Homeخبرونهنړیوال جام: استرالیا انګلیستان او جنوبي افریقا نیدرلنډ مات کړل

نړیوال جام: استرالیا انګلیستان او جنوبي افریقا نیدرلنډ مات کړل

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) د کرکټ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې د شنبې په ورځ استرالیا د انګلیستان لوبډلې ته په ۳۶ منډو ماته ورکړه.

استرالیايي لوبغاړو د انګلیستان ټیم ته ۲۰۲ منډې هدف وټاکه چې دا په روان شل اوره جام کې تر دې دمه تر ټولو لوړ هدف و.

استرالیا چې ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل په شلو اورونو کې دا هدف وټاکه.

انګلیسي لوبغاړو د استرالیا په وړاندې خورا ښه لوبه پیل کړه خو ویې نه کړای شول چې په ۲۰ اورونو کې هدف ته ځان ورسوي.

د انګلیستان لوبډلې د ۶ لوبغاړو له بایللو او ۲۰ اورونو وروسته ټولټال ۱۶۵ منډې وکړای شوې.

د دې ورځې بله سیالي د نیدرلنډ یا هالنډ او جنوبي افریقا ترمنځ وه چې جنوبي افریقا په ګرانه وګټلی شوه.

د نیدرلنډ لوبډلې د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۰۹ منډې وکړای شوې.

د جنوبي افریقا لوبډلې هدف ته ځان په اتلسم اور او ۵ توپ ورساوه او په دې توګه یې دا سیالي په ۴ ویکټونو او ۷ اضافي توپونو وګټله.

ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ په سي ګروپ کې، چې افغانستان هم پکې شامل دی، د ویسټ انډیز او یوګنډا لوبډلې مخامخ شي. افغانستان له یوګڼدا څخه په ۱۲۴ منډو خپله لومړنۍ سیالي ګټلې ده.

همداراز په اې ګروپ کې به خورا په زړه پورې سیالي د هند او پاکستان ترمنځ د افغانستان د ماښام په ۷ بجې پیل شي.

عمان او سکاټلنډ هم د یکشنبې په ورځ د افغانستان د شپې په نهه نیمې بجې مخامخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...