دوشنبه, مې 13, 2024
Homeروغتیاپه پرمختللیو هیوادونو کې د غبرګولو زېږون ۲ برابره شوی

په پرمختللیو هیوادونو کې د غبرګولو زېږون ۲ برابره شوی

تاند- بې له شکه چې په هر شي کې الهي حکمت شته. د افغانستان په شان په بېوزلو هیوادونو کې چې د ماشومانو او لویانو مړینې زیاتې دي، زیاتو ماشومانو ته تمایل زیات دی. خو په پرمختللیو هیوادونو کې چې د روغتیايي اسانتیاوو له کبله د ماشومانو مړینې خورا لږ او حتي استثنايي دي، د زیاتو ماشومانو لرلو ته خلک لېوالتیا نه لري.

له همدې کبله په پرمختللیو صنعتي هیوادونو کې نفوس د زیاتېدو پر ځای مخ په کمېدو دی.

یوه تازه څېړنه ښيي چې په شتمنو پرمختللیو هیوادونو کې د بېوزلو هیوادونو په پرتله غبرګولي زیات زېږي.

د فرانسې ۲۴ چاینل په یوه راپور کې وویل، د هغو څېړنو پر اساس چې د امریکا په (Population and Development) نفوس او پراختیا مجله کې خپره شوې ده، په وروستیو څلور لسیزو کې په پرمختللیو هیوادونو کې د غبرګولو زوکړو شمېر دوه برابره شوی دی.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې په په ۱۹۷۵ م کال په امریکا کې په هرو زرو زوکړو کې ۹ اعشاریه ۵ غبرګولي وو، خو په ۲۰۱۱ م کال کې په هرو زرو کې ۱۶ اعشاریه ۹ ته د غبرګولو شمېر زیات شوی دی.

دې ته ورته وضعیت په بریتانیا او نورو پرمختلیلو هیوادونو کې دی. په بریتانیا کې په هرو زرو زوکړو کې په ۱۹۷۰ م کال کې له ۹ اعشاریه ۹ څخه په ۲۰۱۱ کې د غبرګولو فیصدي ۱۶ اعشاریه ‍۱ ته زیاته شوې. په جرمني کې له ۹ اعشاریه ۲ څخه ۱۷ اعشاریه ۲ ته، په فرانسه کې له ۹ اعشاریه ۲ څخه ۱۷ اعشاریه ۹.۳ ته، په ډنمارک کې له ۹ اعشاریه ۶ څخه ۲۱ اعشاریه ۲ ته او په جنوبي کوریا کې له ۵ اعشاریه صفر څخه ۱۴ اعشاریه ۶ ته زیاته شوې ده.

څېړونکي لابراتواري تولید مثل، مصنوعي القاح او ځیني نور طبي پرمختګونه د غبرګولو د زیاتېدو علت بولي.

په ۱۹۷۰ کې له هرو زرو ښځو څخه، چې عمر به یې ۳۵ کلونو ته رسېدلی و، د لومړي ځل لپاره ماشوم زېږاوه، خو په ۲۰۱۲ م کال کې په هرو زرو کې ۱۱ ښځو ماشوم زېږولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب