شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهمردان کې د خپلې خوښې د واده له امله د خپل ورور...

مردان کې د خپلې خوښې د واده له امله د خپل ورور لخوا د یوې معلمې وژل کېدل

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) د پښتونخوا په مردان کې د یوه ښځینه ښوونځي، یوه معلمه شمایله د خپل ورور لخوا په دې تور په عام بازار کې وژل شوې، چې ولې یې په خپله خوښه واده کړی و.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، ۳۰ کلنه شمایله د شنبې په ورځ ښوونځي ته روانه وه، چې د اسامه په نوم ورور یې په ډک بازار کې د ټوپک ډزې پرې وکړې او ویې وژله.

ویل شوي، چې شمایله ۹ میاشتې مخکې په خپله خوښه واده کړی و او دغه ورور یې له دې واده سره مخالف و.

له پېښې وروسته اسامه له سیمې تښتیدلی، خو پولیسو یې د موندلو د هڅو خبر ورکړی.

د پاکستان تر واک لاندې پښتونخوا کې وخت په وخت د داسې وژنو خبرونه ورکول کیږي او د « غیرت په نوم » د وژنو نوم ورکول کیږي.

څارونکي باور لري، چې د داسې وژنو خلاف د قانون نه تطبیق په لوی لاس د دې لپاره کیږي چې داسې پېښې دوام ولري.

د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې هر کال د داسې شاوخوا زرو پېښو خبرونه ورکول کیږي.

4 COMMENTS

  1. د دغه حرامي نوم لا وحشتناک دی ، هغه به حتما د کوم ظالم ، قاتل او وحشي له نطفې پیدا شوی و لعنت پر داسې بې غیرته او وحشي .

  2. دا ټولې دی قیامت نښې او نښاني دئ. تر ټولو لویه نښه یې دا دي چې، د لوپر په څیر ګولډانګ لنډغر هم د نظر خاوند سو. نړۍ سرچپه روانه دئ.

  3. کوم حق چي نر لري سځه يي هم لري هيڅ يو تر بلي, بل نه معتبره نه ده.
    په پښتني ټولنه چا نر ته دا حق ورکړی چي د ښځي د غوښتنو مخه د قتل په بيه ونيسي وکړي او د ښځي د ژوند اختيار چي څنګه او له چاسره ژوند کوي او کله به له د وحشته او ناروغي نه ځان خلاسه وو.
    که د ښڅو د ژوند د څرنګوالي ازادي د ښځو په لاس کي وای نن به دا تاليبي زورواکي په د شان زورواکي نه چلوله مقصد داده نر زور واکه او ظالم ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب