پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهننګیالتر ځمکې لاندې ستوري| شهرت ننګيال

تر ځمکې لاندې ستوري| شهرت ننګيال

د افغان او افغانستان رښتيني خدمتګار په ياد

ولسمل او «افغان مجاهد» د خاموش اکثريت چوپتيا ماته او ملي قشر ته د خوځښت او راټولېدا فرصت برابر کړ.

*** ***

د ملي مبارز محمد حسن ولسمل د جنازې کټ ته په درېدو يوه شېبه ماته داسې برېښېدله لکه زما هم له ده سره یو ځای سا ختلې…

ما څلور لسيزې د فکر او مبارزې په هسکو ټيټو کې د ده څنګ کې تېرې کړې، په مهاجرت کې مو د هرې نادودې او ناخوالې درد له ده سره په ليدو کتو ټکور کړی.

دې د مبارزې او سياست په هنر پوهېده، سياست يې يو ډول ارټ ګرځولی و، په همدغه هنر يې په مبارزه کې ويره، ستوماني او پښېماني د سړي له زړه ايستله.

د ده مبارزه د خلکو او وطن لپاره وه، ځان ورته په دغه مبارزه کې بسيا او هوسا ښکارېده، ځکه خو يې ځان ته د افغان او افغانستان د خدمتګار لقب غوره کړی و.

له جنازې وروسته کلي ته ولاړم، د ده کتابونه، د اخبار کلکيسونونه، لسګونه ليکونه مې راواخيستل، د استبداد او اختناق هغه چاپېريال ته ورننوتم چې ولسمل کډوال و، مهاجر و، لاس يې تش ا و ملګري خواره واره وو، خو ولسمل مبارزه پیل کړه، له شوروي يرغلګرو سره د ډغرې پر ډګر، تنظيمي اختناق، انحصار او د کوربه هېواد پټو ښکاره توطيؤ ته ودرېد، د ملي او مدني مبارزې د سنګر په پرانيستو يې هغه تر پايه تود وساته.

د ده د ژوند او مبارزې دړه له سره راته پرانيستل شوه، له نيمې پېړۍ زياته ملي مبارزه، ګواښونه، ګواښنې، محروميتونه، د قيد وبند صبعتونه او د ده د عزم او متانت دنګ څلي مې ټول سترګو ته ودرېدل.

دا د افغان او افغانستان د دغه ارمانجن خدمتګار د نيمې پېړۍ جدوجهد پر هسکو ټيټو يو ځغلند نظر دی.

که نه دغه ملي جبهه او ملي مبارزه ښايي په مستقله او جلا کچه تر څېړنې ارزونې لاندې ونيول شي، دا زموږ د معاصر تاريخ هغه باب دی چې راتلونکي نسل ته يې د درسونو، عبرتونو مالامال خزانه په پاڼو کې خوندي ده.

له لومړني ښوونځي په فارغېدو او کابل ته په تلو مې د سياست معرکه دومره توده ومونده چې له اغيز يې ډډې ته نشوای پاتیدلی.

د آزادو اوله ګوندونو سره پېيليو خپرونو بازار تود و، پلار مې هره پنجشنبه له دفتره په راتلو ترجمان اوونيزه ورسره راوړله، ترجمان پر کارتونو سربېره چې مرحوم نوين خپله کښل تفريحي، فکاهي او د طنز په ژبه او چوکاټونو کې په زړه پورې بوختوونکي مطالب لرل، چې ډېری درې وو، يوازې د مرحوم وحيد پښتو ليکنه په کې خپرېدله.

خو موږ له خپل جيب خرڅ په سپما افغان ملت اوونيزه رانیوله.

پلار مې هم په دې خوشحاله و چې بچيان يې له جيب خرڅ په سپما د سګرټو پر ځای اخبار رانيسي. ځکه خو به يې له کوم غبرګون او تبصرې پرته په خوشحاله زړه هغه سر ترپايه لوستله.

۱۳۴۹ل کال کې افغان اوونيزه راووتله، «افغان» ملي مبارزې او سياست ته د جذب فوق العاده ظرفيت درلود، موږ هم «افغان» ورکش کړو، اړ شو په اوونۍ کې دوې افغانۍ نورې هم وسپموو. د «افغان» او «افغان ملت» د منځپانګې ترمنځ څرګند توپير نشوای ترسترګو کېدلی. خو د مرحوم محمد هاشم ميوندوال، استاد ګل پاچا الفت، سيد شمس الدين مجروح، عزيز الرحمن الفت، استاد حبیب الله رفيع او نورو مشهورو شخصيتونو پرله پسې ليکنو د افغان تله درنه ساتله.

د مرحوم ميوندوال «بعد از بنګلدیش پشتونستان» مقالې سياسي زلزله ګډه کړې او د ملتپالو ځوانانو احساسات اورني کړي و. د ادبي کنايو او استعارو په جولۍ کې د استاد الفت لیکنو «افغان» ته هميشنی وزن او درنښت ور په برخه کړی و، د مشر مجروح ليکنو افغان ته په سياسي اړخ کې يو بل باور او وقار وربښلی و. د شهيد عزیز الرحمن الفت «دين را باید از خدمت ارتجاع و استبداد نجات داد» لیکنې په ځوانو افکارو کې د يو بل شور هنګامه پورته کړې وه.

د دموکراسۍ په لسيزه کې چې سردار محمد داود خان د مطبوعاتو له اړخه هېره څېره او له سترګو لويدلی شخصیت ګرځېدلی و، «افغان» د ده د پرمختيايي پلانونو او خدمتونو په اړه مقاله خپره کړه، چې له امله يې حکومت او شاه پارېدلی و.

د «افغان» ځانګړنه په همدې کې وه چې ډېری يې په مخالف سمت او جهت کې د ګام اخيستو نوښت ته په پام اړولو پرمختياوې راسپړلې، په داسې حال کې چې «افغان ملت» د عبدالمالک خان عبدالرحيمزي په پلوۍ چې له زندان څخه له راوتلو يې نټه کړې وه. د ليکنو لړۍ نښلوې وه.

افغان ملي جريدې د هېواد پالنې د ملي کرښې په تله او کاڼي د افغان سياست، پېښې او پرمختياوې څېړلي او تللي، د لوی افغانستان د اعيه د «افغان» د خپرنيزه پاليسي څرګند اړخ ګرځېدلی و، ملتپالنه يادې اوونيزې خپله پاليسي پېژندله.

لوی افغانستان هغه مهال ترټولو سپېڅلی ملي ارمان ګرځېدلی و، له دغه ملي ارمان سره  د اختلاف ګنجايش نه و، مخالفت ته د غدارۍ او خيانت په سترګه کتل کيدل، دومره مقدس چې چا ورسره د بې توپيرۍ فکر هم نشوای کولی، ان چې ځينو يې ځانونه په تظاهر هم اړ بلل.

په ملي مسايلو کې د «افغان» اړخ او لوری څرګند و، له همدې ځايه وه چې دغه خپرونې بېله کومې سياسي او ګوندي پېيلتيا د فرهنګي مبارزې پوخ، پراخ او ملي سنګر تود کړی و.

«افغان» پر حکومت د توندو نيوکو په لړ کې د ولسواکۍ د وروستي صدراعظم شهيد محمد موسی شفيق په حکومت کې چې د ولسمل کلیوال و، مصادره کړای شو.

له دې لږ وروسته د چنګاښ د ۲۶مې له جمهوريت سره چې د آزادو خپرونو ټغر ټول کړای شو ولسمل په بېلا بېلو ولايتونو کې د ولسوال په توګه دنده ترسره کړه.

دغه مهال هم ولسمل ځان پر مبارزه اړ ليده، ځکه مبارزه يې د شخصيت برخه ګرځېدلې وه او د ناخوالو پر ضد يې قلم او قدم له حرکت او خوځښت نشوای ګرځېدلی.

څېړونکی عبدالاحد عشرتي چې هغه مهال عدليه وزارت کې لوړ پوړی چارواکی او په مهاجرت کې مې ورسره يوه اداره کې کار کاوه، ويل: د لوی اختر په ورځو کې د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار محبس د کتنې پر مهال مې له يوې ګوښې کوټې، د يوه شعر زمزمه تر غوږ شوه پوښتنه مې وکړه، د محبس مسوول په وارخطايي د يوه بندي راته وويل: ما يې د ليدو غوښتنه وکړه، د محبس آمر په نه زړه وويل: د والي صاحب بندي دی.

ـ د هر چا چې دی بايد ويې ګورم، مجبوراً راسره روان شو، په يوه وړوکې پوړۍ لږ په بره وختو، د دړې کولپ يې بېرته کړ، په کړوپه ملا کوټې ته ننوتو، ګورو چې ولسمل کاکه ديوال ته ډډه وهلې له ځان سره شعرونه وايي.

د ده په خبره ولسمل له والي عزيز الله واصفي سره د ننګرهاريانو په يوه غونډه کې له لفظي تاوتريخوالي په فزيکي شخړه اوښتی و.

عشرتي ويل: ما د هېڅ بندي دومره پیاوړي اعصاب او اراده نه ده ليدلې، په کوټه قلفې کې هم د ده دريځ او وينا کې د تزلزل نښه نشوای ترسترګو کېدای.

د ثور له کودتا وروسته ولسمل، عزيز الرحمن الفت، حبيب الله رفيع، شمس الحق پيرزاده او همفکرو ملګرو په کور دننه د ملي مبارزې کرښه وغځوله چې تفصيل يې د ولسمل صاحب د خاطراتو په کتاب کې راغلی.

پيرزاده او ولسمل بندي کړای شول، استاد رفيع او عزيز الرحمن الفت له کرښې په اوښتو د مهاجرت مخه وموندله.

په ۱۳۶۰ل کې مې يو ماښام پېښور کې د افغانانو له نانوايي ډوډۍ رانيوله، له پېښور راډيو «هېندارې» پروګرام خپرېده، د ډوډۍ وار نه و رارسېدلی چې د ولسمل د وينا اناونس ته مې پام شو.

له هېندارې هر ماښام د یوه افغان وينا خپرېدله، چې معمولاً په يکنواخته، تکراري ټکو راګرځېدله خو د ولسمل هغه کې نوي ټکي، اصطلاحات، موضوعات او سياسي ادبياتو څرک لګېدلی شوای، همدا لامل و چې دا له پېښور راډيو د ولسمل لومړۍ او وروستۍ وينا ثابته شوه.

ولسمل له خپلې کورنۍ سره يو ځای مهاجر شوی و، د پېښور شعبه بازار په ګليکسي هوټل کې ديره و، هملته مې ورسره ليده کاته وشول، وروسته يې په تاکال کې کرايي مينه موندلې او د پوهاند مجروح دفتر کې په دنده لګېدلی و.

پر دغه دفتر ډېری د پوهنتون استادان ورټول وو، خو د ولسمل ورسره کور کلی ونشو، له لنډې مودې وروسته يې د «افغان مجاهد» په نامه آزاده ملي جريده راوايستله، غيرت صاحب په الفلاح چاپخونه اړولی و، خو موږ له جدون مطبعې سره وصل کړ. له همدې ورځې په مهاجرت کې د ملي مبارزې هسته رامنځ ته شوه، چې ولسمل مهاجر شو، نو «افغان» هم ورسره  «مجاهد» شو. د «افغان مجاهد» د لومړۍ ګڼې له خپراوي د خاموش اکثريت چوپتيا هم ماته شوه، روڼاندو او ملي کتلو خپله ژبه وموندله، يوه نوې فکري او فرهنګي جبهه پرانيستل شوه او ولسمل د خاموش اکثريت او روڼاندو د ملي مبارزې ادرس وګرځېد.

ده د مهاجرت په کړاوجنو او نابرابرو شرايطو کې يواځې د آزاد ژورناليزم ډبره کينښوده بلکې يو ملي آزادي پال غورځنګ ته يې هم لار برابره کړه.

په حقیقت کې ده روڼاندو ته د ملي جبهې په پرانيستو يو پراخ ملي سټيج چمتو کړ او استاد عبدالرحمن پژواک ته يې په ملي محراب کې د ملي امامت زمينه برابره کړه.

د ملي ګټو د دفاع دغه سنګر، ملي قشر ته د راټوليدا روحيه ورکړه او د شوروي تېري پر ضد يې په نړۍ کې د افغانانو خواره واره غږونه او دريځونه سره مله او له يو بل سره وصل کړل.

له تنظيمو باندې دا لومړنی، مؤثر ملي فرهنګي سنګر و چې د شوروي يرغل ترڅنګ يې د جهاد په لمن کې د توطئو، دسيسو، انحصار او استبداد سره غوټه او پېيلي څېرې او جوړښتونه بربنډ او د جهاد د ظاهري ملاتړو پر نيت او ارادو بحثونه راپورته کړل.

څرنګه چې تنظيمي رسنۍ له يوې مخې د جګړې تبليغاتي خبرونو، کليشه يي تبصرو او ايډيالوژيکو پېلتياوو ته وقف شوي وې، «افغان مجاهد» پر ملي کرښه بحثونو ته مخه ورکړه، د کډوالو ستونزو ته په پام اړولو يې د نابرابريو، غبن، درغليو، مستند خبرونه او رپوټونه خپاره او د افغان مهاجرو کمشنرۍ کې د کمانډرانو او مامورينو د فساد دوسيې راپورته کړې.

په دې توګه «افغان مجاهد» د افغان جهاد په اړه د ملي سياست د ځلاينې ترڅنګ د سيمه ييز او نړيوال سياست په لور د کتنو او ارزونو کړکۍ پرانيستله.

په ټوله کې د تنظيمي مشرانو افغان مجاهد او ولسمل ته پر زړه نشوای اوارېدلی، خو د دوو يې مخالفت د دښمنۍ تر کچې غځېدلی و.

دوی په مطبوعاتي کنفرانسو کې د ولسمل پوښتنو ته ځواب نه ورکاوه، په يوه مطبوعاتي ناسته کې يې د ولسمل د پوښتنې ځواب له استخفافه پر يو بل ورغورځاوه.

ولسمل د خپلې دفاع او خونديتابه په موخه تفنګچه ساتله د يوه خبري کنفرانس په پای کې له هغو    دوو، يوه ولسمل ته وويل: له ژورنالست سره تفنګچه څه کوي؟ زړه مې و، دا خبره پر سټيچ راپورته کړم.

ولسمل ورته وويل: ښه ده چې راپورته دې نکړه، که نه ما به هماغه شیبه تومانچه ايسته غورځولې وه، چې موږ خو د ده له لاسه د تومانچو په ګرځولو اړ يو، اوس چې دی د وسلې مخالفت کوي، موږ يې څه په بلا وهو.

پر ملي کرښه او ملي لاره د «افغان مجاهد» سفر اسانه، نه و، د سياسي فشارونو او نامساعدو حالاتو له امله خپلواک مدني حرکت د خپل ژوند پر سر جواري پېژندل کېدله.

د اخبار لپاره د ليکنو او رپوټونو برابرول د ژوند په بيه ترسره کيدلی شوای، د پسټنګ پر ورځ به د ولسمل د اعصابو ستن له سرې کرښې هم اوښتې وه، د ده هنر او کمال دا و چې له هرې اعصاب خرابۍ سره به يې سملاسي په غوړېدلې څېره، يوه کيسه او خاطره ورسره ونښلوله، يوه ټوکه به يې ورسره غبرګه کړه، کله پر ځان، کله پر موږ او کله هم پر نورو ورګرځوله. د مرحوم استاد الفت، ميوندوال، شفيق، ډاکتر يوسف، استاد خليلي او نور لويانو له خاطرو به يې کيسه راپورته کړه.

شیخ عبدالله له جماعت اسلامي سره پېيلی افغان کمشنر له کډوالو سره د مورميرې په چلند تورن و، د کمشنرۍ مامورينو او پوليسو د کډوالو په تنګولو، بډې اخېستو او سپکاوي پسې را اخيستې وه، ولسمل په افغان مجاهد کې په دې اړه پرله پسې ليکنې او رپورټونه خپاره کړل.

بين السطور افغان مجاهد د پخواني پاچا يا روم جبهه پېژندل کېدله، ځکه خو د سخت دريځه تنظيمو او ISI ګډه نښه ګرځېدلې وه.

په مهاجرت کې د دغسې يوې جبهې د زغم او فعاليت شونتيا نه ليدل کېده، د پخواني پا چا پلاوی به چې کله پاکستان ته په کوم ماموريت راغی، ايله يې د اسلام  آباد او پېښور تر هوټلونو او درې ګوني اتحاد تر دفترونو د تګ زړه کولی شوای.

خو ولسمل پر ډګر ولاړ و،

زه خوشال کمزوری نه يم چې به ډار کړم

په ښکاره نارې وهم چې خوله يې راکړه

د «افغان مجاهد» منښت، باور او حيثيت دومره وغوړيدل چې مرحوم مولوي خالص سره له دې چې خپل اخبار درلود، په مستعار نامه افغان مجاهد او مجاهد ولس ته مقالې ليکلې.

شهيد پوهاند مجروح په پنډ غاليو کې ترسره کړې سروې په خپراوي د همدغه کړيو لخوا شهيدا کړای شو ځکه خو د آزاد ژورناليزم لپاره نور هم د محدوديتونو او ګواښونو زنځيرونه په شرنګېدو شول.

هماغه وه چې د کمشنرۍ له خوا ولسمل ته د «افغان مجاهد» د مصادرې رسمي خبرداری ورکړل شو.

ولسمل د «افغان مجاهد» په وروستۍ ګڼه کې د کمشنرۍ ياد مکتوب له خپرولو سره له لوستونکو سره مخه وکړه خو سمدستي يې د «مجاهد ولس» په نامه بله جريده راوايستله.

مجاهد ولس پر هماغه کرښه او ليکه خپرېده، ځکه خو د پاکستاني پوليسو سپېشل برانچ، ولسمل توقيف او د پېښور سنټرل جيل کې کوټه فلفي کړ.

له دې وړاندې د ۱۳۶۲ لمريز د وږي پر ۲۹مه يوه لړزوونکې سانحه رامنځ ته شوه او هغه په پېښور کې د خپل کور تر مخ  د پیاوړي ليکوال او ملي مبارز عزيزالرحمن الفت شهادت و.

پر ټولو روڼاندو  دغه سانحې ژور ا غيز درلود خو پر ولسمل او کورنۍ يې د یوې ټکې له پريوتو کم نه و، خو ولسمل د هغه وخت په سختو او خطرناکو شرايطو کې د شهيد عزيزالرحمن الفت د جنازې او فاتحې مراسمو ته اوږه ورکړه او په مجاهد ولس کې يې په دې اړه د پرله پسې ليکنو لړۍ وغځوله چې بیا يې په کتابي بڼه دغه لړۍ راټوله او خپره کړه.

په زندان کې ولسمل ټولو ناخوالو، ګواښونو او ګوښنو ته پخپل ځانګړي زغم او متانت غيږ ورکړه، له خپلې ملي داعيې او موخې څنګ ته نشو، له ملګرو د ده يوازينۍ هیله دا وه چې د مجاهد ولس خپراوی ټکنی نشي. هماغه و چې رفيع صاحب او ملګرو لستوڼي بډ وهل او يو په بل پسې يې مجاهد ولس له پېښور د امريکا به پته (د روحاني رويا، پرادرس) خپور کړ، د دې لپاره چې د پاکستاني استخباراتو او پوليسو له مواخذې څنګ ته اوسي، اخبار په بهرني کاغذ چاپ کړای شو. په زندان کې ولسمل د اعصابو جنګ ته ودرېد ځکه خو يې کوټه قلفيو او شکنجو روحيه ونشوای زمولولی.

زه دوه ځله زندان ته ورغلم، يوځل د نه خوړو له اعتصاب دمخه، بيا له اعتصاب وروسته. دواړه واره مې په هماغه بڼه او څېره ليدلی لکه په تاکال کې د مياخان هټۍ دپاسه خپل دفتر او ميلمستون کې. لا يې له هغې زياته پر شونډو موسکا غوړېدلې وه، نه شکايت، نه پر څېره د ستومانۍ او پښېمانۍ کومه نښه، د دې پر ځای چې موږ ده ته د ډاډ او تسليت په ټکو خوله بېرته کړو، ده به موږ ته د راتلونکي د ډ اډ او مبارزې د دوام خبره را اچوله.

ده ته يې اوونۍ کې يو ځل له کورنۍ او ملګرو سره د ملاقات اجازه ورکړې وه، په دغه يو ځلي ملاقات کې به که ملګرو ورسره ليدلي وو، کورنۍ يې محرومه وه، که کورنۍ يې ورسره کتلي وای، ملګرو د ديدن نصيب نشوای موندلی.

رفيع صاحب ويل لومړيتوب د کورنۍ دی، ځکه خو موږ پښه نيولی شو.

د نه خوړو اعتصاب اوولسمه ورځ يې زه ليدو ته ورغلم، ده ته مې هغه اخبارونه ور وړل چې د ده د بند او نه خوړو خبرونه او رپوټونه يې خپاره کړي وو.

ده اخبارونه بېله دې چې پاڼې يې واوړي له ځان سره کيښودل، هر هډوکی او بند يې تر پوست لاندې له ورايه ښکارېده، لکه پر اسکليټ يې چې نری څادر غوړولی وي، ما د اعتصاب ماتولو خبره ورته مخې ته کړه، چې پاکستان همدا غواړي چې ته په زندان کې سا ورکړې، خو موږ غواړو ته ژوندی پاتې وې، مبارزه دوام ومومي.

ده راته وويل، دا خبرې ماته مه کوئ، دا بې مانا دي، ما پر وطن ا و ولس سر ايښی، تاسې دومره وکړئ چې زما د جنازې او تدفين غم وخورئ.

زما مرګ به زما له ژوند زيات د مبارزې بهير ګړندی کړي، دغه مبارزې ته د پاکستان په زندان کې يو مرګ ضرور او حتمي دی او زه دغه مرګ ته کانديد يم، د پاکستان له زندان بايد د يوه افغان مړی ووځي، دغه مړی به هغسې انقلاب ته مخه پرانيزي چې موږ او تاسې خپل ارمان ګرځولی.

له ۲۱ ورځني اعتصاب وروسته د نړيوال فشار په پايله کې يې ولسمل له سنټرل جېل خيبر ايجنسي ته زنځير او زولانه ولېږداوه، صميم صاحب يې هرکلي ته ولاړ وو، په دې توګه له اوږدې کاغذي کاروايې وروسته له زندان آزاد او په کور کې نظر بند شو.

پوليسو د ولسمل د بيا ځلې نیولو لپاره چاپې ووهلې، خو ولسمل يې ونشوای موندلی، ملګرو ملتو پر آزاده نړۍ غږ کړ چې کوم هېواد په ۲۴ ساعتو کې ولسمل سره له کورنۍ پخپل هېواد کې منلی شي، ګرانه وه چې کوم هېواد د کډوالۍ اوږده پروسه په دومره چټکې بشپړه کړای وای، خو ناروې د دې ټټر وواهه او ولسمل ته يې له کورنۍ سره په ۲۴ ساعتونو کې سياسي پناه و رکړه.

ولسمل د ناروې مرفه ژوند او اسانتياوو ډوب نشوای کړای، ناروې کې يې د مشتېدنې پر دويمه اوونۍ د شوروي سفارت تر مخ د احتجاج په دود د نه خوړو اعتصاب وکړ.

په ناروې کې په دغسې بڼه د شوروي زبرځواک پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب او احتجاج، نوي او لړزوونکې پرمختيا ګڼل کېدله، مطبوعاتو په لومړيو مخونو کې د شوروي سفارت تر مخ په احتجاج ناست افغان کډوال لوی تصويرونه خپاره کړل.

ولسمل یو بېنر له ځان سره ايښی و: «شوروي يرغلګر دې له افغانستان څخه ووځي.»

په لویديز هغه هم په سکينډ نوي هېوادو کې شوروي تېری په دغسې بڼه او کچه نه و غندل شوی د ناروې وړوکي هېواد کې دغه احتجاج يوه لړزوونکی پرمختيا وپېژندل شوه، په لومړي ځل د وسله وال جهاد تر څنګ يوه افغان په مدني حرکت د شوروي تيري پر ضد د احتجاج ډبره کيښودله، خو شوروي پر ناروې فشار راووړ چې دغسې حرکت به ونشي زغملی، هغه و چې ولسمل د ناروې له حکومت سره د يوې رسمي هوکړې له مخې خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

ولسمل په ناروې کې د مجاهد ولس د خپراوي لړۍ شليدو ته پرينښوده، رفيع صاحب پېښور کې د مجاهد ولس د چاپ تابيا وکړه، د څو ګڼو له خپريدو وروسته رفيع صاحب په داسې حال کې چې د صدر په مرکزي ډاکخانه کې د مجاهد ولس پوست بکس پرانيست  د پوليسو لخوا ونيول شو.

نور نو په پېښور کې د مجاهد ولس چاپ شونی نشوای ګڼل کېدای، خو ولسمل ناروې کې پخپل قلم د مجاهد ولس خطاطۍ ته ملا وتړله، تر هغې چې د ټيپ رايټر په موندلو له دغه کړاو خلاص شو.

د جلال آباد جګړې په لومړيو ورځو کې زما دفتر ته يو سړی راغی، ده ويل ولسمل درسره زموږ له دفتره پر دوو بجو په تلفون خبرې کوي، ته بايد همدا اوس چې يوه نيمه بجه ده راسره ولاړ شي.

زه له ده سره د یوې اين جي او دفتر ته ولاړم، پر دوو بجو ولسمل د تلفون پر کرښه په عصبي لهجه راته وويل پاکستان پر ننګرهار بريد کړی، ما داسې خبرونه ترلاسه کړي چې پاکستاني مليشه ننګرهار ته ننوتلي، دا پر افغانستان تېری دی، موږ چې شوروي تېری غندلی دغه تېری هم بايد وغندو، ستا مالومات څه دي؟

په پېښور کې هم دا خبرې خوله پر خوله ګرځېدلې چې ګنې پاکستاني پوځ او مليشه له کرښې اوښتي او په جنګ کې برخه لري.

ما ده ته د یادې خبرې پخلی په يو څه احتياط سره وکړ، خو ده وويل اخبار تيار دی، ما له خپله اړخه د دغه تيري د غندنې اعلاميه چمتو کړې چې په تاريخ کې د مختورې ISI د لاسوهنې او تيري غندنه په روښانه او رسا ټکيو ثبت کړم.

اوونۍ پس د مجاهد ولس ځانګړې ګڼه چې پر جلال‌آباد يې د پاکستاني تېري د غندنې په اړه خپره کړې وه راورسېده.

د مجاهد ولس د دغه ګڼې دروند هرکلی وشو، په دومره شمېر فوټوکاپي شوه لکه له سره تکثير او څو ځلې چاپ شوې وي، له دې سره ورو ورو د پاکستان د لاسوهنو او تپلې جګړې پر ضد پټې او ښکاره نيوکې او خوځښتونه پيل شول.

د ډاکتر نجيب الله له سقوط وروسته مجاهد ولس د تنظيمي جګړو او ډلبنديو په مخالفت کې خپل غږ نور هم اوچت کړ، د لويې جرګې داعيه يې له پخوا زياته وځلوله، د خاموش اکثريت او ملي زعامت پر محور يې د روڼاندو مبارزه سرتاسري او نړيواله کړه ځکه چې افغانستان ته ورپېښو ګواښونو د افغانستان ملي و حدت او بشپړتيا نور له جدي ننګونې سره مخامخ کړې وه.

ولسمل ما ته په یوه ليک کې کښلي وو چې هېواد د ګڼو بحرانو کومي ته لوېدلی، بايد فرهنګي مبارزه له دې زیاته فعاله، ګړندۍ او سرتاسري کړو، که ته داسې وکړې چې «هندوستان» ته راشې زه به هم درچکر شم، هلته به «مجاهد ولس» کې د فعاليت نوی ساپو او دغه سنګر لاپسې خوځند او مزبوت کړو.

له څه بحث سلا پر دې شوه چې مجاهد ولس پېښور کې تکثير کړو، په دې توګه مو د مجاهد ولس د کمپوز او پسټنګ چارې پېښور کې بشپړولې، ده د بهر لپاره په ناروې او موږ د پېښور، کوټې او هېواد لپاره پېښور کې چاپاوه.

هيواد ته د ولسمل ستنېدل د چوکۍ، مقام او امتياز لپاره نه وو.

د طالبانو له سقوط وروسته له اروپا او لويديز د راستانه شويو د اوج او موج وختونه وو چې د کارپوهانو په نامه رابهيدل او په ډالري معاشونو او بې خرته امتيازونو او لوړو مقامونو نازول کېدل، خو ولسمل د خپلې هېوادنۍ مينې له امله هېواد ته ستون شو، نه د مقام په لټه کې شو، نه يې د چوکۍ هڅه وکړه، د افغان مجاهد او مجاهد ولس په دوام يې له سره د افغان ملي جريدې خپراوی پيل کړ.

له اروپا او لويد يز راغلي ښاغلي په ډالرو او چوکيو دومره سره شول، چې د ولسمل د ملي مبارزو تاريخ او سرښندنې يې سترګو ته نشوای درېدلی، په څو کالو کې يې له هېواد په ايستلې پانګه په بهر کې د سوداګريو او ماڼيو داسې جال خپور کړ چې په حساب پسې يې هم نشوای رسېدلی.

له لويديز په راغليو ښاغليو کې چې پل يې په ايرو کې هم نشوالی ليدل کېدای يوازې ولسمل له چوکۍ، مقام، امتياز او ډالري معاش محروم پاتې شو، دا ځکه چې دنياوي مال او مقام د ده په زړه منګول نه وه ښخه کړې. ده ديرش کاله دمخه مرګ ته تابيا نيولې وه، په هغسې تنده او تلوسه يې کور اباد نه کړ، لکه ځان ته يې چې قبر جوړ کړی و، ديرش کاله دمخه يې پخپله خاورو د مرګ داعي ته د لبيک چمتوالی نيولی و.

ده لس جريبه ځمکه مدرسې، جامع جومات، دارالمعلمين او ښوونځي ته وقف کړه، په داسې حال کې چې د ځمکو غصب موډ، فيشن او کلتور ګرځېدلی او په يوه لوټه او يوه ټوټه ځمکه د مرګونو او وژنو بازار ګرم و، ده لس جريبه ځمکه په شرعي سند معارف او اوقافو ته وقف او کور ته مخامخ ستر جامع جومات جوړ کړ.

په هغو ورځو کې نپوهېږم څرنګه سترې محکمې قوالې ځنډولې وې، ده قاضي القضات پوهاند عظيمي ته په تلفون وويل: ما ځمکه نه ده رانيولې چې د قوالې د اجرا امر وغواړم بلکې خپله ځمکه معارف او اوقافو ته په پاخه سند وربښم، هغه وه چې قاضي القضات فوق العاده امر ورکړ.

ديرش کاله وړاندې چې ده خپل قبر راوښود ما ورته کړه: ډېره په لوړه نه دی؟ په ځانګړي معصوميت يې راته ويل: ټيټ مې زړه تنګېږي…

مرګ هغسې ويره لري چې له يادون سره يې د سړي پر تندي يخه خوله راماته شي، خو ولسمل په داسې ډاډ او متانت ورته تابيا لرله لکه کوم بهرنی هيواد ته د سفر بکسونه تړي.

ولسمل مې د لومړي ځل لپاره اته کاله وړاندې زړه ماتی ولید، د غره هغسې دنګ، کراړ او مزبوت ولسمل څخه مې تر دې دمخه د ماتې خبره نه  وه اورېدلې، د تنظيمو، پاکستان او خاد په شکنجو کې د ده له خولې داسې خبره نه وه اورېدل شوې، د ده اراده، ثبات او استقامت کې مې د پښېمانۍ او ستوماني کومه نښه نه وه تر سترګو شوې، دا لومړی ځل و،  چې د ده څېره زموليدلی راته برېښېدله.

ويل: ننګياله موږ بایللې، موږ بايلوده، موږ بايلونکي يو، زموږ مبارزه، سرښندنې او هيلې اوبو وړې، موږ په اوبو وړیو هيلې پسې ځغلو…

ما ورته  کړه ولسمل صاحب! زموږ مبارزه بریالۍ ده، ستا سرښندې خپل ځای لري، تا له هر جابر سره د مبارزې او ډغرې جنډه لکه ساتلې، تا بريمنه مبارزه کړې، ستا له مبارزې د مهاجرت ويريدلی، ترهيدلی چاپېريال کې د استبداد، اختناق او خيانت برجونه ولړزېدل، د هېواد اوولس پر ضد دې د توطئو او دسيسو بوتان نسکور کړل، ستا مبارزې په هغه کرخت ماحول کې نوي تفکر او سوچ ته مخه ورکړه.

مبارزه ناکامي نه لري، د مبارزې بری د مبارزې دوام دی، که ناکام يې ګڼو روم او پخوانی پاچا او ورسره پېيلی کړی به ناکامه وي، ولسمل بايد د بل ناکامي خپله هغه ونه ګرځوي.

د ولسمل په څېر ملی مبارز سره چوکۍ، مقام اړخ نشوای لګولی، له ده سره اپوزسيون ښه ښکارېده، ځکه چې اپوزسيون مبارزه ده او مبارزه ولسمل د خپل د ژوند او شخصيت برخه ګرځولې وه.

فيډل کاسټرو په کيوبا کې واک ته ورسيد، خو چيګوارا مبارزې ته دوام ورکړ او پر مبارزه يې سر کيښود، ځکه خو د ده نوم او مبارزه ابدي شوه، د مبارزې سمبول وګرځېد، دی مرګ ونشوای وژلی، اوس هم په زړونو، ذهنونو او فکرونو کې ژوندی دی.

نوم د کوم يوه پادشاه هسې يادېږي

لکه نوم دی د شيرين او د فرهاد

الله تعالی ولسمل د اپوزسيون او مبارزې پر استعداد او ظرفيت نازولی و، د مقام او چوکۍ په چل يې سره خلاص نشوای ساتلی، ځکه خو همېشه، هر وخت او هر ځای د افغان او افغانستان د دښمنانو او ملي خاینانو پر وړاندې ودرېد، له ټولو يې وګټله، د هېواد او خلکو ټول پټ او ښکاره دښمنان يې چلينج او رسوا کړل.

ما ورته کړه ولسمل صاحب دا چې ستا سر هېڅ جابر او خاين ته ټيټ نشو، همدا د مبارزې بريا ده، تا نه کتل چې هر خاين او جابر له تا په ويره کې و، ستا د قلم هيبت يې پر زړه پروت و، ستا د اخبار زور يې له سينې پورې وورې ختلی و، څوک څنګه دغسې يوه مبارزه ناکامه بللی شي؟ داسې مه وايه، ستا مبارزه له ټولو بريمنه ختلې. دی په ځير ځير کتو بېله دې چې څه ووايي پټه خوله پاتې شو.

ولسمل ټول ژوند په مبارزه او سياست کې تېر کړ، خو له مقام او چوکۍ سره يې کلی کور ونشو، له تنکۍ ځوانۍ، له ابن سينا ليسې، تر پوهنتون، بېلا بېلو ماموریتونو، فعال ژورناليزم ته په ورننوتو او د مهاجرت تنګسيا يې ټوله په مبارزه تېره کړه، ځکه خو په فرهنګي اړخ کې د ده مبارزه د ځانګړي غورځنګ او خوځښت په توګه مطالعه کېدای شي.

ولسمل له څه باندې دوو کالو د فالج له رنځه کړېده، خو د ناروې له طبي اسانتياوو په مخ اړولو ډېری وختونه په کابل او کامه کې و.

د ده خپله خبره ده چې پنځه ويشت سلنه ژوندی دی، د استاد صميم په خبره په همدغه زهير او رنځور صورت يې کامه کې د يوې بدې د لمبو سړولو ته مټې نغښتې او په سخته ناروغۍ کې يوې بلې غاړې ته په ورتلو په روغه جوړه بوخت و.

ولسمل نه يوازې مدرسو، ښوونځيو، جامع جومات او لارو سړکونو ته خپله ځمکه وقف کړې وه، بلکې پر خپلو انو يې هم د لارو غځولو لپاره له خپل اغيز او فشار کار اخيست د استاد صميم په خبره اوونې دوې د مخه چې د ده ماماخيلو پر خپله ځمکه د سرک غځولو ته زړه نا زړه وو، ده په همدغه پنځه ويشت سلنه ژوند د سړک غځولو د عملې په ملتيا اعلان کړه، چې پر کومه ځمکه سړک تېرېږي، دا مې د مور حق دی او زه د وارث په توګه هغه سړک ته ورکوم.

ولسمل د ولس سړی و، د مرکو، جرګو او دستار سړی و، چېرې يې هم له کلي او ولس سر پرې کړې نه ده، د ولس په هر درد او کړاو کې برخوال و، کله هم کابل، د کابل سياست او حکومتي چارو او مقاماتو داسې ورجذب نه کړ چې له خلکو او ولس سره يې پر واټن اړ کړای شي.

د ولسمل په جنازه کې ډاکټر فاروق مېړني پخپلو خبرو کې حکومت او سياستوالو ته په ګوتڅنډنه وويل: ولسمل له نيمې پېړۍ زيات د ملي مبارزې سنګر تود ساتلی، له هر يرغلګر، پردي، جابر او خاين سره يې په ميړانه مبارزه کړې، خو له جنازې سره يې د حکومت او سياسيونو بې توپيري او نه شتون هغه پېغور دی چې تاریخي پړه به يې د تل لپا ره د دوی د غاړې طوق لعنت ګرځېدلې وي.

ما صميم صاحب ته کړه: پر فاسدو چارواکيو او مفسدو سياسيونو له مرګ وروسته هم د ولسمل ويره پرته ده، دوی د ولسمل کټ ته د کتو زړه نشي لرلی، پر مرګ هم ورته سترګې نشي نيولی، په مرګ هم د ولسمل د قلم له ګوزار په ويره او تېښته کې دي.

قانع صاحب له جنازې وروسته راته کړه موږ هغه ماتې خوړلی لښکر يوو چې د ژوند جواري مو بايللې، يوازې د ناکاميو پنډ مو پر  اوږو بار دی، موږ بايللي جوارګر يو، زموږ ملاوې د پرله پسې ناکاميو له درانه باره کږې دي، صفيه صديقې خور ورته کړه: موږ هېڅ نه دي بايللي، هېواد لرو، نظام لرو… دا او هغه لرو. قانع وويل فاجعه همدا ده چې موږ ته خپل بايلات نه مالومېږي، له دې بل بايلات څه کېدای شي چې هېواد او نظام فاسد او مفسد جوړښت راڅخه برمته کړي.

رفيع صاحب د جنازې کټ ته په درېدو په چيغو، چيغو وژړل، د ده په هره چيغه، اوښکه او سلګۍ کې يو جهان درد پروت و، په هره سانده کې يې يو پیغام و… ما فکر کاوه د ده د چيغو انګازو به لږ اخوا کرخت ارګ ا و د اقتدار وږي او حريص چارواکي هم لړزولي وي.

ما او ډاکتر اعظم د جنازې کټ ته اوږده ورکړه، اسد دانش راوړاندې شو د کټ پښه يې راڅخه ونيوه، په دې توګه مو د خپل تاريخ او مبارزو له يوه ملي او فرهنګي اتل سره د تل لپاره مخه ښه کړه.

د ولسمل وروستۍ هڅه چې ده خپل ارمان ګرځولی و، د خپل ژوند ليک، خاطرو او يادښتونو ټولونه او چاپ و، د دې يوه برخه لکه د زندان سوغات او زوړ حمام له وړاندې په کتابي بڼه چاپ شوی و، دغسې يې د خاطرو او يادښتونو لومړۍ برخه په دوو ټوکو کې اته کاله وړاندې د ولسمل ژوند، سياسي هلې ځلې او خاطرې په نامه په لويه قطع ۱۴۲۸ مخونو کې چاپ کړي وو، د دغه لړۍ په نورو ټوکو کار روان و، له ښه بخته څو مياشتې دمخه چاپ او د افغانستان د معاصر تاريخ لپاره لومړی لاس منابع او ستره باوري زيرمه خوندي کړای شوه.

د ده خپله خبره ده چې د دغو کتابونو تر چاپ يې له الله تعالی ته د ژوند سوال کړی چې دغه ملي امانت له خپلې سينې او حافظې د افغانانو او راتلونکي نسل مخې ته کيښودل شي.

د ولسمل پر مرګ د تاريخ يو پنډ څپرکی ونغښتل شو، د ملي مبارزې يو باب بشپړ شو، خو د ده ملي مبارزه او د ملي خدمتونو او سرښندنو ياد پر موږ فرض او قرض دی، ولسمل د دريو برباد نسلونو د مبارزو، سرښندنو، بې وسيو، محروميتونو او وياړنو هغه مرجع وه چې د ملي مبارزو تاریخ يې له استناد پرته بشپړ نشي راوتلی.

د ولسمل د مبارزې يا د هغه فرض او قرض دی چې موږ ته د صداقت، رښتينولۍ، صبر، زغم او ايثار درس راکوي، د هېواد او ولس لپاره د چوپړ او سرښندنو ځواک او شيمه رابښي، د ملي مبارزې لاره او لوری راښيي او د ملي مبارزې په اخلاقو مو سمبالوي. پر ګور يې نور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب