Homeخبرونهکرزی: شهباز شريف دې د افغانستان لپاره د خپل پوځ تګلارې نه...

کرزی: شهباز شريف دې د افغانستان لپاره د خپل پوځ تګلارې نه تعقيبوي

تاند:( چارشنبه، د حمل ۳۱ مه) ‏د افغانستان پخواني ولسمشر ‏حامد کرزي په یوه تازه مرکه کې یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل، چې په افغانستان کې د تروريزم له تمویل څخه لاس په سر شي.

 کرزي پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوایي بریدونه، چې پکې ښځې او ماشومان ووژل شول پر افغان خاورې ښکاره تیری وباله، دغه بریدونه یې وغندل او ویې ویل چې افغانستان تل پاکستان کې د روزل شوي او تمویل شوي تروریزم قرباني دی.

پخواني ولسمشر حامد ‏کرزي خبرداری ورکړ، چې که پاکستان په خپله تګلاره کې تغییر را نه ولي زیان به یې پخپله هم وګوري.

ښاغلي کرزي وویل چې د پاکستان نوی حکومت د تیر حکومت په پرتله له افغانستان سره د اړیکو تجربه لري او دده په قول د نواز شریف د حکومت په وخت د افغانستان او پاکستان روابط نیک او مدني وو.

‏نوموړي د پاکستان له نوي صدراعظم شهباز شریف څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره د اړيکو په برخه کې د خپل ورور لاره تعقيب کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر دا هم وويل، چې د پاکستان پوځ تل د افغانستان او پاکستان د اړیکو د تخریب لپاره کار کړی.

هغه زیاته کړه:« کله چې نواز شریف وغوښتل له افغانستان سره ښې اړیکې ټینګې کړي د هغه حکومت نسکور کړای شو.»

حامد کرزي ته ورته ادعاوې خپله نواز شریف هم کړې او ويلي وو، چې پوځ يې د حکومت په نسکورېدو کې مهم رول درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...