پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهد طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د پاکستان د صدراعظم څرګندونې رد...

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د پاکستان د صدراعظم څرګندونې رد کړې

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲۵مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې له افغانستان څخه وسله‌والې ډلې پاکستان ته ننوځي، او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان امنیتي ستونزې د اسلام‌اباد کورنۍ مسئله ده.

فطرت څرګنده کړه: «افغانستان باید د پاکستان د امنیتي ستونزو په خاطر ملامت ونه ګڼل شي. دا موضوعات باید د اسلام‌اباد د کورنیو چارو په چوکاټ کې وڅېړل شي.»

هغه زیاته کړه، افغانستان تل هڅه کړې چې په سیمه کې سوله او ثبات رامنځته کړي او نه‌غواړي چې د ناامنۍ سرچینه وپېژندل شي.

فطرت دا هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د امنیتي همکاریو بنسټ پر متقابل درناوي او ښه نیت ولاړ وي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له دې وړاندې ویلي و چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP)  په ګډون ترهګرې ډلې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.

شهباز شریف دا هم زیاته کړې وه: «افغانستان زموږ ورور هېواد دی او موږ طبیعي ګاونډیان یوو. موږ باید د ښو ګاونډیانو په توګه په دوستانه فضا کې ژوند وکړو، خو له بده مرغه داسې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان له افغان خاورې فعالیت کوي او زموږ پر بې‌ګناه خلکو بریدونه کوي.»

پاکستتاني چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې وسلې د پاکستان په جګړو کې کارول کېږي او په دې اړه یې له امریکا سره خبرې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...