یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړيوال بانک په ۴۵۰ ميليونه ډالرو د افغانستان د ۳ پروژو تمويل...

نړيوال بانک په ۴۵۰ ميليونه ډالرو د افغانستان د ۳ پروژو تمويل بيا پیلوي

تاند:( چارشنبه، د حمل ۳۱ مه) ‏نړیوال بانک وايي، چې د روغتيا، کرنې او معيشت په برخو کې د افغانستان د ځنډولو درېیو پروژو تمويل بيرته له سره پيلوي.

پر دغو پروژو د ۴۵۰ ميليونه ډالرو د لګښت خبر ورکړل شوی.

دغه بانک د مارچ په وروستيو کې وويل، چې په افغانستان کې یې د شاوخوا ۶۰۰ ميليونه ډالرو پروژې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله ځنډولي دي.

رويټرز خبري اژانس د دغو پیلیدونکو پروژو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنیدو سره بشري او اقتصادي ناورين اوج ته رسېدلی، چې د مقابلې لپاره یې د نړيوالو بشري مرستو زیاتیدل اړین ګڼل کېږي.

نړيوال ټینګار کوي، چې طالبان دې خپل حکومت پر داسې معیارونو برابر کړي، چې د دوی د تعامل او مرستو ترسره کیدل ورسره ممکن شي.

طالبان‌ بیا نړیوال بنسټونه تورنوي، چې سياسي او سلیقوي چلند ورسره کوي او د بشري ناورين د مقابلې لپاره مرسته نه ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب