تاند【سه شنبه د حمل ـ وري ۲۶مه】د نیو عرب په نوم یوې رسنۍ راپور ورکړی، چې د افغانستان یو تبعه په مکې ښار کې د هیرویینو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی.
سرچینه د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، دغه افغان وګړی، بادشاه قل سلیماني د یکشنبې په ورځ اعدام شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې کورنیو چارو وزارت هغه د نشه يي توکو د قاچاق لپاره د “باډي پَکېنګ” یا د بدن دننه د موادو وړلو طریقه کارولې وه.
د سرچینې په اعلامیه کې ویل شوي، چې د اعدام عملي کول د نشه يي توکو پر وړاندې د دغه هېواد کلک دریځ څرګندوي او سعودی عربستان به د نشه يي توکو قاچاق وړونکو او ویشونکو پر وړاندې تر ټولو سختې سزاګانې عملي کړي.
مکه د اسلام تر ټولو مقدس ښار ګڼل کېږي، او د سعودي عربستان حکومت د دې ښار د سپېڅلتیا ساتلو لپاره ځانګړي سخت قوانین وضع کړي دي.
د سعودي عربستان د قانون له مخې، هر ډول نشهيي توکي، په ځانګړي ډول هیرویین، شیشه، او کوکاین، قاچاق یا ساتل یې سخت جرم بلل کېږي، چې سزا یې له اوږده بند څخه تر اعدام پورې رسېږي.