Homeخبرونهله روسیې د طالب وزیر غوښتنه؛ افغان کارګران کار کولو ته در...

له روسیې د طالب وزیر غوښتنه؛ افغان کارګران کار کولو ته در وغواړئ

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د روسیې د یوې اقتصادي ناستې په څنډه کې له دغه هېواده غوښتي، چې د افغان کارګرانو د منلو او لېږدولو پر وړاندیز دې غور وکړي.

د ملا عمري دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هغه دا غوښتنه د روسیې د کار او ټولنیز تامین له وزیر آنتون کوتیاکوف سره د لیدنې پر وخت کړې ده.

معلومه نه ده، چې روسیې دغې غوښتنې ته څه ځواب ویلی.

کارپوهان باور لري، چې روسیه له هغو هېوادونو نه دی چې په اوسنیو شرایطو کې د بهرنیو کارګرانو د منلو ظرفیت او لېوالتیا ولري.

افغانستان کې بې کاري یوه له تر ټولو جدي ستونزو ده، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره اوج ته رسېدلې او د اقتصادي او بشري ناورین په پراختیا کې مهم رول لري.

1 COMMENT

  1. ملا جانه ، اوس په نړۍ کې کارګران باید فني او مسلکي زده کړې ولري ، په یوه ژوندی او نړیواله ژبه بوه شي . لږ تر لږه په انګلیسي او کمپیوتر پوه وي.
    آیا زمونږ کارګران دا وړتیا لري ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...