سه شنبه, مې 14, 2024
Homeروغتیاحجروي اتصال | قاسم خان همت

حجروي اتصال | قاسم خان همت

اتصال (Junction)
د مجاورو حجراتو نښلیدو ته اتصال ویل کیږي.
په بل عبارت کله چي حجرې د نسج جوړولو لپاره یو بل سره ارتباط پیدا کوی دغه ارتباط ته اتصال وایې.

په نباتاتو کي اتصال: په نباتاتو کي اتصال د یوې حجرې د پلازما میمبرن د مجاور حجرې د پلازما میمبران سره د حجرويدیوال د سوراخ په واسطه کیږي،دا ډول اتصال ته پلازمادسماتا (plasmadasmata) ویل کیږي.

په حیواناتو کې اتصال :په کثیر الحجروي حیوانات کې حجرې د (Extracellular Matrix) په واسطه سره جلا وي اما په ځینو انساجو کې لکه Epithelial د حجراتو د Plasma Membrane تر مینځ اتصال پیدا کیږي،دغه ډول اتصال د Multi protein Complexes د لاري کیږي چي د مجاور حجراتو تر مینځ یا د حجري او د Extra cellular Matrix تر مینځ وي.

اتصال په پنځه ډول دی

①Tight Junction
مضبوط اتصال: دا ډول اتصال د دوو مجاورو حجرو د خارجي غشاو د یو ځای کیدو یا نښلیدو سبب کیږي،د بین الحجروي مسافه په قُلي ډول د منځ تللي وي،دغه ډول اتصال د بدن حجرات یو له بل سره یو ځای ساتي.دغه اتصال د Ridges څخه جوړ شویدي چي د دغه Ridges نیمایي برخه د یوي حجري او نیمايي د بلي حجري سره وصل وي.
Ridges د پروټین څخه جوړ شوی،د ایونونو او نورو منحله موادو د حرکت په مقابل کښي مانع منځ ته راوړي.موقعیت یې:
دغه ډول نښلیدل په(Epithelial) انساجو په سطحي برخه کښې لیدل کیږي
لکه: د پښتورګو د تبولونوجدار
معده Stomach
مثانه Bladder
کلمې Intestines

د مضبوط اتصال وظایف
¹حجرات یو له بل سره نښلوي.
²حجرو تر مینځ خالیګا وي بند وي.
³د مایعاتو او ځینو مالیکولو د تیریدو مانع ګرځي.
د مضبوط اتصال ناروغۍ
① د پزې او سږو تر مینځ Tubes انتان (Chronic Bronchitis)
②ساه بندي (Asthma)
③هغه ناروغۍ چي د انسان په حجراتو کي د مالګې مقدار متاثره کوي
(Cystic Fibrosis)
Lung ‘Digestive system & sweet glands male Fertility

②Adherens/­Intermediate Junction
پدې اتصال کي ددوو حجراتو تر مینځ مسافه موجوده وي،او دغهمسافه د سریښناکه موادو په واسطه پوښل شوي وي،چي د حجراتو غشاوي یو د بل سره ونښلوی چي یو ډیر قوي اتصال رامنځ ته ته کیږی چي د غټو مالیکولونو د خروج مانع ګرځي.
وظایف یې:
Epithelial cells سره نښلولي لکه د زړه عضلاتي حجرات(Cardiac Muscle cells)حجرات په طاقت سره نښلوي ولي چي قوي تقلص کوي.

ناروغۍ یې
:The edema associated with sepsisد شریانو او انساجو انتان چي په نتیجه کي زیات اندازه مایع پکښې پیدا شي
Tumor metastasisد ټیومر د خپریدو ناروغي

③ګپ جنکشن Gap Junction
دا اتصال د چینل پروتين په واسطه جوړیږي چي ددوو حجرو سایتوپلازم یو له بل سره اتصال پیدا کوی(Ecf) ته اجازه نه ورکوي چي (icf) ته مواد ولیږدوي، یوازي یو سایتوپلازم بل سایتوپلازم ته مواد ورکوي.
موقعیت د ګپ جنګشن:
په مختلفو انساجو کي لیدل کیږي د بشروی انساجو په درمیانه برخه کي لیدل کیږي.
د زړه او رحم په عضلاتو کښې.
د سترګو په Cornea برخه کښې.

وظایف یې:
د زړه په عضلاتو کي (Rhythmic )تقلصات پیدا کوي.
د یوې حجرې نه بلې حجرې ته برقي فعالیت په سرعت سره تیروي او هم مختلف کیمیاوي Messengers تبادله کوي.
په وخت د ولادت د رحم Smooth muscle cells Uterus یو له بل سره د Gap Junction په واسطه ارتباط پیدا کوي اود یو قوي تقلص سبب کیږي.

Gap Junction ناروغۍارثي ناروغيCongenital heart defectsپیدایښتي د زړه ناروغي
Congenital deafnessپیدایښتي کوڼتوب

④ډیسموزوم اتصال Desmosome Junction
دغه اتصال بشروي انساجو په هغه ساحه کي چي د فزیکي فشار سره مخ وي لیدل کیږي لکه: د لاس پوستکی.یعني یو پلیکس یو بل سره ارتباط پیدا کوي.
وظایف یې:
د بشروي انساجو عمیقه برخه په طاقت سره نښلوي،او هغه انساجو ته چي د خارجي فشار سره مخ وي طاقت ورکوي.
ناروغۍ یې:
د جلد د تڼکو ساحه راپیدا کوي.
په بدن کي د پروتين خلاف کار کوي.
د پوستکي د سرطان سبب کیږي.

⑤ Hemidesmosome junction
په دي ډول اتصال کي د حجرې Trance membrane Protein د Basement membrane سره وصل کیږي. بیسمینټ میمبران د Basal lamina او د Connective tissue د reticular fibers څخه عبارت دی.
موقعیت یې:
د بشروي انساجو په اخیرني برخه کي موقعیت لري.
وظایف یې:
بشروي انساج په طاقت سره د Connective tissues سره نښلوي.
هغه انساجو ته چي د قوي فشار سره ارتباط لري طاقت ورکوي.
ناروغۍ یې:د پوستکي مختلفي ناروغۍ.
د پروټین په خلاف د Auto Antibodies ناروغي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب