پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهپاکستان کې چاودنې ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

پاکستان کې چاودنې ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند【سه شنبه د حمل ـ وري ۲۶مه】‏پاکستاني رسنۍ وایي، په بلوچستان ایالت کې د یوې درنې چاودنې له کبله ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د دې ایالت په ماستونګ سیمه کې رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا یا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

پاکستان په دې وروستیو کې د نا امنیو په لومه کې سخت راګیر شوی، چې د شنونکو په باور د خلاصون لار ترې ورکه ده.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په ګډون ترهګرې ډلې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.

شهباز شریف دا هم ویلي وه: «افغانستان زموږ ورور هېواد دی او موږ طبیعي ګاونډیان یوو. موږ باید د ښو ګاونډیانو په توګه په دوستانه فضا کې ژوند وکړو، خو له بده مرغه داسې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان له افغان خاورې فعالیت کوي او زموږ پر بې‌ګناه خلکو بریدونه کوي.»

خو تازه د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې له افغانستان څخه وسله‌والې ډلې پاکستان ته ننوځي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان امنیتي ستونزه د اسلام‌ اباد کورنۍ مسئله ده.

فطرت څرګنده کړه: «افغانستان باید د پاکستان د امنیتي ستونزو په خاطر ملامت ونه ګڼل شي. دا موضوعات باید د اسلام‌اباد د کورنیو چارو په چوکاټ کې وڅېړل شي.»

هغه زیاته کړه، افغانستان تل هڅه کړې چې په سیمه کې سوله او ثبات رامنځته کړي او نه‌غواړي چې د نا امنۍ سرچینه وپېژندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...