پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد مهاجرت نړیوال سازمان: پاکستان په ۲ اوونیو کې نژدې ۶۰ زره...

د مهاجرت نړیوال سازمان: پاکستان په ۲ اوونیو کې نژدې ۶۰ زره افغانان ایستلي

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د مهاجرت نړیوال سازمان نن (سې شنبې) وویل، وروسته له هغه چې اسلام‌اباد افغانستان ته د کډوالو د شړلو کمپاین ته زور ورکړی، په تېرو دوو اوونیو کې یې نژدې ۶۰ زره افغانان ایستلي دي.

پاکستان تېره میاشت (مارچ) شاوخوا ۸ لکه افغانانو ته، چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي د افغان اتباعو کارتونه (ACC) لري، د اپرېل تر لومړۍ وخت ورکړ چې له پاکستانه ووځي. دا له پاکستانه د افغانانو د ایستلو د هڅو دوهم پړاو و.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا IOM په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۱مې تر ۱۳مې پورې، له پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو په شمېر کې چټک زیاتوالی راغلی، او نژدې ۶۰ زره کسان د تورخم او سپین‌بولدک له لارو بېرته افغانستان ته داخل شوي دي.»

ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو شیانو سره، د تورخم (په شمال کې) او سپین بولدک (په جنوب کې) راټول شوي، کومه صحنه چې د ۲۰۲۳ کال یادونه کوي، کله چې لسګونه زره افغانان د پاکستان له لوري د ایستلو له ګواښونو وتښتېدل.

د IOM د افغانستان مشرې، میهیونګ پارک وویل:«له پاکستان څخه د لویو ډلو له ایستلو سره په افغانستان کې، چې د راستنېدونکو د جذب ظرفیت محدود دی، اړتیاوې په چټکه ډېرېږي.»

ملګرو ملتونو ویلي، نژدې ۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسي — ډېری یې، چې د جګړو له امله تښتېدلي، له تېرو څو لسیزو راهیسې هلته دي.

تر ۱.۳ میلیونو زیاتو هغو افغانانو ته چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له خوا ورکړل شوي د راجسټریشن ثبوت کارتونه لري، هم ویل شوي چې باید له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه ووځي.

طالب چارواکو بیا بیا ټینګار کړی چې افغانانو ته باید اجازه ورکړل شي چې «په درناوي» خپل هیواد ته ستانه شي.

له پاکستان څخه د ګڼ شمېر افغانانو ایستلو ته په اشارې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وویل:«د ګاونډیو هېوادونو له لوري له افغانانو سره ناوړه چلند د منلو نه دی.»

په زور کډوال مه باسئ

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شوې دي.

اسلام‌اباد پر طالبانو تور پورې کړی چې په خپله خاوره کې یې د پاکستان د حکومت وسله والو مخالفانو ته پناه ورکړې، خو طالبان دا تور ردوي.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر، طلال چودري تېره اوونۍ له خپل هیواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه وویل چې اسلام‌اباد دا اقدامات د دې لپاره کوي، چې «افغانان په ترهګرۍ او نشه‌يي موادو کې لاس لري.»

هغه زیاته کړه، د هغو افغانانو، چې په پاکستان کې د درېیم هېواد وېزې ته منتظر دي، د قضیې به جلا ډول وڅېړل شي.

خو ده ټینګار وکړ: «د اپرېل له ۳۰ وروسته به هیچا ته نور مهلت نه ورکول کېږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو فعالان له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د افغانانو ځورونې او په زور ایستنې غندي او د پای ته رسیدو غوښتنه یې کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو وغوښتل: «چې د افغانانو د ایستلو لړۍ تر هغو سمدستي ودروي، چې داسې شرایط برابر شي چې بېرته ستنېدا په امن، درناوي، او داوطلبانه ډول وشي — پرته له دې چې د چا حقوقي وضعیت څه وي.»

یادې ادارې زیاته کړه چې د ۲۰۲۳ له سپټمبر څخه د ۲۰۲۵ تر اپرېیل پورې، له پاکستان او ایران څخه تر ۲.۴۳ میلیونه ډېر غیرقانوني افغان کډوال بېرته ستانه شوي، چې له نیمایي ډېر یې په زوره ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب