړه ټینګار کوي.

باقري کني د سیمه ییزې همکارۍ اړتیا ته په اشارې، یادونه وکړه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو تړونونو لپاره د سیمه ییزو ارزښتونو سمون خورا مهم دی..

باقري کني تاریخي شرایطو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې اوسني اقتصادي کړکېچونه او نیمګړتیاوې تر ډېره د نیواکګرو د کړنو پایله ده، چې د هېواد زیربنا یې ویجاړه کړې او په کنډوالو کې یې پریښې ده.

هغه ټینګار وکړ چې دغه ځواکونه باید خپل بشردوستانه مسوولیتونه په غاړه واخلي او له سیاسي لاسوهنې پرته د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې ونډه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز د افغان کډوالو له امله رامنځته شوې مهمې ننګونې ته ګوته ونیوله، چې پر ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان فشار راوړي او افغانستان له کاري ځواک څخه بې برخې کوي.

ده د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د یو مسؤل میکانیزم غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو د ستنیدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او په افغاني ټولنه کې د دوی په باعزته توګه ادغام یقیني کړي.

باقري کني د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان ستراتیژیک جغرافيايي موقعیت ته اشاره وکړه، چې کولای شي د ختیځ-لویدیځ او شمال-جنوب د نښلولو مهم مرکز وګرځي. هغه د افغانستان د زیربناوو د پراختیا لپاره د سیمه ییزې همکارۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه، چې د ټولې سیمې په ګټه وي.

د شنبې په ورځ، ایران د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس ډلې د دوهمې ناستې کوربه و.

په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، چین او روسیې ځانګړي استازو ګډون وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست علي باغي کني مرستیال رسول موسوي د غونډې اجنډا روښانه کړه او ویې ویل: “په دې غونډه کې به د افغانستان د راتلونکي په اړه د ایران، پاکستان، چین او روسیې د استازو مشورې شاملې وي.”

هغه د دغې غونډې په اهمیت باندې په تاکید سره وویل: د تهران د غونډې هدف د سیمه ایزې همکارۍ او هماهنګۍ په ملاتړ سره د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ د زمینې برابرول دی.

د دغې ډلې نوبتي غونډه د جنورۍ په ۱۸ مه په کابل کې جوړه شوې وه، چې د سیمې هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړي استازي او سفیران پکې راټول شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب