Homeخبرونهټرمپ یو وار بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل، شرموونکې شېبه...

ټرمپ یو وار بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل، شرموونکې شېبه وبلله

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د خپل هېواد د تاریخ «یوه شرموونکی شېبه» بللې ده.

ټرمپ د السلوادور له ولسمشر سره په کتنه کې وویل، که په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په مهال ولسمشر وای، دا پېښه به نه وه شوې، او امریکايي ځواکونه به «په درناوي او عزت» له افغانستانه وتلي وای.

امریکايي پوځیان د ۲۰۲۱ د اګست په پای کې د دوحې د موافقې په نتیجه کې ووتل چې د ښاغلي ټرمپ په اصرار د افغانستان لپاره د امریکا د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوې وه.

ټرمپ په ځلونو د امریکايي پوړځیانو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړي او د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې نوموړی د افغانستان په اړه څرګندونې کوي.

د روان هجري لمریز کال د حمل په ۱۹مه، ټرمپ د امریکا په کانګرس کې د جمهوري‌پالو د ملي کمېټې په غونډه کې د بګرام هوايي اډه د نړۍ له لویو او د امریکا لپاره له خورا مهمو اډو څخه وبلله.

تر دې پخوا یې ویلي و چې بګرام د چین د اتومي وسلو د تولید له مرکزه یوازې یو ساعت لیرې دی نو دا اډه د امریکا لپاره خورا زیات اهمیت لري.

ده تر دوهم ځل ولسمشر کېدو مخکې ویلي و چې که بیا واکته ورسید بګرام به بیرته ونیسي.

ټرمپ د السوادور له ولسمشر سره په کتنه کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشاره وویل:
«که زه ولسمشر وای هغه شرموونکې لحظه به، چې په افغانستان پورې اړه لري، زموږ د هېواد په تاریخ کې نه وای شوې. نه له دې کیله چې له افغانستانه ووتو، په دې به خوشاله وم، پوهیږئ ما ټول شرایط داسې برابر کړي و چې خلک مو په عزت او افتخار وباسو. دا د هېواد په تاریخ کې تر ټولو بده او شرموونکې شېبه وه.»

1 COMMENT

  1. پخوانۍ ولسمشر نده اوسنۍ ولسمشر ده
    بل ځای مو لیکلي؟
    ټرمپ په ځلونو د امریکايي پوړځیانو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړي
    (پوړځیانو) اصلاح کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...