سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهنیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو د افغانانو احساسات

نیوزیلنډ ته په ماتې ورکولو د افغانانو احساسات

خبریاله: ډيوه شینوارې کابل

د کرېکټ د شل اووریزه نړیوال جام د سیالیو په لړ کې  افغانستان نیوزیلنډ ته په ۸۴ منډو ماتې ورکولو افغانانو ته بې سارې خوشالي ورکړې.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې سیالۍ په اړه د نړیوالو او افغانانو بیلابیل احساسات راڅرګندیږي او تر ډيره خواله رسنۍ د نیوزلنډ او افغانستان لوبې نیولی.

د دې لوبې په اړه د اوسني حکومت چارواکو او د پخواني حکومت چارواکو د خپلو ټولنیزو شبکو د اکاونټونو له لارې د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر څنګ د جمهوریت ورستي ولسمشر ډاکټر اشرف غني هم دغه بری ستایلی او لیکلي یې دي: «د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې د خپل ملي ټیم بری چې د سر سر یوه لوبډله – نیوزیلند یې ماته کړه، د ډېرې ستاینې بولم او ټولو هېوادوالو، پېغلو او ځوانانو او په تېره د ملي لوبډلې اتلانو ته یې مبارکي وایم.

اهتزاز درفش ملی ما در چنین مواقع هیجانی توسط بازیکنان عرصه های مختلف بازی ها، از لحظات فراموش ناشدنی برای همه ماست که هنوز فراوان تر باد.

یشه سن افغانستان»

د افغانستان د کرکټ مینوالو دغه بری او د افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې هڅې د ستاینې وړ یادې کړي او خوښي یې ښودلې چې لوبډله یې له پوره تیارۍ سره نړیوال جام ته تللې.

د ټولنیزو شبکو فعال راحت ګل زیارمل په خپله فیسبوکپاڼه د لوبې په اړه په خپلو احساساتو کې لیکلي: (له ډېره وخته به زه د افغان کرکټ د ملي لوبډلې د توپوهنې له ستونزې (بې‌زره‌توب او نه‌ډسپلین) ځورېدم؛ تل به د توپ‌اچوونو لاسته راوړنې د دوی له لاسه وتلې؛ خو نن یقيني شوم چې د لویو لوبډلو په وړاندې دغه تشه نوره ډکېدونکې ده.

بله مسله دا وه چې کله به زموږ ملي لوبډلې کومه لاسته راوړنه لرله؛ نو ګاونډي به ویل چې دوی زموږ روزل شوي او نمک‌خواره دي. زه به نو دغو خبرو خوړلم.

خو که اوس زموږ کرکټ دغسې مخ‌ته او د ګاونډیانو هغه شاته روان وي، نو لیرې نه ده چې یو وخت به ځینو افغان لوبغاړو ته زارۍ وکړي د روزونکو په توګه د دوی وړاندیز ومني.)

افغان سندرغاړي بیا د نیوزلینډ سره سیالۍ په اړه په تنزیه بڼه په خپل فیسبوک لیکلي: (زار زار له اتلانو!!!

اَخ وایم لوګی دی شمه، شینو! ګربز جان خو ځیګر ده ځیګر! راشد خو بیا د افغانستان آرمان دی. نبي، نوین، عمرزی او نور ټول اتلان خو د زړه سرونه او سترګو تور دي. د مور شيدې! د مور شيدې! د مور شيدې لا په داسې بريا ️

نیوزیلند را یک رقم شکست دادیم فقط که زیمبابوی‌باشه! اگه اِی مسابقه ره ندیدی، والله و بالله هیچ قومندان نیستی، اُو؟!

نااااام خدا!

عطر پیروزی از گریبان افغانستان جاریست!

همی مو پَک بیراری!

بَلدی کولی قوما تبریک موگی!

یشه سن افغانستان ️

بابه نوجوان)

یوې بلې افغانۍ سندرغاړې ارینا سعید هم د نننۍ سیالۍ په اړه په خپله سوشل میډيا خپل احساسات داسې څرګند کړي: (قهرمانان ما در حال نوشتن یک تاریخ جدید… زه په خپلو اتلانو ویاړم!!!

مبارک به تمام عزیزانم… دیره دیره موبارک شه!!

Our Champions are in the process of writing new history… I am so proud of them!!

Congratulations My LOVE/S!!)

د نیوزلینډ او افغانستان د لوبې په اړه نظریات او احساسات ډير عجیب دي، د بشر حقونو فعالې او د لغمان ولایت پخوانۍ مرستیالې بیا په ځپله فیسبوک پاڼه لیکلي:( کله چی ته اختر ته یوه هفته وروسته په تمه یې ، او اختر ناڅاپه یوه هفته مخکی شي …

#وخلکو 2023  کال مو په یاد دی ؟

# او نن  ️

#مبارک مبارک مبارک)

همدا زار د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان بیا له افغانانو تمه ښودلې چې خپله ملي لوبډله په دوعا وو کې یاد وساتي نومړي لیکلي: (ګرانو هېوادوالو،

په نړیوال جام کې مو د افغانستان دویم بری هم مبارک شه. له نیوزلنډ څخه د لوبې ګټل غټه لاس ته راوړنه.

ستاسو د دوعاو  او ملاتړ څخه ډېره مننه،‌ تاسو دوعاوې وکړئ‌ او موږ به هڅه وکړو جې ستاسو په شونډو د خوشحالۍ موسکا ته راولو.

زنده باد افغانستان.)

افغانستان ددغه سالۍ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې نیوزیلنډ ته د ۱۶۰ منډو موخه وټاکله.

خو نیوزیلنډ د خپلې پاڼۍ په ۱۵ اعشاریه دوه اورونو کې ایله ۷۵ منډې وکړې او افغانستان دا لوبه وګټله.

1 COMMENT

  1. الحمد الله ، دلوی رب شکر ادا کوم د کرکټ بریا یو خوا اوداچې رنګین بیرغونه په عکسونو کې ووینم او په ویډیو ګانو کې ملی سرود واورم خوښي مې څو برابره شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب