محمد سمیع صادق
مولانا ابوالکلام آزاد خپل یو کتاب یو کندهاري پښتون ته ځانګړی کړی دی، د کتاب په انتساب کي هغه داسي لیکي:
په کال ۱۹۱۸ م کي زه د هندوستان د رانچي په ښار کي نظر بند وم. د ماخستن له لمانځه نه وروسته کله چي له جوماته را ووتم په زړه کي مي را تېر سوه چي کوم څوک راپسې دئ، شا ته مي وکتل ، ګورم یو سړی پټو پر ځان پېچلی ولاړ دئ.
پوښتنه مي ځني وکړه:
ـ زما سره دي کوم کار دئ؟ څه ویل غواړې؟
ـ بلې صاحبه! له ډېر لیري ځای څخه راغلی یم.
ـ له کومه ځايه؟
ـ د سرحد له ها خوا څخه.
ـ دلته کله را و رسېدې؟
ـ نن ماښام را ورسېدم، زه یو ډېر غریب سړی یم، له کندهاره تر کوټي پر پښو راغلم، هلته یو څو وطنوالو تاجرانو د خادم په توګه کار راکړ او تر آګرې ئې را ورسولم. له آګرې نه تر دې ځایه پیاده راغلی یم.
ـ افسوس، ولي دي دومره کړاو پر ځان وګاله؟
ـ ځکه چي، ما غوښتل چي تاسو مي د قرآن مجید په بعضي مقاماتو پوه کړئ. ما ستاسو د الهلال او د البلاغ اوونیزو هر هر ټکی لوستلی دئ.
دا سړی یو څو ورځي راسره پاته سو او بیا یو دم بیرته ولاړی. له تګ دمخه ئې په دې اندېښه راسره و نه ليدل چي د سفر د مصرف لپاره پیسې ور نه کړم او نه ئې غوښتل دا بار پر ما واچوي. ده به حتماً تر کندهاره ډېرمزل پیاده کړی وې. زما د هغه نوم نه دئ په یاد، په دې هم نه یم خبر چی دی به ژوندی وي که نه، بس که می حافظې یاري راسره کړې وای نو می دا کتاب د ده نامه ته منسوب کاوه!