پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهحامدکرزی؛ پر زده کړو بندیز د کډوالۍ لوی عامل دی، باید ختم...

حامدکرزی؛ پر زده کړو بندیز د کډوالۍ لوی عامل دی، باید ختم شي

تاند【سه شنبه د حمل ـ وري ۲۶مه】‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ پر پیل خواشیني ښودلې.

حامد کرزي له طالبانو غوښتي، چې له هېواده د کډوالۍ عوامل لکه د نجونو پر زده کړو بندیزونه لرې کړي، څو افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ نشي.

نوموړي دا چاره هم د اندېښنې وړ بللې، چې د راپورونو پر اساس، پاکستاني پولیس د افغانانو د کور وسایل اخلي او د نړیوالو نورمونو خلاف چلند ورسره کوي.

کرزي پر اړوندو نړیوالو ادارو او ملي سوداګرو غږ کړی، چې له ستنو شویو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

ورته مهال د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د اسلامیک ریلیف مرستندویه سازمان له لوري د کډوالو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودل شوې او ټینګار یې کړی چې دا به افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړي.

پاکستان د روانې اپریل میاشتې له پیل نه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړښ پیل کړې ده.

په تېرو دوو اونیو کې پاکستان د تورخم او سپین بولدک له لارې لسګونه زره افغانان په جبري ډول را ایستلي دي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

1 COMMENT

  1. سلام
    اوس هم سر وخت دی چې کرزی خپل ګریوان کې سرکښته کړی او له خدای ج وویریږی دخپلو مرداریو عفوه له همدې بیوزلی ولس وغواړی . دا به دزد ه کړو لپاره یو په زړه پورې پیام وی. ملت هم ددغه غږ انتظار باسی. دجزایرو مشر!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب