پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهماینونه او ناچاودې مهمات هره میاشت ۵۰ افغانان وژني

ماینونه او ناچاودې مهمات هره میاشت ۵۰ افغانان وژني

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) طالب چارواکي وايي، لږ تر لږه پنځوس کسان هره میاشت په افغانستان کې د ناچاودېدلو مهماتو په چاودنو کې وژل کېږي یا ټپيان کېږي.

دا خبره له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر نورالدین ترابي، «د ماینونو د پوهاوي نړیوالې ورځې» په مناسبت په کابل کې په یوه غونډه کې وکړه.

نورالدین ترابي، وویل چې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو د قربانیانو ډېره برخه ماشومان او کوچيان جوړوي.

ترابي له ملي او نړیوالو ادارو وغوښتل چې له پخوانیو جګړو څخه پاتې ماینونو او نا چاودېدلو مهماتو د پاکولو هڅې زیاتې کړي.

په همدې مراسمو کې، د یادې ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ رئیس نورالدین رستمخېل وویل چې په افغانستان کې نژدې ۳,۹۹۳ کیلومتره مربع مځکه له ماینونو او نورو چاودېدونکو موادو څخه پاکه شوې ده.

خو ده دا هم وویل چې لا هم له ۱,۱۵۰ کیلومتره مربع څخه زیاته مځکه — په ځانګړې توګه په کلیوالو او جګړه‌ځپلو سیمو کې — په ماینونو ککړه ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې تر دې وړاندې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼلی و چې تر ټولو ډېر ماینونه او نه چاودېدلي مهمات پکې پاته دي. د کلونو جګړو میلیونونه ماینونه او نور چاودېدونکي توکي په افغانستان کې پرېښي، چې لا هم د ملکي وګړو ژوند ته خطر پېښوي.

د «هیلو ټرسټ» په نوم د بریتانیا د ماین پاکۍ یوې ادارې تېر کال (نومبر ۲۰۲۳) راپور ورکړی و چې یوازې په لاس د جوړو شویو چاودېدونکو توکو له امله، په ۲۶ ولایتونو کې تر ۶۵ کیلومتره مربع څخه زیاته مځکه ککړه ده، په داسې حال کې چې دا شمېر د ۲۰۲۲ کال په پای کې ۵۳ کیلومتره مربع وه.

د نړیوالو ارزونو له مخې، د نړۍ شاوخوا ۶۰ هېوادونه د ماینونو له ککړتیا سره مخامخ دي، چې افغانستان پکې د څلورو تر ټولو سختو ککړو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...