جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د رحیم شاه کنسرت او د پښتنو/ افغانانو بې پروایي

د رحیم شاه کنسرت او د پښتنو/ افغانانو بې پروایي

 نصیر ستوری

د نوموتي او نوښتګر سندرغاړي ښاغلي رحیم شاه لپاره د 2025 کال د اپریل پر 4 مه د فرانکفورت او پر 11 مه نېټه د کولن په ښارونو کې د ښاغليو شیرشاه، ضیا’ او ګیلاني له خوا کنسرتونه جوړ شوي وو.

د جرمني د احصایې د فدرالي ادارې له مخې د 2023 کال د ډسمبر ترپای پورې په جرمني کې نژدې 419000 افغانان مېشت وو.

که د هغو افغانانو شمېر چې د جرمني تابعیت لري او د هغو کډوالو چې په ۲۰۲۴ او په روان ۲۰۲۵ کال کې دې هیواد ته راغلي ورزیات کړو، نو تر پېنځه سوه زره افغانانو رسېږي.

  په هیسن ولایت کې، چې فرانکفورت یې لوی ښار دی 62260 او په نارډ راین ویسټفالن ولایت کې، چې کولن یې غټ ښار دی، 93000 افغانان میشت دي (*1)

رحیم شاه د پښتو دودیزو نغمو او پاپ سټایل له امله د پښتو، اردو او نورو ژبو د ټنګ ټکور په ډګر کې یو پېژندل شوی سندرغاړی، کمپوزر او د موسیقي طرز جوړوونکی دی، چې ځانګړي غږ، نوښتګره لاره (سبک) او ژور هنري احساس لري، خو له بده شامته لکه څنګه چې تمه کېده، هغومره پښتانه/ افغانان دغو کنسرتونو ته نه وو راغلي او له پښتنو مینه‌والو یې غیر پښتانه ډېر وو.

رحیم شاه د 1975 کال د اپرېل په 3مه نېټه په کراچۍ کې د ترمذي ساداتو په یوې پښتنې کورنۍ کې زېږېدلی، او اصلي ټاټوبی یې د سوات سیمه ده. هغه اوسمهال په کراچۍ کې میشت دی.

رحیم شاه پښتو ټنګ ټکور او هنر ته د نولس سوه نوي یمې لسیزې په پای کې مخه کړه.

د هغه لومړنی مشهور البوم “غم” و، چې د پښتو دودیزې ټپې یې په نوې ټنګ ټکور (موسیقۍ) کې رانغاړلې وې،(د پښتو نوموتي سندرغاړي هارون باچا دغه رنګه  دودېزې ټپې مخکې هم ویلې وې).

 د”غم” البوم په افغانستان، پښتونخوا،  پاکستان او هند کې ډېر مشهور شو، حتي هندي سندرغاړي الطاف راجا هم د ده د موسیقۍ لاره (طرز) کاپي کړه.

 هغه په ۲۰۰۲ کال د باليووډ فلم ي صنعت د Yeh Dil Aap Ka Huwa فلم لپاره سندرې رېکارډ کړې دي د Pehle To Kabhi Kabhi Gham Tha سندره یې د فلم له غورو سندرو څخه ده.

په 2023 کال کې د Yaariyan2 فلم او د  ARY-Digital د „اولاد“ ډرامې لپاره د ده سندرې غوره شوې دي.

همدارنګه، په 2011 کال کې یې اعلان وکړ چې د پښتو ژبې په یوه فلم کې به د مرکزي رول لوبولو ترڅنګ د پښتني کلتور ریښتینی انځور وړاندې کړي. (*2)

هغه خپلو ویډیوګانو ته هم د نړیوال کچ (معیار) کلیپونه جوړ کړي، او د نغمو د جوړښت لپاره یې کارپوه (مسلکي) ټنګ ټکور جوړونکي (کمپوزران) او پروډیوسران وکارول، چې په دې سره یې پښتو موسیقۍ ته نړیوال رنګ ورکړ.

رحیم شاه د موسیقۍ ترڅنګ له خیریه کارونو سره هم مینه لري او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي.

د رحیم شاه ټنګ ټکور (موسیقي) یوازې نغمه او ساز نه دی – دا زموږ د کلتور، ژبې، احساس او تاریخ ښکارندوی دی.

که موږ دغسې بې حسي او بې ‌پروایي وکړو، نو زموږ کلتوري او هنري شتمني به یوازې د کړکېښ /پېښلیک (تاریخ ) تړلې پاڼه وي.

درنښت

نصیر ستوری

جرمني – ویسلینګ ښار

15.04.2025

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب